عبدالله بن مسلم المروزي وایي چي زه به د مشهور تابعي امام ابن سیرین رحمه الله سره کښېنستم (چي د خوبونو په تعبیر کي په ټول امت کي مشهوره دی) بیا مي د هغه مجلس پرېښوی، د ځینو بدعتیانو سره کښېنستم. وروسته مي خوب ولیدی چي زه دداسي چا سره روان یم چي هغوی د نبي کریم ﷺ جنازه اخلي.
بیرته امام ابن سیرین رحمه الله ته راغلم او ددغه خوب تعبیر مي وپوښتی. هغه راته وفرمایل: ولي دداسي کسانو سره کښېنې چي هغوی غواړي د نبي ﷺ راوړی (شریعت) دفن کړي؟! (سير أعلام النبلاء)
یعني اهل بدعت د نبي علیه السلام سره د محبت په نامه د هغه راوړی دین د منځه وړي.