تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د انسان جوړښت: دماغ، زړه او وینه
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  June 15, 2019
  0

لومړۍ برخه
ژباړه او راټولونه: علي الله متوکل الرحمن 


په نړۍ کي د ستر خالق جل شانه په مخلوقاتو کي انسان خورا عجب مخلوق دئ، راسئ! پدې لیکنه کي د هغه د مخلوق په پېچلي جوړښت نور هم ځان پوه کړو:


د انسان دماغ ۸۰٪ اوبه دي.
په اوسط ډول د یو ځوان انسان دماغ ۱۳۷۵ ګرامه وزن لري.
د بې پروا او هیره درلودونکو ماشومانو دماغ د صحتمندو ماشومانو تر دماغ کوچنۍ وي.
د دماغ راسته طرف د ځان پېژندني مسؤلیت لري.
و دماغي حجري ته رسېدلی تاوان په مکمل ډول بیا نه جوړیږي.
تر مرګ ۳۷ ورځي وروسته بیا هم دماغ خوځنده بریښنایي اشاري جاري ساتي. 
دماغ تر ورځي، د شپې ډېر فعاله وي. 
انسان چي کله زوړ سي، له کاله یو ګرام دماغ له لاسه ورکوي.
د دماغي حجرو یوازي څلور سلنه کار کوي، پاته نوري ټوله سپمول سوي دي.
زموږ دماغ ۱۰۰ میلیارډه عصبي حجرې لري.

 

وینه:
په یوه څاڅکي وینه کي ۲۵۰ میلیونه حجري شتون لري. 
د انسان له یوې صحتمندې ینې څخه د ورځي ۷۲۰ لیټره وینه تېریږي. 
د انسان د پوست په یوه انچ مربع کي ۹ فوټه رګونه سته. 
د ویني د سرو کرویاتو حجرې په هرو ۶۰ ثانیو کي ستاسو په ټول بدن کي یو وار را څرخي.
په یوه ورځ کي، د هر پښتورګي څخه ۴۰۰ ځله ټوله وینه تېریږي، چي په هره ورځ کي ۴۴۰ ګیلنه کېږي.
وینه تر اوبو ۶ ځله ګاټه او سخته ده. 
بغیر له زړه او سږو څخه، د بدن پاته ټولو برخو ته وینه د بدن د لوی شریان یعني ښارګ په واسطه رسېږي. 
ستاسو پر وزن د هر پاونډ چربۍ د زیاتېدو سره ۷ مایله رګونه هم اضافه کېږي.
وینه رنګ نه لري، په سرو کرویاتو کي هیموګلوبینو و ویني ته سور رنګ ورکوي. 
وینه د انسان په بدن کي په ۲۴ ساعته کي ۱۲۰۰۰ میله سفر کوي، چي دا دومره اوږد سفر دی، لکه شمالي امریکا څلور واري. 


یو پښتورګی، د ټول ژوند په اوږدو کي تر ۱ میلیون ګیلنه زیاته وینه پاک کوي او زړه د یوه انسان په ټول ژوند کي تقریباً یو یا ۱.۵ میلیونه بیلره وینه پمپ کوي. 


د انسان زړه په یوه ورڅ کي تقریباً ۱۰۰۰۰۰ ځله غورځي ، د ښځو زړه د نارینه تر زړه زیات غورځي او که زړه د انسان له بدن څخه را وکښل سي، بیا به هم د ۵ ثانیو لپاره غورځي.


د انسان په وجود کي تقریباً ۹۶۰۰۰ کیلومتره د ویني رګونه سته او د انسان په بدن کي ۵.۶ لیټره وینه سته، چي دا وینه په یوه دقیقه کي درې ځله په ټول بدن کي راڅرخي. 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته