تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
څه ډول نومونه اولادونو ته غوره کړو؟
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  July 19, 2017
  0

 ژباړه: مولوي اختر محمد "جهيد" / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 
په یوه کورنۍ کي د ماشوم پیدا کېدل د الله پاک  جل جلاله  د ارزښتمنو نعمتونو څخه دي، اولاد د ژوند خوږه مېوه ده. الله عزوجل ټو ل انسانان پر سلیم فطرت پیداکړي دي، د سلیم فطرت وده او نمو انسان و تلپاته ژوند او ابدي نیکمرغۍ ته رهنمايي کوي. 
 
الله  جل جلاله چي مور او پلار ته دغه نعمت وړیا ورکړی دی، دوی ئې باغوانان دي، چی د خپلو زامنو د سالم فطرت ساتنه او د هغوی سمه روزنه پر غاړه لري، پر هر مسلمان لازمه ده، چي د خپلو اولادونو اړوند مسائل او ټول هغه څه چي د دوی د شخصیت د بشپړ تیا او پرمختګ سبب ګرځي وپیژني او پر کار ئې واچوي. 
 
یو له هغو مسائلو څخه چي د اولادونو د حقوقو سره اړیکه لري او مور او پلار باید هغه ته ډېره پاملرنه ولري د هغوی نوم ایښوونه ده، مور او پلار باید د کوچني تر پیدایښت وروسته یو نوم د هغه له پاره غوره کړي ترڅو په هغه سره وپیژندل سي.
 
اسلام چي یو بشپړ او جامع دين دی، دې ټکي ته ئې ډېر اهمیت ورکړی دی او په دې باره کي ئې احکام وضع کړي دي چي دلته به د هغو څخه یو څه یادونه وکړو.
 
پر نوي زېږېدلي کوچني څه وخت نوم کښیږدو؟ 
 
اصحاب سنن د سمرة رضی الله عنه  څخه روایت کوي، چی نبي کریم  صلی الله علیه وسلم  فرمایلي دي: هر هلک په خپله عقیقه سره ګرَم دی، عقیقه دي دده د پیدایښت په اوومه ورځ حلاله سي او په همدغه ورځ دي نوم هم پرکښېښوول سي او سر دي ئې هم ور وخریل سي.
 
دې حدیث ته په پام سره د نوي کوچنی نوم ایښوونه په اوومه ورځ ترسره کیږي. نور حدیثونه بیا پردې دلالت کوي، چي د نوي زېږېدلي کوچنی نوم ایښوونه د هغه د پیدایښت په ورځ ترسره کیږي.
 
امام بخاري اوامام مسلم د ( سهل بن ساعدي  رضی الله عنه ) څخه روایت کړی چي هغه ویلي دي، کله چي منذر بن اسید پیدا سو، نو نبي کریم  صلی الله علیه وسلم  ته ئې راوړ، نبي کریم  صلی الله علیه وسلم  دا کوچنی پرخپل ځنګانه کښېښووی، بیا په یو بل کار مشغول سو، ابو اسید چي کله ولیدل چي نبي کریم  صلی الله علیه وسلم  په بل څه مشغول دی، نو د نبي کریم  صلی الله علیه وسلم  د ځنګانه څخه ئې کوچنی پورته کړ، څه ګړی وروسته چي نبي کریم  صلی الله علیه وسلم متوجه سو، نو پوښتنه ئې وکړه، کوچنی څه سو؟ ابو اسید رضی الله عنه  وویل :اې د الله رسوله  صلی الله علیه وسلم ! هلک مو یو وړی، نبي کریم صلی الله علیه وسلم  وویل، نوم ئې څه شي وو ؟ وئې ویل: نوم ئې فلانی وو، نبي کریم  صلی الله علیه وسلم  وفرمایل، خیر نوم ئې منذر دی.
 
همداراز په صحیح مسلم کي دسلیمان بن مغیره په حدیث کي دحضرت ثابت  رحمه الله څخه راغلي دي، چی انس  رضی الله عنه  ویلي دي: نبي کریم صلی الله علیه وسلم  وفرمایل: نن شپه مي زوی پیداسو، هغه مي د خپل پلار په نامه "ابراهیم" سره ونوماوه.
 
دپورتنیو حدیثونو څخه دا نتیجه راوزي، چي دنوم ایښوول دپیدایښت په اوله ورځ، یادرې ورځي وروسته، یا دعقیقې په ورځ چي اوومه ورځ ده، یاترعقیقې مخکي یا ترعقیقې وروسته په دې ټولو کي جواز لري.
 
ښه او غوره نومونه او مکروه نومونه:
 
پر مور او پلار لازمه ده، چي د خپلو زامنو له پاره ښایسته اوغوره نومونه خوښ کړي، ځکه د یو شخص نظر او عقیده هم د هغه په نامه کي څرګندیږي، له همدې امله په احادیثو کي په ځانګړي ډول په دې هکله لارښووني راغلي دي او د ښو نومونو و انتخاب ته ئې خلک هڅولي دي همداسي د هغو نومونو د ایښوولو څخه منع راغلې ده، چي معنی او مفهوم ئې بد او د شرک بوی ورڅخه راولاړیږي.
 
پاملرنه باید وسي، چي د کوچني نوم داسي وي، چي انسان ددې نوم تر اورېدو او د معنی او مفهوم تر پوهېدو وروسته خوشحاله سي او داسي احساس وکړي، چي دا ډېر ښه نوم دی؛ له همدې امله پر کوچني باید داسي نوم نه کښېښوول سي، چي د هغه څخه د کوچني شخصیت زخمي او خلک د هغه نوم په مسخره ونیسي، باید دا ومنو، چي د کوچني پرشخصیت نوم زیات اغېز لري اوهر صفت چي د کوچني د نامه څخه په ذهن کي راګرځي هماغه صفت په کوچني کي د څرګندېدو زمینه برابروي، نو نباید د نافرمانو او سرکښو انسانانو نومونه پر خپلو اولادونو کښیږدو.
 
نبي کریم  صلی الله علیه وسلم  مسلمانان د ښو نومونو و انتخاب ته هڅولي دي او په هغه سره ئې امر کړی دی او فرمایلي ئې دي: د قیامت په ورځ تاسو په خپلو نومونو او د خپلو پلرونو په نومونو سره رابلل کیږی؛ نو ښه نومونه انتخاب کړئ.(ابو داؤد)
 
ابن عباس  رضی الله عنها د نبي کریم  صلی الله علیه وسلم  څخه روایت کړی دی، چي فرمایلي ئې دي:... د زوی د حقوقو څخه پر پلار باندي یو دا حق هم دی، چي ښه نوم پر کښېږدي اوښه روزنه ئې وکړي. (بیهقي) 
 
ابوهریرة رضی الله عنه  ویلي دي: اولین سوغات چي پلار ئې خپل زوی ته ورکوي د هغه نوم دی؛ نو باید ښه نوم پرکښېښوول سي. ( کنز العمال)
 
ابن عباس رضی الله عنها روایت کوي، چي نبي کریم  صلی الله علیه وسلم  ښایسته نوم خوښاوه. (مسنداحمد)
 
د مسلم په روایت کي د ابن عمر  رضی الله عنها  څخه راغلي دي، چي نبي کریم  صلی الله علیه وسلم  فرمایلي دي: ستاسو هغه ډېر خوښ ترین نومونه و الله پاک ته عبدالله اوعبد الرحمن دي.
 
 
ناوړه او بد نومونه بدلول
 
مور او پلار باید د بدو نومونو د ایښوولو څخه چي د دوی د زامنو احترام او شخصیت پایماله کوي او د هغوی د پسخند او مسخره کېدو سبب ګرځي، په ټینګه ډډه وکړي.
 
امام ترمذي رحمه الله د عائشې  رضی الله عنها  څخه روایت کړی دی، چي نبي کریم  صلی الله علیه وسلم  ناوړه او بد نومونه بدلو ل، لکه د یوې نجلۍ نوم چي عاصیه وو په جمیله سره ئې بدل کړ. 
 
همدا راز مور او پلار باید د هغه نومونو د ایښوولو څخه ډډه وکړي چي مصیبت، بدبختي او بدشګون پکښي نغښتی وي او د کوچني د پاره د مصیبت راوړلو باعث ګرځي، لکه:حزن (غم )، زقوم (یو ډول درخته ده، چي دوږخیان به د هغې څخه خوراک کوي ) او داسي نور....
 
د ښو نومو په اړه یوه نقطه
 
همدارنګه ضرور ده، چي هغه نومونه هم پر اولادونو کښېنــــښوول سي، چي د برکت او خیر معنی ځیني ځرګندیږي، ځکه د هغه کوچني د نه موجودیت په صورت کي یو ډول بې خیري او نا مبارکي څرګندیږي، مثلا: که د یو چا نوم افلح یا صادق وي، کله چي څوک پوښتنه وکړي، آیا په کور کي صادق یا افلح سته، په جواب کي ورته وویل سي، يا نسته ؛ نو یو ډول نا مبارکي او بې خيري دې کور ته تلفي کیږي، داسی انګېرل کیږي، چي ددې کور څخه خلاصون اورښتینولۍ کډه کړې ده.
 
دسمره بن جندب رضی الله عنه څخه روایت دی، چي... نبي کریم  صلی الله علیه وسلم  د یسار، رباح نجیح او افلح د نومونو د ایښوولو څخه منع کړې ده، ځکه د نه موجودیت په صورت کي نا مبارکي او بد فالي مينځ ته راوړي.( ترمذي او ابوداؤد)
 
د هغو نومونو ایښوول، چي په الله پاک پوري خاص دي، لکه: صمد او خالق- په یوازي توګه ایښوول روانه دي، مګر که د عبد کلمه ورسره یوځای سي بیا پروا نه کوي، لکه: عبدالصمد يا عبدالخالق.
 
 همداراز باید د هغو نومونو د ایښوولو څخه ډډه وسي، چی د عبودیت او بندګۍ معنی د الله پاک پرته بل چاته راجع کیږي، لکه: عبدالعزی، عبدالکعبه، عبدالنبي، عبدالحسین او عبدالرضا.... چي ددې نومونو پر حرام والي باندي د علماءکرامو اتفاق دی.
 
 مور او پلار باید د هغو نومونو د ایښوولو څخه هم ډډه وکړي، پر عشقي مفاهیمو ولاړوي او یا د پردیو څخه را اخیستل سوي وي، لکه: هیام (سرګردان او عاشق ) او هیفا ( باریکه ملا والا )، ځکه اسلامي امت د ټولو ملتونو او ټولنو په مينځ کي یو ځانګړی او متمایز امت دی او د خپل هویت اوځانګړنو له مخه پېژندل کیږي، دا ډول نومونه او د پردیو نومونه ایښوول د اسلامي امت اعتبار داغداره کوي او د هغوی هویت او معرفت له مينځه وړي او معنویات ئې تر پښو لاندي کوي.
 
د ښو نومونو د انتخاب له پاره لارښوونی:
 
مور او پلار کولای سي، د خپل نوي کوچني د نوم ایښوولو له پاره د لاندي لارښوونو څخه کار واخلي او عملي ئې کړي. 
 
الف- ډېر غوره نوم هغه دی، چی د الله پاک نومونه ته مضاف وي، لکه: عبدالرحمن، عبدالرحیم او عبدالله یا د یو پیغمبر نوم وي، یا د صحابي نوم وي او یا د قرآن کریم د کلماتوڅخه را اخیستل سوی وي.
 
ب- لنډ او ساده نوم وي چي حروف ئې لږ او یادول ئې اسانه او په زړه پوري وي. 
 
ج- متناسب اوښه معنی لرونکی نوم وي او د کوچني د شخصیت سره برابر وي، په دې ډول، چي دده د همزولو او د همدغي ټولني او ملت په مينځ کي رایج او مشهور وي او دده د کورنۍ سره سمون خوري.
 
 پر مسلمانانو لازمه ده، چي د هغو نومونو د ایښوولو څخه ډډه وکړي، چي د غرب څخه راغلي وي او یا د اسلامي تاریخ په اوږدو کي مسلمانانو د هغو نومونو څخه ګټه نه وي پورته کړې. داسي نوم دي خوښ سي، چي د هغه د عمر د ټولو دورو سره سمون ولري.
 
ماخذ: تعلیم الاسلام مجله: ۲۰ ګڼه
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته