تازه سرليکونه
د (فکري پوهنه) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د سیکولرزم د ظهور اسباب او نړۍ ته زیان
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  January 29, 2019
  0

ژباړه او ټولونه: اسد الله انعام / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

 

۱-۳: د فرانسې انقلاب
د کليسا د منحرف دين او د يهودو د دسيسو په نتيجه کي دې ته لاره هواره سول، چي اروپايي قومونه له کليسا څخه خپله خپلواکي تر لاسه کړي، خاصتا د فرانسې ټولنه.

 

دا خپله کليسا وه، چي داسي غبرګون ته ئې زمينه مساعده کړل، د فرانسې د انقلاب په پيل کي نصراني منحرف دين چي له علم سره ئې دښمني شروع کړې وه او دين ئې د کليسا تر چاردېوالی پوروي محدود کړی وو، ګوښې ته کړل سوه او په (۱۷۸۹ م) کي د فرانسي انقلاب رامينځ ته سو او کاميابه سو، کاميابو کسانو د کليسا اموال مصادره کړل، د دوی لخوا ځانته اخيستل سوي ټول امتیازات ئې لغوه کړل او د ديني عقايدو سره ئې په سختۍ او ښکاره مقابله او جګړه پيل کړل، چي دا د علمانيت په تاريخ کي تر ټولو مهمه پېښه ځکه بلل کيږي، چي د همدې منفوري عقيدې اساسات د اروپايي ژوند پر ټولو اړخونو تطبيق سول او د فرانسې تر انقلاب وروسته همدا لړۍ نورو هيوادونو ته سره وغځېدل او د سيکولريزم د خپرواوي سبب سول.

 

۱-۴: د نصراني تعليماتو چلند
نصراني تعليمات په وروستيو کي داسي جامد ګرځېدلي وه، چي د ژوند هيڅ بوی نه پکښي تر سترګو کېده. د مثال په ډول په نصرانيت کي داسي راغلي دي: که چا پر راسته باړخو چپلاخه درکړه، نو هغه بل طرف ته ورته ونيسه، چا چي ستا سره د دښمنۍ اراده درلوده او ستا څخه ئې جامه واخيسته نو پټو هم پسي ورپرېږده، که چا ته يو ميل فاصله بېګار کړې، نو ته ورسره دوه ميله ولاړ سه....

 

د اروپا په ژوند کي داسي نظريات نور ډېر زيات هم موجود وه، چي د وخت له ظروفو او د ژوند د واقعيت څخه ئې دوی لېري کړي ول او له امله ئې د دين څخه د تعلق شکولو لپاره دوی ته زمينه مساعده سول.

 

۱-۵: د يهودو کوښښونه
دا خبره له امکانه هيڅ وتلې نه ده، چي د دې بلني (پر غيري ديني بنسټونو د ژوند برپايه کولو) تر شا د يهودو لاس وو، ځکه دا د دوی د واک لاس ته راوړلو لپاره ښه وسيله ده او بل دا چي دا يوه داسي پرده ده چي د دوی او د مځکي د افرادو تر منځ درېدای او حائلېدای سوای، له همدې امله د کليسا د راپرځولو يو عمده سبب د يهودو د دسایسو او کوښښونو نتيجه ده. (۷: ص:۱۸)

 

۱-۶: غولوونکي شعارونه، عام اهداف په نښه کول او نړۍ ته زیان
سیکولرزم ته هغه مهال لويه کاميابي حاصله سول، کله چی ئې دې هدف ته د رسېدلو لپاره ځانته د انسانيت نجات ورکوونکي شعارونو استعمالول پيل کړل. 

 

خلکو ته ئې دا وښوول چي سیکولرزم يعني: حريت، بشري حقوق، د ښځي سره انصاف، مادي، سیکولرزم يعني علمي، مادي او تکنولوجي پرمختګ، سیکولرزم يعني د پرمختک او هوسايني منبع او سیکولرزم يعني د شخړو او ديني تعصبونو خاتمه....

 

دا ټول هغه کاذب او غولوونکي شعارونه وه، چي جهال په وغولول سول، دا ګمان ئې وکړ، چي سیکولرزم یا علمانيت د اختلاف او تفرقې منع کوونکي دی.

 

پورته شعارونه نه يوازي دا چي حاصل نه سول، بلکي نړۍ ئې له روحي پلوه بې روحه، ناکراره، د شخړو راولاړوونکې او د ملتونو تر منځ د همېشني اوربلولو لور ته راوايستل.

 

دا بديهي او معروفه خبره ده چي د ننييو علومو (کيميا، طب، فزيک او نورو....) پيل هغه مهال سوی وو، چي د علمانيت او سيکولريزم کلمه چا اورېدلې لا نه وه، دا مادي علوم د علمانيت پايله نه ده، بلکه دا د مسلمانانو د هغه علمي زيار نتيجه وه، چي په اسلامي نړۍ کي ئې د خپلو علمي پانګو په مرسته نړۍ ته وړاندي کړی وو نړۍ ته تدريساوه.(۱۹: ج:۱، ص:۱۴۸)


صحيح دين هيڅګله د پرمختګ مخه نه ده نيولې، د پرمختګ مخه خو د علمانيت د پيدايښت څخه وروسته ونيول سوه، اروپايي استعمار چي د وروستيو دريو پيړيو په جريان کي ئې د علمانيت هر امر هضم کړی وو، نه يوازي دا چي نړۍ ئې د وژونکو او وينه بهونکو جنګونو سره مخ کړه، بلکي په شلمه پېړی کي ئې د دوو نړيوالو جنګونو رهبري هم تر غاړي وه، چی پکښي ميليونونه- ميليونونه کسان ووژل سول!!

 

 د اتومي سلاح ګانو جوړول چي د مځکي د آبادولو لپاره نه بلکي د هغۍ د ورانولو لپاره جوړي سوي وې هم د همدې سيکولر حکومتونو ابتکار وو!! ددې تر څنګ ئې نړۍ د تر ټولو رذيله اخلاقو په کولو عادي کړل، مختلف جرائم لکه غلا، قتل، غصب، زنا بالجبر، فاحش خانې، خپل منځي شخړي او اختطافونه رامنځ ته سول، نړۍ عالمي فقر او وژونکو امراضو پر سر واخيستل، دا د هغو غولوونکو شعارونو تر شاء پراته خطرات وه، چي اولسونه ترې ناخبره وه او د سیکولرزم د رنګينو خو زهرجنو عنوانونو تر تاثيرلاندي راتللو وروسته د سيکولريزم غېږي ته ورودانګل او د هغه بې معاشه اجيران سول.

 

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــ

نړیواله رهبري او د ساینس مخکښ تمدن

لومړی پوهنتون مسلمانانو تأسیس کړ!
HP Chief's on Islamic Civilization
په عصري علومو کي د مسلمانانو ونډي
په اروپا کي د مسلمانانو د بریاوو تاریخ
نړۍ بیله مسلمانانو! ساینسي اختراعات

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته