تازه سرليکونه
د (معاصر علماء) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د سید جمال الدین افغان مليت او آندونه (۲)
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  April 10, 2018
  0

لیکنه او څېړنه: استاد عبدالغفار جُبیر / تعلیم الاسلام ویب پاڼه


د علامه شاګردان، ملګري او نور... دده په هکله څه وايي؟
۵: خپله ایرانیان دا مني چي هغه افغان وو، په دې کي مدرسي چهار دهي، ابراهیم صفایې، شیخ عباس قمي، سید محمد علي آستانه او نور ایرانیان علامه سید جمال الدین افغاني د سید صفدر زوی او افغاني بولي.


۶: مفتی محمد عبده د سید جمال الدین افغاني ځانګړی ملګری او ډېر پیاوړی شاګرد وو هغه د علامه افغاني صاحب فارسی رساله (حقیقت مذهب نیچري و نیچریان) و عربي ته ژباړلی او په سریزه کي لیکي: سید جمال الدین افغاني د افغانانو د هیواد په یوه مخوره کورنۍ پوري اړه لري.


۷: د علامه افغاني صاحب او محمد عبده نامتو شاګرد سید رشید رضاء مصري د (المنار) چلونکی پخپل تالیف (تاریخ الاسلام) کي لیکلی دي: سید جمال الدین افغاني د اسعد آباد په نامه د کنړ د سیمي په یوه کوچني کلی کی پیدا سوی دئ.


۸: د علامه افغاني صاحب یو بل پیاوړی شاګرد امیر شکيب ارسلان پخپل کتاب (الحاضر العالم الاسلامي) کي پر دې موضوع باندي اوږدې خبرې کړیدي او لیکي: سید جمال الدین افغاني د افغانانو په هیواد کي د کنړ په سیمه کي پیدا سوی دئ.


۹: نامتو مصري ادیب جرجي زیدان په (مشاهیر الشرق) کي لیکي: سید جمال الدین افغاني د اسعد آباد په نامه په یوه کلی کي چي د کنړ د اړوند کلیو څخه دئ پیدا سوی دئ.


۱۰: یو بل مصری ادیب عبدالرحمن رافعي په خپل تالیف (تاریخ حرکت قومي) کي لیکي: سید جمال الدین افغاني د اسعد آباد په نامه په یوه کلي کي پیدا سوی دئ دا کلی د کابل د کنړ په سیمه کي پروت دئ.


۱۱: همدارنګه ابراهیم مصطفی الوکيلي پخپل کتاب (مفاخر الاجیال) کي لیکي:
سید جمال الدین د اسعد آباد په قریه کي چي د کنړ یوه سیمه ده پیدا سوی دئ. 


۱۲:  د علامه افغاني د لیکنو د مجموعې (عروة الوثقی) اوډونکی مصطفی عبدالرزاق د کتاب په سریزه کي پر دې مسئلې باندي ژورې خبرې کړي دي او لیکي: سمه خبره دا ده چي سید جمال الدین افغاني، افغانی دی او همدا خبره علامه هم کړیده.


۱۳: ولفرډبلنټ د سید جمال الدین افغاني مخلص دوست او ملګری وو او د علامه افغاني په هلو ځلو کي یې کارنده برخه اخیستې وه هغه په خپلو کتابونو (History of the British occupation of Egypt) او نورو کتابونو کي لیکلی دي چي سید افغاني دئ او په افغانستان کي پیدا سوی دئ.


۱۴: هانس کهان پخپل کتاب (History of Nationalism in the East) کي لیکي:
خپله سید ویلي دي چي زه په ۱۸۳۸ میلادئ کال کي په افغانستان کي پیدا سوی یم.


۱۵: چارلس ایډمز په (Islam and Modernism in Egypt) کي لیکلي دي:
سید علامه افغاني د افغانستان د اسعد آباد په نامه په یوه کلی کي پیدا سوی دئ.


۱۶: د افغاني د افغانيتوب لپاره همدا بس ده چي دئ پخپله هر ځای افغاني وو، هم په ترکيه کي، هم په مصر کي، هم په فرانسه کي، هم په روسیه کي، هم په ایران کي او هم هر ځای.


۱۷: سید علامه افغاني یو مهر د مربع په شکل سره درلودئ چي پر خپلو ټولو لیکنو باندي یې واهه ددې مهر په هکله په آریانا دایرة المعارف کي لیکي دي:


په ۱۸۶۵ میلادي کال کي سید له مشهده وځي او تهران ته ځي او له همدې وخت نه یې ادبي علمي رسالې په خپل قلم رانقلوي او پر لیکي:


((جمال الدین الحسینی الاستنبولی الافغاني الکابلی)) او خپل مربع مهر ورباندي لګوي.


که و دې مهر ته وکتل سي نو دده په هغه وخت کي نسبت د ایران څخه استانبول لا ورته قدرمند وو، دا ځکه چي په هغه وخت کي استانبول د اسلام مرکز وو، ده خپل ځان کابلی په دې باله چي کابل مشهوره وو او کنړ داسي شهرت نه درلودئ او بل دا چي کنړ و کابل ته نژدې وو، افغاني صاحب ځان په دې کابلی بولي چي افغان دئ، نو که چيری دی ایرانی وای نو پکار دا وه چي د افغاني پر ځای یې ایرانی لیکلی وای.


۱۸: کله چي د علامه سید افغاني په ژوند کي ده دا ګنګوسې واوریدلې چي خلک و ده ته ایرانی وایي نو له دې مودې راهیسي يې کابلی او استانبولي لیري کړ او تل یې د خپل نامه سره ((افغاني)) لیکه.


۱۹: د علامه سید جمال الدین افغاني رحمة الله علیه ملیت او جنسیت لا هغه وخت ښه په بین المللي ډول سره معلوم سو چي کله په (۱۹۴۴) میلادي کال کي دده جسد د ترکيې څخه د افغانستان و مرکز کابل ته راوړل سو او هلته د کابل نړیوال پوهنتون ترڅنګ د علي اباد په منطقه کي ښخ کړل سو. هلته ولي ایران دعوه نه کوله؟ دا ځکه چي ایران پوهیدئ چي هغه افغانی دئ.


۲۰: شارل آدمس پخپل کتاب (الاسلام والتجدید) کي لیکي:
سید جمال الدین د افغانستان کابل ته نژدې په اسعد آباد کي پیدا سوی دئ.


سید علامه جمال الدین افغاني رحمة الله علیه تل کوښښ کاوه چي اسلامي امت د غربي عیسایې ښکېلاک په مقابل کي یو موټی کړی او دې ته یې توجه نه ورکول چي دا څوک دئ؟ د کوم ځای دئ؟ سید چي د هرځای دئ دا د هغه په شخصیت او ستر توب کي کوم تغیر او توپیر نه راولي د هغه خپله وینا ده:


((هیچ احتیاج به این ندارم که خود رابه یک ملتی نسبت دهم هر ملک ملک ماست که ملک خدا ما است))
هغه د اسلام پر نړۍ والو بنسټونو قایل وو، هغه د ټولې اسلامي نړۍ لارښوونه کوله هغه د مسلمانانو د ویښتا، سیاسي ازادۍ او ددین د پیاوړتیا لپاره هلې ځلې کولې.


نور بیا...

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته