تازه سرليکونه
د (خاتم النبيين ﷺ) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
نبي کریم ﷺ د غیري مسلمانانو پوهانو په آند
  تعلیم الاسلام
  December 6, 2017
  0

لیکنه او څیړنه: مولوي عبدالغفار جبیر / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

د جان ګلب په آند

کومه اتلوالي، صداقت او ښېګڼې چې د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم په کتاب کې شته؛ نه دعیسایي نړۍ په بایبل کې، نه د هندوانو په مقدسو نسخو کې  او نه هم د بل مذهب په سپېڅلو پا ڼو کې شتون لري، د ده اغیزې په زرهاوو میله لیرې،  زرهاوو خلکو ته ورسېدې، چې له دې سره موږ هیڅ شی نشو مقایسه کولی.


امريكايى مؤرخ ويل دورانت د نبي کريم صلی الله علیه وسلم په هکله څه وايي؟

حضرت محمد صلی الله علیه وسلم په یوه مسکینه کورنۍ کې پیداشوی دی، ده په داسې سیمه کې دنیا ته سترګې وغړولې؛ چې درې برخې یې صحرا وه، زیات خلک یې شپانه وو، هیچا داسې فکر او اټکل نشو کولی چې دا صحرايي خلک دې په یوه پیړۍ کې نیمه آسیا، ټوله فارس، مصر، شمالي افریقا، هسپانیه او نیمه مدیترانه فتحه کړي.


 “كه په خلكو كې د دغه لوى انسان د اغيزو كچې ته ځير سو، نو وبه وايو چې محمدصلی الله علیه وسلم تر ټولو لوى انسان ؤ. هغه هڅه كوله د داسې قوم علمي او اخلاقي كچه لوړه كړي، چې د بيديا وچ چاپيريال وحشي روزلي وو. پدې لاره كې يې دومره برياوې لاس ته راوړې، چې د ګردو مصلحانو تر برياوو پورته وې. هغه د صحرا له خورو ورو بت پرستو پرګنو څخه واحد امت جوړ كړ، هغوى ته يې له يهوديت، عيسويت او د عربو له پخواني دين څخه غوره دين راووړ. ساده، روښانه، او پياوړى دين چې په يوه پيړۍ كې په سلو جګړو كې بريالي او ستره امپراطوري يې رامنځ ته كړه او تر اوسه همغه مهم ځواك دى چې په نيمه نړۍ باندې اغېزه لري” (۱)


دين پيژندونكې كيرن ارمسټرانګ د نبي کريم صلی الله علیه وسلم په هکله څه وايي؟

دا د محمد صلی الله علیه وسلم یوه معجزه وه چې پخپل مقصد کې کامیابه سو، له ده څخه وروسته د عربو ځلانده تاریخ نوی باب پیل کړ.

كه محمد صلي الله عليه وسلم ته په داسې نظر وګورو چې د تاريخ لويې څهرې مطالعه كوو، نو وبه منو چې هغه ستر نابغه ؤ، دا مقام هغه ته د قرآن د راوړلو يا د ستر دين د بنسټ ايښودلو او پوځي فتوحاتو له امله نه وركول كيږي، بلكې د هغو شرايطو له مخې به یې وركوو، چې ده پكښې وده وكړه، مبارزه يې وكړه او بريالى شو.” (۲)

 

مېجر اې ليونارد (Major A. Leonard) دنبي کريم صلی الله علیه وسلم په هکله وايي:
حضرت محمد صلی الله علیه وسلم پر ځمکه باندې یواځنی کس ؤ چې خدای پیدا او د خدای لپاره یې ځان وقف کړ او په داسې سپیڅلو روحیاتو یې دا کار سرته ورساوه چې هیڅ شک په کې شتون نلري. (۳)

 

1 (The Influence of Muhammad on World History)

 

2 (Muhammad - A Biography of the Prophet page 53-54)

 

3 (Islam, its Moral and Spiritual Values, p. 9; 1909, London)

 

ماخذ: نبي کریم صلی الله علیه وسلم د غیر مسلمانانو پوهانو په آند

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته