تازه سرليکونه
د (اولياء کرام) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
شیخ عبدالقادر جیلاني ته د شیطان فریب او دوکه
  تعلیم الاسلام
  November 4, 2017
  0

پښتو ژباړه: عزت الله کوټوال / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

يوه ورځ له اسمانه ناګهانه غږ وشو يا عبدالقادر جیلاني تا ته ستا د ډیر عبادت او ریاضت په وجه بخنه وشوه، اوس نو ستا خپله خوښه ده که نور عبادت کوې او که نه.

 

کله چې ده رحمه الله  دغه اواز واورید نو د قرآن مجید دغه ایات یې مخ ته شو: " وَاعْبُدْ رَبَّكَ حَتَّىٰ يَأْتِيَكَ الْيَقِينُ " سورة حجرات ایات (۹۹)

یعني الله جل جلاله رسول الله صلی الله علیه وسلم ته فرمایلي:
یاحبیبه تر هغه وخته زما عبادت کوه ترڅو چې مرګ درته راشي او وفات شې.

 

شیخ صیب وویل د الله پاک رسول صلی الله علیه وسلم ته تر مرګه د عبادت حکم شوی او ماته اوس داخبره کیږي، حقیقت کې داشیطان ملعون دی، چې مادوکه کول غواړي.

 

سم دلاسه ېئ ( أعوذ بالله من الشیطان الرجیم) وویل، اسمان ته يې چې وکتل یو سره لوخړه ( لمبه ) پورته لاړا او ختمه شوه.


په دغه وخت شیطان بیا غږ وکړ شیخه په علم رانه بچ شوې ورنه اوس به ګمراه شوی وی.

 

شیخ وویل:  " لاحول ولاقوة الابالله "

د خدای په فضل درڅخه بچ شوم ، ملعونه .

 

دې ویلو سره  د ابلیس دوهمې دوکې هم کار ونه کړ او ذلیله لاړ.

ماخذ: ( تعلم الدین ، صفحه ۸ د حضرت حکیم الامت اشرف علي تهانوي رحمةالله علیه/ شذرات الذهب في أخبار من ذهب, سنة إحدى وستين وخمسمائة: ۲۰۰/۴)

 

 

شیطان چې له کومه وخت ملعون شوی نو له هغه وخته يې قسم کړی چې د انسانانو دګمراه کولو لپاره به له مختلفو لارو راځي او د دوې د ګمراه کولو لپاره به په هره لار کې کیني او د دوکې او وسوسې جالونه به ورته خوره وي، خو شیطان خپله د هغه خلکو چې د الله جل جلاله نیک بندګان دي استثناء کړې.

 

" قَالَ فَاخْرُجْ مِنْهَا فَإِنَّكَ رَجِيمٌ " [سُوۡرَةُ الحِجر : ۳۴]

پروردګار وفرمايل: ښه ده، ته له دې ځايه وځه،  ځكه چې ته رټل شوى یې.

 

" وَإِنَّ عَلَيْكَ اللَّعْنَةَ إِلٰى يَوْمِ الدِّينِ "

او اوس د جزا تر ورځې پورې پر تا لعنت دى.

 

" قَالَ رَبِّ فَأَنظِرْنِىٓ إِلٰى يَوْمِ يُبْعَثُونَ "

هغه عرض وکړ: "زما پروردګاره! چې دا خبره ده، نو ته ما ته تر هغې ورځې پورې مهلت راکړه چې ټول انسانان دوهم ځل راپاڅول شي.

 

" قَالَ فَإِنَّكَ مِنَ الْمُنظَرِينَ "

(الله جل جلاله) وفرمايل:  ښه ده ، تا ته تر هغې ورځې پورې مهلت دى.

 

" إِلٰى يَوْمِ الْوَقْتِ الْمَعْلُومِ "

چې د هغې وخت موږ ته معلوم دى.

 

" قَالَ رَبِّ بِمَآ أَغْوَيْتَنِى لَأُزَيِّنَنَّ لَهُمْ فِى الْأَرْضِ وَلَأُغْوِيَنَّهُمْ أَجْمَعِينَ "

هغه وويل: "زما پروردګاره!  څنګه چې تا زه بې لارې کړم، په هماغه شان به اوس زه په ځمکه کې د دوى لپاره د غولوونكو وسايلو په وړاندې كولو، دوى ټول بې لارې کړم.

 

" إِلَّا عِبَادَكَ مِنْهُمُ الْمُخْلَصِينَ " [سُوۡرَةُ الحِجر : ۴۰]

پرته ستا له هغو بندګانو څخه چې تا له دوى څخه خالص کړي وي.

 

د شیخ عبدالقادر جیلاني وعظ خپل خلیفه ته
د شیخ عبدالقادر جیلاني (رح) څو ویناوي

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته