تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
ایا عذابونه یوازي پر مسلمانانو راځي؟
 
  August 2, 2017
  0

 بسم الله الرحمن الرحیم

لیکنه: عبدالسلام حنفي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه  

بعضي غرض لروونکي کسان یا سیکولران دا سوالونه کوي چي نن ولي مسلمانان د مشکلاتو او تکلیفونو سره مخ دي او یواځي په مسلمانانو باندي عذابونه راځي او د دوی په هیوانو کي جنګونه دي او په کافرانو باندي ولي عذابونه نه راځي یا دوی ولي په داسي مشکلاتو کي نه دي راګیر؟  

جواب:

 د الله جل جلاله قانون او طریقه دا ده چي د ټولنیزو ګناهونو په سبب عذابونه رالیږي او هر چا ته شامل دي خو ددې قانون له مخي دا ضروري نه ده چي عذاب او آفت یو قسم وي او یا دي ټولو ته یو شان وي بلکي الهي عذابونه مختلف اشکال لري او په زیاتره سیمو کي د طبیعت سره برابر وي. 

طبعي عذابونه
 
که د غرونو خلک اوسیدونکي سرکښي وکړي د زلزلې او یا آتش فشان له عذاب سره مخ کیږي او که د هواري سیمو خلک سرکښي وکړي د وچ کالۍ او باران نه کیدلو بادونو سره مخ کیږي او که د ساحلي سیمو خلک  سرکښي وکړي له سمندر د طوفاني کیدلو سره مخ کیږي .
 
ځیني خلک داسي عذابونه مادي اسبابو ته منسوبوي لیکن داسي ګمان کول د داسي کسانو د فهم او ایمان قصور دی ځکه چي د مادي اسبابو څخه مخکي شرعي اسباب موجود دي چی تر مادي اسبابو ډیر قوي دي، لکه الله جل جلاله چي فرمايي:

 (ظَهَرَ الْفَسَادُ فِي الْبَرِّ وَالْبَحْرِ بِمَا كَسَبَتْ أَيْدِي النَّاسِ). 
ژباړه: د خلکو د کړوړو په سبب په وچه او سمندر کي فساد (خرابۍ او ستونزي) راښکاره شوی. 
 

او که په ځینو خلکو باندي سره د ګناهونو عذابونه رانشي نو معنا به یې دا وي چي هغو خلکو ته به الله جل جلاله مهلت ورکړی وی تر څو په خپله سرکښۍ کی ښه د تباهي لور ته ولاړ شي ، لکه څرنګه چي الله جل جلاله فرمايي:

(وَالَّذِينَ كَذَّبُوا بِآيَاتِنَا سَنَسْتَدْرِجُهُم مِّنْ حَيْثُ لَا يَعْلَمُونَ. وَأُمْلِي لَهُمْ ۚ إِنَّ كَيْدِي مَتِينٌ)
ژباړه: او هغه کسان چي زموږ د آیتونو تکذیب یي کړی دی زر ده چي هغوی درجه په درجه د تباهي لور  ته راکش کړو په داسي طریقه چي دوی نه پوهیږي او زه ورته مهلت ورکوم بیشکه چي زما تدبیر کلک او محکم دی.

د داعیانو او توبه ګارو کسانو شتون
 
او په هغو سیمو یا هیوادونو کي چي ستا په نظر يي اوسیدونکي  له هغو خلکو زیات بد کار دي په کومو چي عذابونه راځي او په هغوی باندي عذابونه نه راځي کیدی شي چي  هلته په نیکیو  باندي امر کوونکي او له  بدیو څخه  منع کوونکي کسان موجود وي او یا هلته توبه کوونکي کسان شتون ولري . او یا دا چي د هغه ځای د خلکو ګناهونه به د عذاب راتللو درجې ته نه وي رسیدلي دا ځکه چي ګناهونه هم یو تر بله توپير لري تاسي نه ګوری چی کفر تر ظلم غټه ګناه ده لیکن  د ظلم انجام  له کفر څخه بد دی.

معنوي عذابونه
 
او دا چي دا عذبونه ولي په ډیرو بد بختو خلکو باندي نه راځي ځواب يې دا دی چي په ټولو حالاتو کي عذاب راتلل ظاهري بڼه نه لري بلکي بعضي داسي عذابونه هم شته چي معنوي اړخ لري او تر ظاهري عذابونو ډیر خطرناک وي او د ژوند په مادي اړخ باندي بعضي غولیدلي کسان او یا کمزوري مسلمانان دا تصور کوي چي ولي مسلمانان  هر وخت د مشکلاتو او ستونزو سره لاس او ګریوان وي او کفري ټولنه ورڅخه خلاصه وي؟

 نو دغسي خلک دي  په دې لږ غور وکړي چي کفري ټولني او په ځانګړي توګه لویدیځ تهذیب د اخلاقي زوړتیا په وجه په داسي عذاب کي راګیر دی چي زموږ فقر، غریبي او مشکلات هیڅ ورسره پرتله کیدی  نشي! تاسي نه ګوری چي غربي ټولني د ایډز له ناروغي سره مخ شوې چی دا یو تباه کوونکی مرض دی، هلته کورنی نظام له منځه تللی دی او غربي انسان  د داسي پریشانۍ او سرګردانۍ سره مخ دی چي له امله يې د خپل ځان وژلو باندي هم صرفه نه کوي!

اخروي عذاب

او که چیرته الله جل جلاله په دې دنیا کی کفارو ته هر ډول نعمتونه ، راحتونه ورکړي هغه بیا د جنت له نعمتونو سره هیڅ کله نشي پرتله کیدلی کوم چي الله جل جلاله د مؤمینانو لپاره تیار کړي دي ، او که چیرته کفار هر څومره طاقت او قدرت پیدا کړي خو د الله جل جلاله په نزد باندي د دوی دا طاقت هیڅ دی لکه الله جلاله چي فرمايي:

 (فَأَهْلَكْنَا أَشَدَّ مِنْهُم بَطْشًا وَمَضَىٰ مَثَلُ الْأَوَّلِينَ)
ژباړه: پس موږ تباه کړل  له پخوانیو کافرانو څخه هغه چي ډیر سخت وو په قوت او زور کي  او تیر شوي دي مثال د اولینیو خلکو.

اړوند ګټوري لیکني:

د غربي نړۍ ورځنی انځور !
په کفري قانون کې د ښځې مقام
د ښځو ورځنی ژوند په غرب کي مارچ ۸
غرب: په کارځایونو کي جنسي زوروني
د نر او ښځي توپیر: په غرب کي د ښځو ونډه
د نر او ښځي توپیر: د طلاقو زیانونه (۱۹)
طلاق په کفري هیوادونو کي
په ایډز اخته او وژل سوي کسان
د شر او مصیبت د پیدایښت حکمتونه
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته