تازه سرليکونه
د (احکام) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
وتر درې رکعته یو ځای کول
 
  November 9, 2016
  0
ژباړه: مولوي احمد زاهد (کندهاري) / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

احناف درې (٣) رکعته وتر کوي او غير مقلدينو د يوه رکعت قائل دي، زموږ دلايل په دې باره کي هم ډېر زيات دي. 
 
١- دليل: 
د حضرت عائشې صديقې رضی الله عنها  يو اوږد حديث په کوم کي چي د رسول الله  صلی الله علیه وسلم  د تهجد د لمانځه ذکر دئ د هغه په آخر کي دا الفاظ دي: "ثُمَّ يُصَلِّىْ ثَلاَثًا" (بخاري، ج: ١، صـ: ١٥٤. مسلم، ج: ١، صـ: ٢٥٤) 

٢- دليل: 
عَنْ عَبْدِ الْعَزِيْزِ بْنِ جُرَيْجٍ قَالَ: سَئَلْتُ عَائِشَةَ  رضی الله عنها  بِاَىِّ شَيْئٍ کَانَ  يُوْتِرُ رَسُوْلُ اللهِ  صلی الله علیه وسلم ؟ قَالَتَ: کَانَ يَقْرَاُ فِى الْاُوْلٰى بِسَبِّحِ اسْمِ رَبِّکَ الْاَعْلٰى، وَ فِى الثَّانِيَةِ بِقُلْ يَا اَيُّهَا الْکَافِرُوْنَ، وَ فِى الثَّالِثَةِ بِقُلْ هُوَ اللهُ اَحَدٌ وَ الْمُعَوَّذَتَيْنِ. ( ترمذى ، ج:١، ص: ١٠٦)

ژباړه: د حضرت عبدالعزيز بن جريج څخه روايت دئ چي ما د حضرت عائشې رضی الله عنها  څخه وپوښتل چي رسول الله  صلی الله علیه وسلم  په وترو کي څه ويل؟ حضرت عائشې  رضی الله عنها  وفرمايل: چي په اول رکعت کي ئې "سبح اسم ربک الاعلى" وايه، په دوهم رکعت کي ئې "قل يا ايها الکافرون" وايه او په دريم رکعت کي ئې "قل هو الله احد، قل اعوذ برب الفلق او قل اعوذ برب الناس" وايه. 

 ٣- دليل: 
عَنْ سَعْدِ بْنِ هِشَامٍ اَنَّ عَائِشَةَ  رضی الله عنها حَدَّثَتْهُ اَنَّ رَسُوْلَ اللهِ  صلی الله علیه وسلم  کَانَ لَا يُسَلِّمُ فِىْ رَکْعَتَىِ الْوِتْرِ. ( نسائى، ج: ١، ص: ٢٤٨. مصنف ابن ابى شيبه، ج: ٢، ص:١٩٥. مستدرک  حاکم ، ج:١، ص: ٣٠٥)

ژباړه: د حضرت سعد بن هشام څخه روايت دئ چي ده ته حضرت عائشې  رضی الله عنها  دا بيان وکړي چي رسول الله  صلی الله علیه وسلم  د وترو پر دوو رکعتو باندي سلام نه گرځوي. 

٤- دليل: 
عَنْ اُبَىْ بْنِ کَعْبٍ  رضی الله عنه  اَنَّ رَسُوْلَ اللهِ صلی الله علیه وسلم  کَانَ يُوْتِرُ بِثَلَاثِ رَکْعَاتٍ. (نسائى، ج: ١، ص:٢٤٨)
د حضرت ابى بن کعب  رضی الله عنه  څخه روايت دئ چي رسول ا لله  صلی الله علیه وسلم  به وتر درې (٣) رکعته کول. 

٥- دليل: 
د حضرت عبدالله بن عباس  رضی الله عنه  څخه روايت دئ د کوم په آخر کي چي دا الفاظ دي: 
"ثُمَّ اَوْتَرَ ( رَسُوْلُ اللهِ  صلی الله علیه وسلم  ) بِثَلَاثٍ" ( مسلم، ج:١، ص: ٢٦١)

٦- دليل:
عَنِ ابْنِ عَبَّاسٍ  رضی الله عنه  قَالَ: کَانَ رَسُوْلُ اللهِ  صلی الله علیه وسلم  يَقْرَاُ فِى الْوِتْرِ بِسَبِّحِ اسْمِ رَبِّکَ الْاَعْلٰى، وَ قُلْ يَا اَيُّهَاالْکَافِرُوْنَ، وَ قُلْ هُوَ اللهُ  اَحَدٌ فِى رَکْعَةٍ رَکْعَةٍ. ( ترمذى،ج:١، ص:١٠٦) 
ژباړه: د حضرت عبدالله ابن عباس  رضی الله عنهما  څخه روايت دئ چي رسول الله  صلی الله علیه وسلم  د وترو په اول رکعت کي سورة الاعلى، په دوهم رکعت کي سورة الکافرون او په دريم رکعت کي سورة الاخلاص وايه. 

٧- دليل: 
عَنِ ابْنِ عَبَّاسٍ رضی الله عنه  قَالَ: کَانَ رَسُوْلُ اللهِ صلی الله علیه وسلم  يُوْتِرُ بِثَلَاثٍ. (نسائي، ج: ١، ص:٢٤٩) 
ژباړه: د حضرت ابن عباس  رضی الله عنه  څخه روايت دئ چي رسول ا لله  صلی الله علیه وسلم  وتر درې (٣) رکعته کول. 

٨- دليل: 
  عَنِ ابْنِ عَبَّاسٍ  رضی الله عنه  قَالَ: کَانَ رَسُوْلِ اللهِ  صلی الله علیه وسلم  يُصَلِّىْ مِنَ اللَّيْلِ ثَمَانِ رَکْعَاتٍ  وَ يُوْتِرُ بِثَلَاثٍ. (نسائى، ج: ١،ص: ٢٤٩)
د حضرت ابن عباس  رضی الله عنه  څخه روايت دئ چي رسول الله  صلی الله علیه وسلم  به ماښام اته رکعته (د تهجد) کول او وتر به ئې درې (٣) رکعته کول. 

٩- دليل: 
عَنْ عَلِىٍّ کرم الله وجه  قَالَ: کَانَ رَسُوْلُ اللهِ صلی الله علیه وسلم  يُوْتِرُ بِثَلَاثٍ.  (ترمذى،  ج: ١،  ص:١٠٦) 
ژباړه: د حضرت علي کرم الله وجه  څخه روايت دئ چي رسول الله  صلی الله علیه وسلم  به درې (٣) رکعته وتر کول. 

١٠- دليل: 
قَالَ الْقَاسِمُ وَ رَاَيْنَا اُنَاسًا مُنْذُ اَدْرَکْنَا يُوْتِرُوْنَ بِثَلَاثٍ.( بخارى، ج: ١، ص: ١٣٥) 
ژباړه: د حضرت ابوبکر صديق  رضی الله عنه  لمسى حضرت قاسم بن محمد رحمه الله  فرمايي چي د کله څخه چي موږ په ښه او بد پوه سوي يو د هغه وخت څخه موږ خلک وينو چي درې (٣) رکعته وتر کوي. 

١١- دليل: 
عَنِ ابْنِ عَبَّاسٍ رضی الله عنه اَنَّهُ کَانَ يُوْتِرُ بِثَلاَثٍ.(نسائي، ج: ٢، ص: ١٩٤) 
ژباړه: حضرت ابن عباس  رضی الله عنه  به وتر درې (٣) رکعته کول.

١٢- دليل: 
عَنْ عُمَرَ بْنِ الْخَطَّابِ  رضی الله عنه  اَنَّهُ اَوْتَرَ بِثَلاَثِ رَکْعَاتٍ لَمْ يَفْصِلْ بَيْنَهُنَّ بِسَلاَم.ٍ (مصنف ابن ابى شيبه، ج: ٢، ص: ١٩٤) 
د حضرت عمر بن الخطاب  رضی الله عنه  څخه روايت دئ چي هغه به وتر درې (٣) رکعته کول په مينځ کي ئې سلام نه گرځوي. 

١٣- دليل : 
  عَنْ اَنَسٍ  رضی الله عنه  اَنَّهُ اَوْتَرَ بِثَلَاثٍ لَمْ يُسَلِّمْ اِلَّا فِىْ آخِرِهِنَّ. (مصنف ابن ابى شيبه، ج: ٢، ص: ١٩٤) 
ژباړه: د حضرت انس  رضی الله عنه  څخه روايت دئ چي هغه به وتر درې (٣) رکعته کول او سلام به ئې په آخر کي گرځوي. 

١٤- دليل: 
عَنْ عُثْمَانَ بْنِ غَيَاثٍ  رحمه الله  قَالَ: سَمِعْتُ جَابِرَ بْنَ زَيْدٍ رضی الله عنه  يَقُوْلُ الْوِتْرَ ثَلَاثٌ. (مصنف ابن ابى شيبه، ج: ٢، ص: ١٩٤)
ژباړه: د عثمان بن غياث  رحمه الله  څخه روايت دئ چي ما د حضرت جابر بن زيد  رضی الله عنه  څخه واؤرېدل چي وتر درې (٣) رکعته دي. 

 ١٥- دليل: 
عَنْ سَعِيْدِ بْنِ جُبَيْرٍ  رضی الله عنه  اَنَّهُ کَانَ يُوْتِرُ بِثَلاَثٍ. (مصنف ابن ابى شيبه، ج: ١، ص: ١٩٤) 
ژباړه: د حضرت سعيد بن جبير  رضی الله عنه  څخه روايت دئ چي هغه به وتر درې رکعته کول. 


١٦- دليل: 
عَنْ  اَبِىْ اِسْحَاقٍ  رحمه الله  قَالَ: کَانَ اَصْحَابُ عَلِىٍّ  کرم الله وجه  وَ اَصْحَابُ عَبْدِاللهِ  رضی الله عنه  لَايُسَلِّمُوْنَ فِىْ رَکْعَتَىِ الْوِتْرِ. (مصنف ابن ابى شيبه، ج: ٢، ص: ١٩٥)

ژباړه: د حضرت ابو اسحاق  رحمه الله  څخه روايت دئ چي د حضرت علي کرم الله وجه  او حضرت عبدالله بن مسعود  رضی الله عنه  شاگردانو د وترو پر دوو (٢) رکعتو باندي سلام نه گرځوي. (بلکي د دريم رکعت څخه وروسته ئې سلام گرځوي) 

١٧- دليل: 
عَنِ الْحَسَنِ  رحمه الله  قَالَ: اَجْمَعَ الْمُسْلِمُوْنَ عَلٰى اَنَّ الْوِتْرَ ثَلاَثٌ لَا يُسَلِّمُ اِلاَّ  فِىْ آخِرِهِنٍّ. ( مصنف ابن ابى شيبه. ج:٢، ص:١٩٤) 
حضرت حسن بصري  رحمه الله  فرمايي چي د ټولو مسلمانانو پر دې خبره اجماع ده چي وتر درې (٣) رکعته دي او سلام د دې درو په آخرو کي دئ. 

ماخذ: د غير مقلدينو اعتراضونه او د هغوى جوابونه د احنافو د دلايلو سره
مؤلف: مولانا احمد علي شيخ (شهداد کوټ)
 
-------------------------
په لمانځه کي رفع الیدین کول
د امام شا ته قرائت ویل
تر نامه لاندي لاسونه نیول
 
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته