تازه سرليکونه
د (احکام) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
ځان او بل ته ضرر رسول حرام دي
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  January 20, 2021
  0

ځان او بل ته ضرر  رسول حرام دي


لیکنه : نصیب الله /تعلیم الاسلام ویب پاڼه


له ابی سعید سعد بن مالک سنان خدری(رض) نه روایت دی چې رسول اکرم (ص) فرمایلي«لا ضرر ولا ضرار»(رواه مسلم/۲۵۷۷)


ژباړه: په اسلام کي خپل ځان او بل ته ضرر رسول حرام دي ،

یعنې : مه خپل ځان ته ضرر رسوه او مه بل چاته.


تشریح: دا حدیث شریف په دین کې یوستر اصل دی ، ځینې کسان داسې وي چې ځان ته دضرر رسولو په وسیله د بل څخه ضرر دفع کوي ،

 

یعنې:  نورو ته ضرر نه رسوي خو خپل ځان ته ضرر رسوي، اوځینی بیا د خپل ځان د ګټې لپاره له خپل ځان څخه ضرر دفعه کوي خو نورو ته ضرر رسوي چي دا دواړه حرام دي ،«لاضرر»:خپل ځان ته ضرر رسول حرام دي، «ولا ضرار» :او بل چاته ضرر رسول حرام دي.


ماخذ : محمدي ملغلري.


www.taleemulislam.net

 

سرته