تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د هوښیارانو ځانګړتیاوي
 
  January 6, 2017
  0
لیکوال: علي الله متوکل الرحمن / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

کچیري هوښیار و اوسي نو د ژوند ټولي چاري؛ دیني، اقتصادي او ټولنیزي  به حل سوي وي، او نور خلک به د کامیابۍ د موندلو لپاره ستا تمثیل کوي. د هوښیار کیدو او هوښیار معلومیدو لپاره د هوښیارانو دغه عادات خپل که:
 
۱.  دوی تعلیم کوي: تعلیم هغه روښنایي ده چي په مټ یې د پوه او ناپوه واټن معلومیږي. هوښیاران د تعلیم په مرسته ورځنۍ ژوند ښکلی کوي او د سبا لپاره پلان طرحه کوي.
 
۲. مشوري اخلي: که څه هم دوی یو عالم فکر او پراخه مطالعه لري خو بیا هم د نورو څخه مشوري اخلي تر څو د نقص او زیان په وخت کي د ملامتیا احساس و نه کړي.
 
۳. د خپلو غلطیو څخه زده کړه کوي: هوښیاران خپله غلطي بیا بیا نه تکراروي بلکي د کړو غلطیو څخه پند او درس اخلي.
 
۴. دوی منظم وي: هوښیاران د ژوند په ټولو امورو کي منظم وي، د ژوند د لوړو او ژورو پر وخت ځان په کلکه کابو کوي. نه د زیاتي خوښۍ پر وخت خپل ځان غولوي او نه د پریشانۍ پر وخت خپل حواس د لاسه ورکوي.
 
۵. د ناکامۍ څخه نه بیریږي: هوښیاران په پوره میړانه، دلچسپۍ او پام سره د غر غوندي کلکو او لوړو کارونو پر خوا ور درومي او د کامیابۍ په امید د بیري او ناکامۍ لاسونه ور تړي.
 
۶. حق د اولیت پېژني: هوښیاران غیر ضروري کارونه او اضافي کارونه تر هغو کارونو شاته کوي چي د دوی لپاره اړین نه وي. 
 
۷. دوی د هوښیارانو لخوا رهنمایي کیږي: هوښیارانو د نورو هوښیارانو پر مشورو غوږ نیسي، د دعا طلب ځني کوي او مشکلات د هغوی و مخته ږدي.
 
۸. اړیکي ساتي: هوښیاران تل د ټولني د هر ډول وګړو سره اړیکي ساتي تر څو د مشکل په وخت کي تر شا لوی  فوځ ولري.
 
۹. پیسي نه مصرفوي: دوی همیشه ددې په هڅه کي وي چي د راتلونکي لپاره پلانونه ولري نو پلانونو ته د شکل ورکولو لپاره پیسو ته ضرورت سته، او هوښیارانو مخکي تر مخکي ورته بچت او سپما کړې وي. 
 
۱۰. دوی صابره وي: د الله جل شانه لخوا پر تقدیر باور لري او په کارونو کي د تدبیر څخه کار اخلي. د تاوان په وخت زیات فکرجن کیږي نه او د ګټي په وخت خپل پلانونه له پامه نه غورځوي.   
 
 -----------------------
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته