تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
افغان ولس ته!
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  October 12, 2023
  0

لیکنه: مولوي نورالحق مظهري/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

افغان ولس ته! 


تر اوسه خو الحمدلله اسلامي نظام ډېر ښه پرمخ روان دی او په ډېر لږ وخت کي د امنيت، اقتصاد، ښې حکومتولۍ، بياجوړوني، پخلايني، اصلاحاتو، ثبات، سياست او فرهنک سازۍ په برخو کي ډېر څه سوي دي که زموږ مسئولين همداسي په تعهد پر مخ روان وي ان شاء په ډېرو برخو کي به ښه ډېر پرمختګونه ولرو؛ خو ددې لپاره چي کار نور هم چټک، ګړندی او اساسي سي موږ ټول ولس بايد په هره برخه کي د نظام سره همکاري وکړو او چي په کوم شي کي زموږ مرسته د هيواد، خلګو او نظام په ګټه تمامیږي بايد يې و نه سپموو تر څو د الله تعالی شکر مو هم آداء کړی او خپل مسئولیت هم سر ته رسولی وی.


يو هيواد هغه وخت په هر اړخیز ډول جوړيږي چي خلګ او نظام يې څنګ تر څنګ ولاړ وي او يو د بل ستونزو ته رسيدګي وکړي.


د ولس او نظام تر مينځ د همکارۍ لپاره تر ټولو مهم عنصر اعتماد او باور دی چي نظام يې بايد پر خلګو او خلګ يې پر نظام ولري او هميشه پر مشترکاتو سره راټول سي.


تفردات، اضطراري حالات، ځيني مصلحتي بېړني فرامين، تدريجي اجراات او ظاهرا لنډ مهالي خنډونه او ننګوني بايد ملت او دولت سره جلا نکړي بلکي نظام ته اجازه ورکړل سي تر څو په لاس راغلي فرصتونه غنيمت وشميري او ښه استفاده ورڅخه وکړي.


www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته