تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د کامیابه خلګو ۹ عادتونه
  تعلیم الاسلام
  October 18, 2016
  0
ژباړه: عبدالقدیر پوپل / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
 
تاسو به هم کله فکر کړی وي چي د  پیاوړي خلګو د بریا راز ځه دی؟ اکثره داسي فکر کیږي چي  یو ښه نظر ، تشویق ، پرله پسې هڅي او یوښه بخت یې راز دی خو ددې ټولو سره سره یو لړ لاندي عادات هم دي چي بریالي کسان یې د بریا تر منزل رسولې.
 
۱: خپل د صحت خیال ساتي
 
 د فزیکي تمرین تر ځنګ د روحي صحت خیال ساتل هم مهم دي: عبادت کول ، دوستي پالل ، ښه غذا خوړل او سپورت کول  دا ټوله هغه ځه دي چي کامیابه کسان د بریا تر منزل پوري رسولو کي مرسته کوي.
 
۲: سهار وختی د خوب را کښېني
 
بریالي مذهبي مشران ، سیاست مداران ، تجاران ، پوهان ټوله سهار وختي د خوبه راکیښني ، سهار وختي را کیښنتل پیاوړي کسانو ته موقع ورکوي چي د نور نه مخي کار پیل کړي او سهار خیزه کسان مرستندویه وي . دوی ته د ورځي په آخر کي یو څه وخت د تفریح لپاره هم پاتیږي او حدیث شریف هم سته چي وایي د سهار په وخت کي برکت وي او همدې برکت د یادو کسانو سره په بریا کي مرسته کړې.
 
۳: دوی ځان مصروفه ساتي 
 
بریالي کسان تر نور ډیر کار کوي داسي کسان هم سته چي د اونۍ (۶۰) یا هم (۶۵) ساعت کار کوي. کله کله چي ضرورت وي (۱۰۰) ساعت هم په اونۍ کي د کامیابه کسانو کار رسیږي. کامیابي هم دغسي کار ته ضرورت لري.
 
۴: هغو ته د ( نه ) ویلو وخت ور معلوم وي
 
د کامیابه او رښتني کامیابه کسانو فرق په ( نه ) ویلو کي وي. کامیابه کسان ډیرو کارونو ته نه وايي ، کامیابه کسان ډیر هندوانې په لاس کي نه اخلي. هغوی پوهیږي چي که هر کار ته (هو ) ووایي نو کار به  پر ډیر سي او فکر  به یې پاشلی وي چي په نتجه کي به یې د کار تر سره کولو وړتیا د لاس ورکړې وي.
 
۵: د تلویزون ځای مطالعه ته ورکوي
 
یوې سروې ښودلې ده چي (۸۶٪) شتمن خلګ د مطالعې سره مینه لري او (۸۸٪) کامیابه شتمن خلګ لږ تر لږه (۳۰) دقیقې د ورځي و مطالعې ته ورکوي .
 
۶: یوه شپه مخ کي راتلونکې ورځ پلانوي
 
بریالي خلګ د خپل کار په پلانولو پیژندل کیږي، هغوی یو شپه مخکي کارونه پلانوي او کار ته  د ضرورت  پر اساس حق د اولیت ټاکي او را رواني ورځي ته اماده وي .
 
۷: هدف او موخي ټاکی 
 
(۹۵٪) بریالي کسان خپلي موخي او اهداف په ورځني ډول لیکي ، دوی د ورځي په اخر کي خپل لیکلی هدف ویني او د راتلونکي ورځي ستونزو ته اماده ګي نیسي.
 
۸: خپلو پیسو مصرفولو کي هوشیار وي
 
 د بریالي کسانو یو راز هم د مالي چارو ښه ترتیب او تنظیم دی ، پیاوړي خلګ ددې تر څنګه چي د بدو حالاتو لپاره  بودجه ساتي ، پوهیږي چي څنګه خپلي پیسې مصرف او په کاروبار واچوي. د ضرورت پر وخت د لاچارو کسانو لاس نیوی هم کوي. یو مشهوره مقوله ده ( بخت او تیاری یو وخت نه یو وخت ملاقات سره کوي ) پیاوړي کسان په دې باور چي بخت یې ورسره دی او تیاری باید وکړي نو بریا به یې په برخه وي ،  کار کوي او ریښتیا هم بریا یې په برخه سي.
 
۹: په ګډه کار کول
 
بریالي کسان د ګډ کار په ارزښت پوهیږي، څيړنو ښودلې ده چي په ګډه کار کول خلګ ښه کار کولو ته رهبري کوي او د ښې وظیفې د پیدا کېدو موقع زیاتوي. په ګډه کار کول د کامیابه خلګو سره په نوښت راوستلو کي مرسته کوي. 
 
-------------------------------------------
 

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته