تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
په اسلام کي دنوم ايښودلو اصول
 
  December 8, 2015
  0

 لیکنه: اختر محمد جهيد

د الله پاک څخه پرته دبل چا بندگي او عبادت کول روا نه دئ.

علماء کرام وايي چي علماوو د هر هغه اسم (نوم) پر حراموالي اتفاق کړى دئ ، چي د الله پاک د ذات پرته دعبادت او بندگۍ مفهوم ولري لکه عبدالعزي ، عبدهُبل ، عبدعمرو ، عبداکعبة او داسي نور ... ماسېوا د عبدالمطلب د نامه څخه.


نو مسلمان په داسي نوم سره نومول روانه دي چي د الله پاک د ستر ذات څخه پرته د بندگۍ مفهوم ولري لکه: عبدالنبي ، عبدالمحمد ، عبدالرسول ، عبد علي،  عبدالحسن، عبدالحسين اوداسي نور ... مگر عبدالمحسن نوم ايښودل پروانه کوي ، ځکه چي محسن د الله پاک  دنومونو څخه يو نوم دئ.

په يوه مرفوع حديث شريف کي راغلي دي: و الله پاک ته هغه ډېر خوښ نومونه عبدالله  او عبدالرحمن دي او هغه ډېر رښتني نومونه حارث او همام دي. نو ټولو مسلمانانو وړونو ته پکار ده چي پر خپلو او لادونو باندي داسي نومونه کښيږدي ، چي د الله پاک د بندگۍ او عبوديت معنا او مفهوم پکښي کي نغښتى وي لکه : عبدالرحيم ، عبدالله ، عبدالرحمن ، عبدالمنان او داسي نور.

او کوښښ بايد وسي چي پر خپلو اولادنو د انبياء صلوات الله عليهم اجمعين او صحابه کرامو ارضي الله عنهم نومونه کيښودل سي ځکه د اولاد يوحق دادئ چي ښه اسلامي نوم پر کيښودل سي. خو په تاسف سره بايد ووايو چي يو شمېر مسلمانان پر خپلو اولادونو باندي داسي نومونه ايږدي ، چي هيڅ مفهوم او معني نلري لکه: غمى ، زرغټى ، ياقوت ، مرجان اوداسي نور، ځکه د انسان شخصیت په خاص ډول بیا د مسلمان شخصیت ډیر اوچت او لوړ دئ، نو باید په ښه اسلامي نومو سره ونومول سي.

ځيني مسلمانان بيا داسي نومونه پر خپلو او لادونو باندي ايږدي چي د اسلام د واقعي روح سره هيڅ سمون نلري، لکه:  محمدالله ، الله محمد او داسي نور. نو مسلمانان باید په دې کار کي ډیر غور او دقت وکړي او پر خپلو اولادونو باندي که نارينه وي که ښځينه وي ښه ښایسته اسلامي نومونه کښېږدي او د پردیو د کلتور او تقلید څخه په ټینګه ځانونه وژغوري.                                                

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته