تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د پوهانو ويناوې
 
  July 21, 2014
  0

مولوي اختر محمد جهيد   

يو حکيم ويلي دي چي د څلور کارونو څخه که څوک سلامت پاته سو ، نو په ډير غالب ګومان يې د دنيا او آخرت د سختيو څخه ځان وساتئ:


(١) تلوار کول (٢) لويې کول (٣)  لټي کول (٤)  جکړي او شخړي کول.

څلور خويونه او عادتونه بد او ناوړه دي خو په څلورو کسانو کي بيا ډير ناوړه او بد دي:


(١)  په شتمنو خلګو کي بخيلي (٢) په ښځو کي فحش او بې حيايي (٣) په قضا او فيصلې کولو کي درواغ ويل (٤)  په حکمانو او اميرانو کي ظلم کول.

دري ډوله خلګ په درو ځايونو کي پيژندل کيږي:


(١): حليم او صابر انسان  د قهر او غوسې په  وخت کي.
(٢): زړه ور انسان د جنګ په وخت کي.
(٣): ورور د حاجت او مشکل  په  وخت  کي.

 يوه حکيم وخپل زوى ته وصيت کاوه ، ورته وې ويل : اې زويکه ! ټول  پاکيزه شيان مي وڅکل ، تر عافيت او سلامتيا مي بل شى ډير پاکيزه او خوندور پيدا نکړ. ټول ترخه شيان مي وڅکل ، د خلګو  څخه د حاجت غوښتلو مي بل ډېر تريخ شى پيدانکړ. اوسپني او ډبري مي انتقال کړې خو تر پورمي ډېري درني پيدانکړى. نفس  فرياد او شکايت کوي چي فقر ورته راځي  ، خو فقر تر هغي شتمني ډير غوره دئ ، چي انسان سر کښه کوي.

دنفسونو غني او بډاینه حلال رزق دئ ، که په دې راضي نسو نو په ځمکه کي چي کومه هستي سته هغه يې هم نه بسيږي. څوک چي د علماوو سپکاوي وکړي خپل دين يې ضايع کړ. څوک چي د اميرانو سپکاوی وکړي خپله دنيا يې دلاسه ورکړ. او څوک چي د خپلو وړونو او ملګرو سپکاوى وکړي خپله ميړانه او شهامت يې دلاسه ورکړ.

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته