تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د زنا زيانونه
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  March 26, 2016
  0

 

بد کاري انسان مصيبتونو ته را کاږي . 
په زړه کې د عبادت جذبه خرابوي . 
په زړه باندى مهر لويږي . 
د انسان د ذلت لامل ګرځي . 
د انسان نيک صفت او شهرت ورسره ختميږي. 
د انسان زړه توروي . 
انسان د برکتونو د کمښت سره مخامخ کوي . 
قحطى ورسره راځي . 
د انسان علم له مينځه وړي . 
د انسان زړه سختوي . 
د رب العالمين او بنده تر مينځ لرې والى راولي .
د قيامت په ورځ انسان د رب العالمين د رحمت څخه منع کوي .  
د قهار ذات جل جلاله په وړاندى انسان سپکيږي .
د قبر د عذاب لامل ګرځي
انسان له طيب او پاک رزق څخه محروميږي . 
د انسان نيک عمل خرابوي . 
که انسان ئي حلال وګڼى له ايمانه وځي (کافر کیږي). 
د قرانکريم له علومو څخه ګټه نشي اخيستلاى . 
انسان په يو پسې بلي ګناه ته هڅوي . 
د انسان د استدراج ( ګناه کې ډوبيدل ) لامل ګرځي . 
د دنيوى عذابو سبب ګرځى لکه ابن عباس رضى الله عنه  فرمائي ( هيڅ مصيبت نه راځې مګر د ګناه له امله .)
د انسان مشابهت د خبيثو او خرابو څارويو سره کيږي . 
د انسان ژوند تنګوي . 
د مخ توروالى ورسره راځي . 
د انسان د شرميدلو لامل ګرځي . 
انسان د نيکو اعمالو څخه منعه کوي . 
د انسان د عمر برکت له مينځه وړي . 
د انسان زړه د کلک هوډ او عزم څخه کمزورى کوي . 
انسان د ګناه سره عادت کيږي . 
ګناه د تيرو قومونو ميراث او هلاکت لامل ؤ نو انسان هلاکوي . 
 
نور ګناهونه ورته بيا واړه ښکاري . 
ددى زيانونه د انسان څخه نورو څارويو ته سرايت کوي . 
د انسان عقل ورباندى خرابيږي ، د ځينو سلفو څخه دا قول نقل دى . 
انسان د لعنت مستحق ګرځي . 
انسان د رسول الله صلى الله عليه وسلم د دعاګانو څخه  محروميږي . 
انسان پرې جهنم ته ځې لکه د معراج په حديث کې ورته اشاره  شوي چې څه خلک د اور تنور کې سوځېدل چې زنا کار وه. او ایت شریف کي هم راځي: 
په ځمکه کې د نورو فسادونو لامل ګرځي . 
د انسان غيرت ختموي . 
د رب العالمين عزت او وقار د انسان د زړه څخه وځي . 
انسان د رب العالمين د ياد څخه غافلوي ، د آيت شريف مفهوم دى ( دغه خلکو الله هير کړو د ګناه له امله  الله تعالى به دوى هير کړي.)
انسان د اخلاص او احسان له دايرې اوباسي . 
د انسان د غم لامل ګرځي . 
د نعمتونو څخه محروميږي . 
د انسان په زړه کې رعب پيدا کيږي نو هميشه به په ويره کې  وي . 
د انسان زړه د استقامت له دايرې اوباسي . 
د انسان بصيرت او پوهه له مينځه وړي . 
انسان د ابليس عليه العنت په لومو کې ښکيليږي . 
د انسان جاه او عزت له مينځه وړي . 
انسان ورسره په بد نوم ياديږي مثلاً چې فلانکى زنا کار دى او  يا د لواطت په عمل کې دى. 
د نفس ډاډ ورباندي کمزورى کيږي ، چې د نيکۍ خواته ئي رابولي . 
د خپل ځان په مقابل کې د دښمن سره مرسته کوي چې په ده باندې د دغه عيب څخه نيوکه کوي چې دا دې مرض او بدکار والا دى. 
انسان بې غیرته کوي . 
د کورنیو ترمنځ جنګ او قتل رامنځ ته کیږي.
د اعمالو خوند او برکت پرې له مينځه ځي . 
انسان پرې د ملايکو د دعا څخه محروميږي. 
همېشه به شرمنده او پښېمانه وي.
انسان په ناشنا ناروغيو اخته کوي (لکه ایډز). 
تر اوومى پيړۍ د انسان د لعنت سبب کرځي ، لکه په مسند احمد کې ورته اشاره شوې ( څوک چې ګناه کوي نو پدى سره رب غوصه کيږي او کله چې رب غوصه شي تر اوو پيړيو په انسان لعنت وائي.)
دايمى فقر ورباندي راځي . 
په دنیا کي که واده لرونکی وي سنګساریږي او که مجرد وي په دورو وهل کیږي.
دده خپل ناموس ته پکښي خطره رسیږي (لکه حدیث شریف مفهوم دی چي تاسو د نورو د ښځو په اړه پاکدامن اوسئ، ستاسو ښځي به هم پاکدامني اوسي).
 
(د توبې دروازه لا تر اوسه خلاصه ده)
---------------------
بیان: د زنا تباه کونکي زیانونه
د زنا څخه د ځان ساتلو لاري
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته