تازه سرليکونه
د (ماشوم روزنه) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
ماشومانو ته د تلویزیون کتلو تاوانونه
  تعلیم الاسلام
  March 10, 2017
  0

د اسلامي پوهانو له نظره: ماشومانو ته د تلوېزیون کتلو تاوانونه

لیکنه: استاذ اختر محمد جهید

 ۱: د موسيقۍ، سندرو اوسازونو داورېدلو ګناه.

۲: له ګناه او معصيت څخه د ډکو صحنو ليدنه او ننداره.
۳: د وخت ضايع کېدل او په لهو او ناوړه نندارو بوختېدل.
۴: د سترګو د ليد او  اعصابو کمزوري.
۵: د نامحرمه ښځو او نجونو ليدنه.
۶: د ګناه او خشونت او نامناسبو حرکتونو اوکارونو زده کړه.
۷:اسلامي شعائرو ته نه درناوی.
 
محمد عبدالعليم مرسي په خپل کتاب (الطفل المسلم بين منافع التلفزيون ومضاره) کي ماشومانو ته د ټلوېزيون ناوړه  اغېزې او زيانونه داسي ښودلي دي.
 
۱: پر ماشومانو د تلوېزيون د تاوتريخوالي او خشونت لرونکو پروګرامونو ناوړه اغېزې.
۲: دوی په دې اړه ډېر مدارک او شواهد وړاندي کړي دي، چي ماشومانو يوازي د تلوېزيوني فلمونو په ليدنه او ننداره په يو لړ نامناسبو حرکتونو او ګناهونو لاس پوري کړی دی.
۳: دکورنۍ دننه د ماشوم ګوښه کېدنه او عزلت.
 
ښاغلی مرسي زياتوي: له ټلوېزيون څخه د راپيدا سوو ستونزو او مشکلاتو څخه يو دا دی، چي د کورنۍ غړي یو له بله بېلوي او په کورنۍ کي د جسمي او فکري ګوښه کېدني سبب ګرځي.
 
ښاغلی مرسي په دې هکله زیاتوي: ټلوېزیون انسان له مطالعې، لیکني، ورزش او نورو  ګټورو او مثمرو  پروګرامونو څخه راګرځوي او له هغوی سره يې علاقه کمېږي. د ټلوېزيون پروګرامونه ماشومان داسي لېواله کوي، چي په وړاندي يې بې حرکته ناست وي. هر څه چي ويني، په خپل دماغ کي يې جذبوي. همدارنګه ټلوېزيون په انسان کي د سيل، تفريح او نندارې د ليدني او کتني احساس رامنځ ته کوي او د خبرو  اترو يا بحث او څېړني د عمل او حرکت سره يې بې ميني کوي.
 
د يوشي د ګټو او زيانونو د څېړني لپاره دا کفايت کوي، چي موږ د شريعت، سليم عقل او پوهي له مخي خبري پر وکړو؛ نور يې مني اوکه يې نه مني؛ خو دا چي لوېديځ پالني په بېلو-بېلو بڼو زموږ په ټولنه کي ريښې ځغلولي دي. ځيني روشنفکران او د لوړو زده کړو خاوندان په شعوري يا غير شعوري ډول د لوېديځ د پوهانو د څېړنو تر اغېز لاندي راغلي؛ نو ځکه مو لازمه او مناسبه وبلله، چي د ټلوېزيون د زيانونو په هکله د لوېديځ د ځينو واقع بينو پوهانو له نظرياتو څخه خبر سو. زياتره غربيان که څه هم په ثواب او ګناه هغسي چي په اسلام کي دي، عقيده نه لري؛ خو په هر حال هغوی د هري پديدې پر ټولنيزو، سياسي، روغتيايي، فرهنګي او اقتصادي عواقبو فکرکوي.
 
(کارل پوپر) او (جان کندري) وايي: (ټلوېزيون هيڅ ډول رښتينی کنجکاوی نه څرګندوي او د ماشومانو لپاره چي ډېر يې ننداره کوي، ډېر زيان رسوونکی وي. هغه کيسې او حکايتونه چي ټلوېزيون يې وړاندي کوي، انسجام او نظم نه لري او کله چي ماشومان يوازي د دې تصويري او انځوريزو حکايتونو ليدنه کوي، هغوی له لوستلو او مطالعې څخه راګرځوي. نو ويلای سو، چي هره ورځ ماشومان خپل ځانونه د بې وفا خدمتګار او داعي په لاس کي ويني، چي بې سره او بې بره کيسې ورته وړاندي کوي او پايله يې ټولني ته د بې ثباته شخصيتونووړاندي کول دي. مشهور ارواپوه ډاکټر توماس لیکونا وایي: په شلمه پېړۍ کي هیڅ یوې اختراع د ټلوېزیون په څېر پر خلګو اغېزه نه ده کړې. تر ټولو مهمه دا چي بېله دې، چي پوه سو، ټلوېزیون مو د خپلو اولادونو د اخلاقو ښوونکی ګرځولی دی.
 
د ښوونځیو ماشومان په منځنۍ کچه په اوونۍ کي۳۰ ساعته د ټلوېزيون پروګرامونه ګوري. ځیني ټلوېزیوني پروګرامونه د زده کوونکو پر روحیه داسي اغېزه کوي، چي د اوونۍ په لومړۍ ورځ د درس پر ځای د خپل پام او علاقې وړ پروګرام په اړه خبري کوي.
 
ډاکټر لیکونا زیاتوي: لویان بې خبره دي. د ټلوېزیون ډېر پروګرامونه په ځانګړې توګه د ټوکو ټکالو پروګرامونه وي چي دمیندو، پلرونواو ماشومانو ژوند په ډیر تمسخر امیزه توګه نندارې ته وړاندي کوي. په زیاتره فلمونو کي آن دا چي که مور او پلار په حماقت او ساده والي متهم سي، هغه د کم فکره، ساده، نژاد پالونکي، ځان غوښتونکي او په ځان مغروره انسان په توګه معرفي کېږي. په دغو اوصافو او ځانګړنو څرنګه کولای سو، د دې انتظار وکړو، چي ماشوم خپل لویان او مشران د عقل او پوهي یوه منبع وګڼي. 
 
کله چي یو ماشوم ټلوېزیون ګوري،کتاب نه لولي اونه مطالعه کوي. له لوبو کولو او دوستانو سره د خبرو اترو او ناستي ولاړي په عوض خپل وخت د ټلوېزيون د پردې په کتلو تباه کوي. دی په کوم ګټور کار بوخت نه دی؛ علم، پوهه او خبري نه يادوي او له کورنۍ سره وخت نه مصرفوي. حال دا چي دا هر يو د ماشوم په روزنه او پالنه کي مهم او اساسي نقش لري.
 
ټلوېزيون او روغتیا:
پروفیسور سید شمیم احمد باوري د مهلا د پوهنتون استاد د هندوستان په بهنګه بهار کي د ټلوېزيون په اړه کتاب لیکلی دی او د علمي او روغتیایي نظره یې د ټلوېزیون زیانونه تر بحث لاندي نیولي دي. نوموړی لیکي:

 
 
 د ټلوېزیون لیدل او ننداره دسترګو د لید د کمزورۍ سبب ګرځي. رنګه ټلوېزيونونه ډېر زیانمن دي. ټلوېزيون د اورېدلو پر قوه هم اغېز کوي؛  د ږغ ککړتیا رامنځ ته کوي او اعصاب هم تر اغېزې لاندي راولي؛ چي په نتیجه کي د ټلوېزيون د لیدلو او نندارې په وخت کي انسان بې حرکته وي او  د انسان بې حرکته پاته کېدل د بدن د سستۍ اوټنبلۍ باعث ګرځي؛ د وخت څخه مخکي زړښت او بو ډاوالی رامنځ ته کېږي او د زړه د ناروغیو سبب هم کېږي.
 
د هغوکسانو لپاره، چي د ټلوېزيون د لیدلو په وخت کي ډوډۍ خوري، د ټلوېزيون کتل ډېر زیانمن دي. د ماشومانو او نوو ځوانانو پر روح باندي هم ډېر منفي اغېز کوي. د ډاروونکو خوبونو سبب ګرځي او د عفت خلاف منظرو او حالاتو لیدل خو د نوو ځوانانو روغتیا او اخلاق په کلکه له خطر او زیان سره مخامخ کوي او د هلاکت  لور ته يې بیایي.
 
تاسي څه وایاست؟
ښاغلو لوستونکو میندو،  پلرونو او  روزونکو!  اوس پورتنیو مطالبو ته په پاملرنه دغو لاندي پوښتنوته فکروکړئ: 
 
۱: آیا د ټلوېزيون زیانونه او ضرر د هغه د ګټو په پرتله زیات نه دئ؟
 
۲: آیا پر دې مو فکر کړی دی، چي د ټلوېزيون ننداره د اولادونو، په ځانګړې توګه د هغو، چي زده کړه کوي، د زده کړي او تحصیل د تباهۍ سبب نه ګرځي؟
 
۳: آیا باور کوی، هغوی، چي تاسو یې اړیکي او خبري اتري د خپلو اولادونو لپاره زیانمني ګڼی او دې ته چمتو نه یاست، چي ستاسو اولادونه د هغوی د عقایدو، اخلاقو او چارچلند تر اغېزې لاندي راسي، هماغو ته مو په خپلو کورونو کي ځای ورکړی دی؛  چي لګیا دي د ټلوېزيون په وسیله هر ډول چي يې زړه وغواړي، خپل افکار، عقاید او اخلاق ستاسو زامنو او لوڼوته پېچکاري او تلقین کړي؟
 
۴: آیا دا منئ، چي د ټلوېزيون بېلابېل پروګرامونه ستاسو ښوونیزي او روزنیزي اغېزې خنثی کوي؛ له منځه يې وړي او پر خپلو اولادونو ستاسو کړي خوارۍ او کړاوونه بې نتيجې کوي؟
۵: که تاسو د دې دعوه کوی، چي تاسو یوازي خبرونه اوری او نور ګټورپروګرامونه ګوری؛ آیا په دې ډاډمن یاست چي ستاسو په غیاب کي ستاسو اولادونه (زامن اولوڼي) هم ستاسو په څېرعمل کوي او ستاسو توصیې ته پابند دي؟
 
۶: قدرمنو میندو! آیا دا منی، کله چي تاسو د کور د کارونو په وخت کي خپل اولادونه د ټلوېزيون د پروګرامونو په ننداره بوختوی؛ داسي وګڼئ چي د هغوی پاک او معصوم دماغونه مو د پروګرامونو د اتلانو په واک کي ورکړي دي؛ چي د هغوی اغېزې په خلاص مټ ومني او جذب يې کړي. آيا دا مو نه دي لیدلي، چي کله-کله د هغوی په څېر عمل کوي او د هغوی کړه وړه خپلوي.
 
۷: ګرانو ځوانانو! آیا ټلوېزيون د دې سبب نه دی ګرځیدلی، چي تاسو د هغه په ننداره بوخت سی، د جماعت لمونځ درڅخه فوت سي؟ د قرآن کریم د تلاوت، د الله د ذکر او د ډېرو ګټورو کتابونو  له مطالعې څخه بې برخي سوي نه یاست؟
 
۸: اې مسلمانو خویندو او وروڼو! آیا دا واقعیت منی، چي کله په بازار یا بل ځای کي د یوې بېګانه ښځي یا نارینه تر څنګ تېرېږی، خپلي سترګي کښته اچوی او له هغه سره سترګي نه مخامخ کوی اونه ورته ګوری؟ آيا ګرځنده انځورونو ته بیا--بيا کتل او هغه ته ځیرکېدل او له لیدلوڅخه يې خوند اخيستل ګناه نه ده؟   
 
وروستۍ خبره :
په پای کي هیله لرو، چي ګران لوستونکي فکر وکړي؛ ژر قضاوت و نه کړي؛ د عمومي حالت تر اغېزې لاندي را نه سي؛ له واقعیته سترګي  پټي نه کړي؛ خپل ځانونه په غیر واقعي استدلالونو تېر نه باسي؛ د
 
ټولني د اصلاح او سمون لپاره فکر وکړي او د الله  دا فرمان
 تل په پام کي ولري، چي فرمایي:
 
((إِنَّ السَّمْعَ وَالْبَصَرَ وَالْفُؤَادَ كُلُّ أُولَٰئِكَ كَانَ عَنْهُ مَسْئُولًا)) ﴿الإسراء: ٣٦﴾
 ژباړه: یقیناً غوږونه، سترګي او زړه هر یو له هغوی څخه مسئول او پوښتل کېږي.
 
ماخذ: تعلیم الاسلام مجله، ۱۳ ګڼه
 -------------------------------------
 
 

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته