تازه سرليکونه
د (ماشوم روزنه) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د ماشوم روزنه او پالنه
  تعلیم الاسلام راډیو
  August 31, 2015
  0
لیکنه: علی الله متوکل الرحمن / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
 
هغه ګل چی تر اوسه یی د ژوندانه یو څو سپرلي تر شا پریښودلي، مټي یی کمزوري، خیالونه یي عجب او ژبه یی نازکه ده تر اوسه لا بوراګانو ځني زړونه نه دي صبر کړي او تر اوسه لا د اوږو له درانه بار سره نا اشنا دی.
 
دا ګل بل څوک نه د ژوندانه په یو لوی او پراخ بڼ کي یو تنکی او معصوم ماشوم دی؛ دا هغه څوک دی چي لا یي تر اوسه تن او من د بڼ د نورو ونو او ګلانو په څیر را لوی سوی نه دی او نه یي هم په بڼ کی د ژوند تیرولو درستي شپې سبا کړي.
 
ماشوم زموږ د زړونو ارام، و کورونو ته خوشحالي راوړونکی او د چاپیریال د زیب او زینت تر ټولو لوی مخلوق دی؛ هغه چي خالق ورته له عیبونو او ګناهونو پاک زړه ورکړی او د انسانانو په منځ کي یي مینه ناک او هر چاته خوښ ګرځولی. ماشومان لوئیږي، بارونه، عادتونه، استعدادونه، خوښی او خواهشات یي ورسره یو ځای غټیږي. و مور، پلار، ملګرو او دوستانو ته یي د همکاری او امیدونو سترګي ور اوړي.
 
طبعي خبره ده چي د نن امپراطور، عالم، فیلسوف او حتی مجرم د پرون ماشوم دی. د مور او پلار مینه، روزنه، تربیه او خاصه پاملرنه یوازني هغه شیان دي چي د ماشوم څخه یو څوک جوړوي. د سبا د ځوانانو پر حقه لاره تلل، احساس، قوي وجدان او نوراني زړه د نن د ماشوم ښه روزنه ده.
 
د ماشوم د راتلونکي  ژوند د ښه کیدو لپاره د والدینو لږ خو دقیقه پاملرنه، ددي تنکي ګل په ژوند کي لوی او مثبت تغیرات را وستلای سي. د لا ښیرازی لپاره ځانګړي روزنه، په بنسټیزه توګه پر هغوی شفقت کول، د هغوی و زده کړو ته پاملرنه او د هغوی اصلاح ټول هغه څه دي چي د نن تنکی ګل په لویه او مضبوطه ونه بدلوي. 
 
له عمرو بن سعید رضي الله عنه څخه روایت دي چي رسول اکرم صلی الله علیه وسلم فرمایي:
مَا نَحَلَ وَالِدٌ وَلَدًا مِنْ نَحْلٍ أَفْضَلَ مِنْ أَدَبٍ حَسَنٍ . (رواه الترمذي)
ترجمه: یو پلار چي خپل زوی ته ډیر ښه اداب ور زده کړي، تر دې بله ښه ورکړه نسته. 
 
همدارنګه یو پوه وایي: که مور او پلار ماشوم ته هر څه ورکړي خو چي تعلیم ور نه کړي هغو هیڅ شی هم نه دي ورکړي. نو ځکه موږ ویلای سو چي د ماشوم لپاره د روزني دري مهم رکنونه او مرکزونه دي: 
  • کور
  • چاپیریال
  • تعلیمي ماحول

 

سرچینه: تعلیم الاسلام ویب پاڼه
------------------------------------------
د اولاد د بدي تربې څو مثالونه
مرکه- د ماشومانو روزنه
بیان- د اولاد د تربیې مهمي لارښووني
بیان- د اولاد د تربیې مثالونه
بیان- د اولاد حقوق
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته