تازه سرليکونه
د (نکاح) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د غايب د مال څخه نفقه
 
  September 2, 2014
  0
که څوک غايب وي او مال يې د يو چا سره پروت وي که هغه د غايب ښځه پېژندل او هم يې منل چي دا ښځه د غايب ښځه ده او د غايب مال يې هم مانه چي د ده سره پروت دى ، قاضي يې په دا مال کي د هغه د ښځي ، اولادونو ، د مور او د پلار نفقه ټاکلاى سي  البته د ښځي څخه به ضمانت اخيستل کيږي ځکه داسي نسي چي مېړه يې خرڅ ورته ورکړى وي .

قاضي د غايب په مال کي د هغه د ښځي ، د نابالغو اولادونو ، د مور او پلار څخه ماسيوا د بل چا د پاره نفقه نسي ټاکلاى .

قاضي کولاى سي چي د غايب په مال کي د هغه د مور او پلار د نفقې فيصله وکړي .

 دغه ډول د امام ابوحنيفه رحمة الله علیه په آند مور او پلار د خپل غايب زوى سامان د خپلي نفقې د پاره هم خرڅولاى سي .

البته مور او پلار نسي کولاى چي د خپل زوى جايداد د خپلي نفقې د پاره خرڅ کړي .

که د مور او پلار سره د خپل غايب زوى پيسه يا مال موجود وو او پر خپل سر يې د خپلي نفقې د پاره خرڅ کړي تاوان يې پر دوى نه راځي ، ځکه دا ډول کړنه ورته جايز ده .

که د چا سره د بل چا مال موجود وي او د قاضي د اجازې پرته د مال د څښتن مور او پلار ته خرڅ ځني ورکړي که د مال څښتن مجراء نه ورکول نو تاوان يې پر دا سړي راځي ، د هغه مور او پلار ته چي ده خرڅ ورکړى دى هغه د ده د خپل مال څخه شمېرل کيږي . 

که د قاضي په اجازه يې د هغه مور او پلار ته خرڅ ځني ورکړى وو نو بيا يې تاوان پر ده نه راځي .

ماخذ: فقه المبتدي، دوهم ټوک- نکاح
مؤلف: مولوي محمد عمر خطابي
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته