تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د معاصري زمانې فتنې
 
  June 8, 2014
  0

په ندوة العلماء کي په ١٩٦٦ م ميلادي کال د طالبانو په يوه جلسه کي (د اسلامي نړۍ نامتو او مشهور نابغه عالم علامه) حضرت استاذ ندوي رحمة الله علیه لاندنۍ وينا وکړه چي دوه ساعته يې دوام درلودئ او د شفيق راني برېلي په مټ په ليکلي ډول ترګوتو سوې ده.

 

.........  بلي ، ګرانو طالبانو ! دلته هغه کسان ګټه پورته کولاى سي چي باور لري چي دديني علومو حاصلېدل دالله جل جلاله  په توفيق کيږي همدا ډول باور لري چي دديني علومو حصول دسلهاوو زرو ګمراهانو خلګو دهدايت سبب ګرځي، او سلهاوو زرو خلګو دنيکو اعمالو دزياتېدو سبب ګرځي.


لکه چي امام ابوحنيفة رحمة الله علیه  ، خواجه معين الدين اجميري رحمة الله علیه  ، حضرت مجدد الف ثاني رحمة الله علیه  ، حضرت شيخ عبدالقادر جيلاني رحمة الله علیه  او داسي نور بېشمېره علماء ديادولو وړ دي چي دبېشمېره خلګو دهدايت سبب ګرځېدلي دي.
 
نن ورځ زيات مسلمانان پر څلورو  مذهبونو بآندي وېشل سوي دي چي دحنفي ، شافعي ، حنبلي او مالکي مذهب څخه عبارت دي تاسو وګورئ هر مذهب څومره پيروان لري ، دڅومره مسائلو استنباط او اجتهاد يې کړى دئ او څومره ثوابونه به يې روزي وي. تاسو لمنځونه  ادا کوئ دلمانځه ټول احکام دنوموړو مذهبونو دمسايلو مطابق تر سره کوئ ددغه ټولو لمنځونو ثوابونه  دوى ته رسيږي همدا ډول نور ديني احکام لکه روژه ، زکوة ، حج او داسي نور ټول ددوى د را ايستل سوو مسايلو سره برابر ادا کيږي او دوى ته يې ثواب رسيږي.

ايا يو څوک کولاى سي چي دڅلور ګونو مذهبونودامامانو ثوابونه وشمېري؟ ښکاره خبره ده چي دا کار درياضي دمتخصص تر توان هم وتلى دئ . داسي يو څوک سته چي دامام ابوحنيفة رحمة الله علیه  ، امام شافعي رحمة الله علیه  ، امام غزالي رحمة الله علیه  ، مجدد الف ثاني رحمة الله علیه  سيد عبدالقادر جيلاني رحمة الله علیه  ، شاه ولي الله رحمة الله علیه  او ددوى په څېر دنورو جيدو علماؤ ثوابونه وشمېري؟ ماډرن اليکترونيک
 ماشين الات هم ددې توان نه لري چي ددوى دثوابونو شمېر وليکي او دحساب دعلم متخصص خو يې بيخي نسي کولاى.
 
   د معاصري زمانې فتنې

ګرانو طالبانو! له نيکه مرغه تاسو هغه کسان ياست چي دهغه بزرګانو چي يادونه يې مخکي وسوه پر لار په 
تللو راضي ياست  او په دې باور ياست چي ددوى خط سير تعقيب کړئ او ددوى پرقدم باندي قدم کښېږدئ . دومره بې ادبي نه کوم چي ځان ددوى په ډله کي داخل ګڼم ځکه ددوى ډېر لوړ شان دئ الله جل جلاله  دي مو ددوى په خادمانو کي راولي. دالله جل جلاله  لورونه ، احسان او اعطا هر کس ته راتلاى سي ځکه الله جل جلاله  فرمايي:

كُلًّا نُمِدُّ هَؤُلَاءِ وَهَؤُلَاءِ مِنْ عَطَاءِ رَبِّكَ وَمَا كَانَ عَطَاءُ رَبِّكَ مَحْظُورًا. سورة اسرآء الاية ٢٠
ژباړه :  هر يو ددوى ټولو څخه موږ دخپل رب دورکړي څخه برخمن کوو او ستا درب ورکړه دهيچا څخه منع نه  ده.
 
 
بلي ! الله جل جلاله  قادر دئ چي دپورتنيو بزرګانو په څېر نور خلګ پيدا کړي همدا سي ددين کار دي ځني واخلي لکه دپخوانيو بزرګانو څخه چي يې اخيستى دئ او په هغه پيمانه ثوابونه ور په برخه کړي.
 
 
 

نن ورځ لويو فتنو سر راپورته کړئ دئ دومره لوي دي لکه ددوزخ شغلې ، نژدې دئ چي ټوله دنيا دي وخوري داصحابانو جل جلاله  ټولي هيلي دي دخاورو سره خاوري کړي.

نن ورځ اسلام سوځونکو ، بشريت سوځونکو ، اخلاق سوځونکو فتنو دعلم مقام ترګوتو کړى دئ.

په مصر کي د (ناصريت) په سوريه کي داشتراکيت او په ټولو عربو کي دنشليزم فتنو دمحمدي نبوت سره جګړه پيل کړې ده، نن ورځ درسول الله صلی الله علیه وسلم  پر سرمايه باندي ير غل سوى دئ ، داسلام او رسول الله صلی الله علیه وسلم  پلازمېنه  دفتنو تر بريد لاندي راغلې ده.
 
زه په پوره همت سره ويلاى سم چي که نن ورځ امام ابوحنيفة رحمة الله علیه  امام شافعي رحمة الله علیه  ، امام احمد بن حنبل رحمة الله علیه  او امام مالک رحمة الله علیه  ژوندي واى نو حتما به يې دفقهي شريفي  تدوين پرې ايښى واى او ددې فتنو سره به يې مقابله پيل کړې واى، تاسو نيک مرغه ياست  چي ډېر پخوا دڅلورو امامانو په وخت کي دفقهي شريفي دتدوين کار بشپړ سوى دئ او دغه  دروند کار زموږ پر اوږو نه دئ لوېدلى. 

الله جل جلاله  لره دي شکر وي چي دفقهي شريفي دتدوين دروند کار ډېر پخوا بشپړ سوى او تکميل سوى دئ چي په هغه وخت کي  خورا زياته اړتيا هم ورته وه خو اوس ستاسو لپاره يو بل کار هم سته چي تاسو يې ترسره کړئ. تاسو نيکمرغه ياست ، دالله جل جلاله  درحمت څخه مه نااميده کېږئ، ستاسو زمانه داسي زمانه ده چي دالحاد او بې دينۍ سره مقابله پکښي روانه ده، تاسو بايد خپل  لاسونه سره ورکړئ ، په ټينګ عزم او اتفاق سره دبې دينۍ سره مقابله وکړئ په داسي حال کي به نه يوازي چي دڅلور ګونو امامانو  ارواحان به ستاسو خوښي  کوي بلکي دمحمد صلی الله علیه وسلم  روح به هم ستاسو خوښي کوي.

بلي ! نن ورځ دهر لوري څخه لاندي اواز راوزي:

گوى توفىق وسعادت درمىان افگنده  اند
کس به مىدان درنمى آىد سواران را چه شد

ستاسو اساسي کار

ګرانو طالبانو ! دټولي اسلامي دنيا سترګي ستاسو لوري ته دي تاسو کولاى سئ چي اوسنۍ اوضاع تشخيص کړئ ، پاته دي نه وي چي دمدرسو دبنسټ ايښودونکو هدف هم دادئ چي طالبان بايد په کامله توګه اسلام وپېژني او دفتنو دپېژندني لوري ته پوره  متوجه سي او په پوره زور سره ددغه فتنو سره مقابله وکړي.

پر محمدي نبوت باندي دبې دينۍ او الحاد يرغل

ګرانو طالبانو ! په اوس وخت کي دلاسته راوړڼو لپاره خورا زيات امکانات سته کېدلاى سي چي يو څوک دډېر لږ زحمت په کښلو سره لوى ، لوى هدفونو ته ورسيږي . دديني مدرسو دتعليم او تربيت څخه مقصد دادئ چي داصحابانو په څېر نوي خلګ په وجود راولي داسي کسان ټولني ته وړاندي کړي لکه خالد بن وليد رضي الله عنه  ، ابو عبيدة رضي الله عنه  او داسي نور ددوى پر ارواحانو دي دالله جل جلاله  رحمتونه وي ، دوى مبارکان که څه هم دويلو توان نه لري مګر دحال په ژبه داسي وايي: موږ ددې توان نه لرو چي بېرته دنيا ته راسو ، موږ په خپل ژوند کي يوه لحظه دالله جل جلاله  ددين دنفاذ لپاره نه ده سپمولې ، يوه شيېه وخت مو دالله جل جلاله  درضا لپاره دجهاد پرته نه ده تېره کړې ، موږ تل دباطل سره په مقابله کي پاته سوي يو ، موږ خپل نوبت تېر کړ، اوس ستاسو نوبت دئ.
 
بلي! اوس باطل په نوي رنګ را ميدان ته سوى دئ ، اوس دتورو ځاى دلايلو نيولى  دئ ، نن ورځ ماده پرستي او نژاد پرستي جنګ ته اماده سوي ده.

کوم وروڼه چي په دې مدرسه کي توان لري چي دفتنو مخه ونيسي نو دپخوانيو تقوادارانو ، شهيدانو او مخلصو بندګانو په صف کي دي ودريږي نو ډېر به نيک بخته سي.

الله جل جلاله  ښه پوهيږي چي دخپلو حکمتونو پر بنسټ يې څنګه شيان په تقدير کي ليکلي دي او په دې زمانه کي په ډېر لږ کوشش سره څوک لوړي ، لوړي مرتبې تر لاسه کولاى سي لکه چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  فرمايي:

من احيي سنتي عند فساد امتي فله اجر ماْة شهيد.
ژباړه : چاچي زما يو سنت زما دامت دفساد په وخت کي راژوندى کړئ دهغه لپاره دسلو شهيدانو مزدوري سته.

په دې کي خو شک نسته چي الله جل جلاله  خامخا هغه چا ته دسلو شهيدانو مزدوري ورکوي چي يو سنت ژوندى کړي دا چي سنت څشي دئ چي نبي صلی الله علیه وسلم  فرمايلى دئ او ځان ته يې نسبت کړى دئ يعني زما سنت دئ، ددې مطلب دادئ چي څوک زما لاره ، زما روش او زما دين ته کار وکړي او اساسات يې ژوندي وساتي . څوک چي خپل سر پر ورغوي واخلي او ددين داساساتو دژوندي ساتلو لپاره ټينګ ودريږي دداسي کس به نو څومره لوى مقام او مرتبه وي.

دغه مدرسې چي تاسو په ټيټه سترګه ورته ګورئ، دنيمه جوړي سوي ودانۍ ، دا بې سامانه او بې اسبابو ځايونه او دا داړتياوو ډک ځاى ددې لپاره دي چي باهمته سړي ټولني  ته وړاندي کړي څو وتوانيږي ټولني ته کاميابي او برياليتوب ور وبخښي او  تل دحق په څنګ کي دباطل سره وجنګيږي. په دې مدرسو کي درسول الله صلی الله علیه وسلم  لښکر اوسي، دفتنو او الحادي تحريکونو سره په پوره مېړانه په مقابله بوخت وي.

بلي ، ګرانو طالبانو! که په تاسو کي داسي طالبان وي چي په سترګو  ليدل کوي او په غوږونو اورېدل کوي مګر زړونه يې دتشويش او اضطراب ډک وي فکر دي وکړي چي يوه ورځ به يو کار ترسره کړي او فکر دي وکړي چي يوه ورځ به علمي وياړ ور په برخه سي دداسي کسانو پلرونو ته دي هم مبارکي وي چي خپل زامن يې ددين دزده کړي لپاره وقف کړي  دي.
 
داسي کسان بايد دهمدا اوس څخه ټينګ عزم وکړئ او په مدرسه کي اوسېدل غنيمت وګڼي ، په دې محيط کي چي اوسيږي دګټو څخه يې ځان برخمن کړي، قرآني علم لاسته راوړي ، درسول الله صلی الله علیه وسلم  ارشادات زده کړي او خپل ژوند درباني علماؤ او داعيانو سره برابر جوړ کړي.

ماخذ: خپل ځان وپېژنئ
ژباړه: مولوي عبدالهادي حماد
 

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته