تازه سرليکونه
د (نيکمرغه مېرمن) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
حضرت حوا علیها السلام
 
  April 14, 2014
  0
رالېږونکی: قاري محمد یحی قاري زاده

مشهور مستند عالم مولانا اشرف علي تهانوي رحمة الله علیه په خپل مشهور کتاب بهشتي زېور کي د مسلمانانو ښځو د دیني تربیت لپاره د نیکانو ښځو واقعات را اخیستي او بیا یې د هغو فواید بیان کړي دي چي په دې لیکنه کي د حضرت حوا علیها السلام د ژوند لنډه واقعه را اخلو:

  دا ده حضرت آدم علیه الصلاة السلام بي بي وه او د تمامی دنیا د انسانانو مور ده، الله جل جلاله دا پخپل کامل قدرت سره د حضرت آدم  علی نبینا و علیه الصلوت والسلام د چپه پښتۍ څخه پیدا کړه او بیا ئې ددې سره نکاح وکړه او په جنت کي ئې د یوې درختي د خوړلو څخه ئې منعه کړې وه خو په غلطۍ سره د شیطان په لغزش کي راغلل او د هغي درختي څخه ئې خوراک وکړی نو ددې خورک په وجه د الله تعالی جل جلاله حکم وسو چي د جنت څخه ولاړسي دنیا ته.

هرکله چي دنیا ته راغلل پر خپلو ګناؤ ئې ډیر وژړل الله عزوجل دوی معاف کړل او اول د حضرت آدم علیه السلام څخه جلا سوې وه الله جل جلاله بیرته ورسره یوځای کړل بیا نو د دواړو څخه بې حسابه اولادونه پیدا سول.

فايده: بي بي ګانو وګورئ! حضرت حوا علیها السلام د خپلي خطا اقرار وکړی، بعضي ښځي غلطۍ کوي او بیا هم خبري جوړوي هیڅکله غلطي نه مني، پر خپل ځان خبره نه راولي او داسي ښځي ډیري دي چي پر خپل ځان خبره نه راولي او داسی ښځی ډیری دي چی ډیر وخت ګناوي کوي او پریږدي به ئې نه خصوصاً غیبت او د رواجونو پابندي نو داسي کارونه پریښودل او د بیا لپاره توبه پرکښل خامخا پکارده ځکه مرګ یوه ثانیه په باور ندی او د آخرت لپار توښه برابرول د هر انسان نر او ښځي لپار حتمي او ضروري دی.

ماخذ: بهشتي زېور، دوهم جلد، صفحه: ۱۲

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته