تازه سرليکونه
د (حکايات) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
حق ویل! یوه عبرتناکه قصه!
 
  October 12, 2014
  0
 
حق خبره پټول یا په هغه کي خلط ملط کول
 
تعلیم الاسلام راډيو اداره
 
 
امام قرطبي په تفسیر کي د حق پټولو څخه پر پرهیز کولو یوه واقعه او تفصيلي مکالمه د حضرت ابو حازم تابعي رضي الله عنه او خلفه سلیمان بن عبدالملک نقل کړیده چي دا د ډیرو فائدو په وجه د ذکر کولو وړ ده.  
 

 
واقعه داسي ده چي په مسند دارمي کي په سند سره ذکر دي، چي یو وار سلیمان بن عبدالملک مدیني منوري ته ورسیدي او څو ورځي یې هلته تیري کړې، نو د خلګو څخه یې پوښتنه وکړه چي په مدینه کي به اوس داسي سړی وي چي د هغه ملاقات د یوه صحابی سره سوی وي؟ خلګو ورته وویل، چي هو ابوحازم رضي الله عنه نومېږي یو سړی داسي سته.
 

 
سلیمان خپل سړی پسي ور واستوه کله چي ابو حازم رضي الله عنه راغي نو سلیمان ورته وویل:
 

 
خلیفه سلیمان: اي ابوحازمه! ایا دا نه سړیتوب او بي وفایي نه ده؟
 

 
ابو حازم رضي الله عنه: تا زما څخه څه نه سړیتوب او بي وفايي ولیده؟ امیرالمونینه! زه تا د الله جل جلاله په امان او پناه کي ورکوم چي ته داسي خبره ونه کړې چي هغه د واقع خلاف وي. د نن څخه مخکي نه ته زما څخه خبر وې او نه ما ته لیدلې وې. په داسي حالاتو کي پخپله د ملاقات  کولو د پاره د راتللو سوال هم نه پیداکیږي، بي وفایي څنګه سوه؟
 

 
خلیفه سلیمان: چي جواب واوریدي، نو ابن شهاب زهري او نورو حاضرینو ته یې مخ ور واړوی، امام زهري وویل چي ابو حازم رضي الله عنه صحیح وایې، تاسی غلطي کړې ده. تر دې وروسته سلیمان د خبرو مخ بدل کی. څه پوښتني یې شروع کړې اووې ویل: اي ابو حازم رضي الله عنه دا څه خبره ده چي موږ د مرګ څخه بیرېږو؟
 

 
ابو حازم رضي الله عنه: وجه داده چي تا خپل آخرت وران کړی دی او دنیا دي آباده کړی ده. نو په دې وجه د آبادۍ څخه وارنۍ تلل نه خوښوې.
 

 
سلیمان ومنله او پو ښتنه يې وکړه: د الله جل جلاله په حضور کي به حاضري څنګه وي؟
 

 
ابو حازم رضي الله عنه: ښه عمل کوونکي به د الله جل جلاله مخ ته داسي ځي لکه یو مسافر چي د سفر څخه واپس سي او د خپل کور خلګو ته ځي. او بد عمل کوونکي به داسي واړندي کیږي لکه تښتیدلي غلام چي ونیول سي او بیا د مالک مخ ته راوستل کیږي.
 

 
خلیفه سلیمان چي دا واورې ده نو په ژړا سو او وې ویل: افسوس! که موږ ته معلومه وای چي الله جل جلاله زموږ د پاره څه صورت مقرر کړی دی؟
 

 
ابو حازم رضي الله عنه: خپل عملونه قرآن ته وړاندي کړه نو پته به درته ولګېږي.
 

 
خلیفه سلیمان: د قرآن د کم آیت څخه به دا معلومه سي؟
 

 
ابو حازم رضي الله عنه: د الله جل جلاله رحمت خو لوی دی، حتی چي بد کاروته هم د خدای جل جلاله رحمت رسېږي. نو ابوحازم رضي الله عنه وویل: إِنَّ الْأَبْرَارَ لَفِي نَعِيمٍ (سورة مطففین الایة ۲۲) وَإِنَّ الْفُجَّارَ لَفِي جَحِيمٍ (سورة انفطار الایة ۱۴) یعني بیشکه ښه عمل کونکی به د جنت په خوندو کي وي او نا فرمانه ګنهګاران به په دوږخ کي وي.
 

 
خلیفه سلیمان: د الله جل جلاله رحمت خو لوی دی حتی بد کارو ته هم د خدای جل جلاله رحمت رسېږي.
 

 
ابو حازم رضي الله عنه: هغه خلګ دي چي عقل سلیم او مروت لري.
 

 
خلیفه سلیمان: کم عمل ښه دی؟
 

 
ابو حازم رضي الله عنه: د فرضو او واجبو ادا کول او د حرامو څخه بچ کیدل.
 

 
خلیفه سلیمان: کمه دعا فبليږي؟
 

 
ابو حازم رضي الله عنه: پر کم سړی احسان سوی وي نو د هغه دعا د احسان کوونکي د پاره قبلیدو ته زیاته نژدې ده .
 

 
خلیفه سلیمان: صدقه کمه ښه ده؟
 

 
ابو حازم رضي الله عنه: د خپل افلاس او خوارۍ سره سره یو داسي څه سائل ته ورکول چي پر هغه مصیبت راغلی وي او داسي خرڅ کول چي نه په هغه سره د مخکي احسان اثباتول وي او نه په هر ګړي هغه ته تکلیف ورکول وي.
 
 
خلیفه سلیمان: کم کلام ډیر ښه دی؟
 

 
ابو حازم رضي الله عنه: د کم سړي په وړاندي بغیر د څه رعایت څخه د حق خبره کول ښه خبره ده.
 

 
خلیفه سلیمان: کم یو مسلمان تر ټولو زیات هوښیار دی؟
 

 
ابو حازم رضي الله عنه: هغه سړی چي د الله جل جلاله د فرمان بردارۍ د پاره يې کار کړی وي او نورو ته یې د داسي کولو دعوت ورکړی وي.
 

 
خلیفه سلیمان: په مسلمانانو کي کم یو سړی ډیر زیات کم عقل دی؟
 

 
ابو حازم رضي الله عنه: هغه سړی چي د خپل ورور د ظلم کومک کوي، ددې مطلب دا سو چي هغه د نورور خلګو د دنیا د صحیح کولو او سمولو د پاره خپل دین خرڅ کړی وي. سلیمان وويل چي صحیح دي وویل.
 

 
وروسته سلیمان په نورو واضحو الفاظو کي پوښتنه وکړه چي زموږ په باره کي ستاسي څه رایه ده؟
 

 
ابو حازم رضي الله عنه:  ددې څخه ما سېوا که ما معاف کړې نو ډیر ښه به وي.
 

 
خلیفه سلیمان: نه تاسي ضرور څه د نصیحت کلمې ووایاست.
 

 
 ابو حازم رضي الله عنه: اي امیرالمومنینه! ستا پلرو او نیکو د توري په زور پر خلګو تسلط حاصل کړی وو او په زور يې د خلګو د رضا څخه بغیر پر هغو حکومت قائم کړی وو او ډیر خلګ یې قتل کړي وه. او ددې ټولو د کولو څخه وروسته هغه ټول ددې دنیا څخه رخصت سوه. کاشکي تاته معلومه وای چي تر مرګ وروسته به هغوی څه وایي او هغوی ته به څه وویل سي؟
 

 
په نوکرانو کي یوه سړي چي د باچا د مزاج خلاف د ابوحازم رضي الله عنه دا په ډاګه وینا واوریده وویل چي اي ابو حازم رضي الله عنه تا دا ډیره بده خبره کړې ده. ابوحازم رضي الله عنه وویل چي ته غلط وایي! بده خبره نه ده ویل سوې بلکه هغه خبره ویل سوې ده چي د کمي د ویلو موږ ته حکم دی ځکه چي الله جل جلاله د علماوو څخه وعده او پیمان اخستی دی چي حقه خبره به خلګو ته وایاست پټوې به يې نه: لَتُبَيِّنُنَّهُ لِلنَّاسِ وَلَا تَكْتُمُونَه. (سورة آل عمران الایة ۱۸۷) .
 

 
خلیفه سلیمان بیا پوښتنه وکړه چي ښه اوس زموږ د صحیح کیدو څه طریقه ده؟
 

 
 ابو حازم رضي الله عنه: تکبر پریږده مروت په ځان کي پیدا که او حقدارو ته د هغوی حقونه په انصاف ورکه.
 

 
خلیفه سلیمان: ابوحازم رضي الله عنه! آیا کیدای سي چي ته زموږ سره پاته سې؟
 

 
ابو حازم رضي الله عنه: په الله جل جلاله سره پناه غواړم!
 

 
خلیفه سلیمان: ولي؟
 

 
ابو حازم رضي الله عنه: ددې وجي چي ما ته خطره ده چي زه ستا د مال، دولت او عزت طرف ته مائل نسم چي د هغه په نتیجه کي به ما ته بیا عذاب، بیرول وي.
 

 
سلیمان: ښه که ستا څه ضرورت وي نو ويې ښیه چي موږ یې پوره کړو.
 

 
ابو حازم رضي الله عنه: هو یو حاجت سته چي د جهنم څخه خلاصي راکه او په جنت کي مي داخل.
 

 
سلیمان: دا زما په اختیار کي نه دی.
 

 
نو ابوحازم رضي الله عنه وویل چي بیا زه ستا څخه د بل څه حاجت پوره کول نه غواړم.
 

 
په آخر کي سلیمان وویل چي ښه زما دپاره دعا وکه نو ابوحازم رضي الله عنه دا دعا وکړه:
 

 
اي الله جل جلاله که سلیمان تاته خوښ وي نو ته د هغه د پاره د دنیا او آخرت دواړو د بهترولو عملونه آسان کړې او که چیري دی ستا دښمن وي نو دی تر وریښتان ونیسه د خپل رضا د کارونو په طرف یې راوګرځوه.
 

 
سلیمان وویل چي د خپل پرودګار عظمت او جلال په هغه درجه کي ساته چي هغه دي په هغه مقام کي ونه وېني د کم څخه یې چي منع کړې ده او د هغه مقام څخه غیر حاضر مه سې کم ته چي هغه ته د راتلو حکم کړیدي. سلیمان ددې مجلس د فارغ کیدو څخه وروسته سل اشرفي د ډالۍ په توګه ابوحازم رضي الله عنه ته ولیږلې.
 

ابوحازم رضي الله عنه دا د یو خط سره واپس کړې او په خط کي يې دا لیکلي وه چي که چيري دا سل اشرفۍ زما د خبرو بدله وي نو دا زما په نزد تر وینو او خنزیر زیات بېکاره شي دی او که دا په دي وجه لیږل سوي وي چي په بیت المال کي زما حق سته نو زما په شان په زرګونو عالمان او د دین خدمت کاران سته که چیري ټولو ته تا دومره ورکړي وي نو زه یې هم اخیستو ته اماده یم او که چیري نه نو بیا ماته ددې ضرورت نسته.

ماخذ: معارف القرآن جـ ۱ صـ ۱۸۸ – ۱۹۱، علامه مفتي محمد شفیع رحمة الله علیه
 
 یادونه: ددې قصې انګریزي ژپاړه په دغه پيوند لوستلای سی:  Speaking the truth
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته