تازه سرليکونه
د (معاملات) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د سلم شرطونه
 
  January 23, 2014
  0
امام ابوحنيفه رحمة الله علیه وايي : د سلم په سودا کي د اوو شيانو معلومول ضروري دي لکه :

(١) جنس
(٢) نوع 
(٣) صفت
(٤) مقدار 
(٥) د تسليمۍ نېټه 
(٦) پيسه  
(٧) د تسليمۍ ځاى .

ځکه د همدې اوو شيانو په معلومولو د مُسْلَم إِلَيْه او رب المال يعني د بايع او مشتري تر منځ   جګړه او نزاع نه را منځ ته کيږي .

د جنس څخه مراد دادى چي مُسْلَم فِيهِ به معلوم وي چي ورجي ، غنم ، وربشي او که بل داسي شى دى ځکه دا هر يو ځان ته بېل بېل جنس دى، هر جنس بېل بېل انواع او ډولونه لري مثلاً : ورجي يو جنس دى ، پنډي ورجي ، نرۍ ورجي او سېلا ورجي يې ځيني انواع او ډولونه دي او هر نوع يې ځان ته بېل بېل صفتونه لري يعني هر نوع يې اعلي درجه ، ميانه درجه او کښته درجه لري .

که په سلم کي اول نمبر سېلا ورجه ياده سي نو د  مُسْلَم فِيهِ جنس ، نوع او صفت دا ډول څرګند سو چي د بايع او مشتري تر منځ د تسليمۍ پر مهال يو مخ د نزاع او شخړي مخه نيسي .

ورجي د مُسْلَم فِيهِ جنس ، سېلا يې نوع ، اول نمبر يې صفت سو .

د مقدار څخه مراد د مُسْلَم فِيهِ مقدار او د پيسو څخه يې مراد د هغه قيمت دى .

په سلم کي ثمن يعني پيسې نقدي ورکول کيږي او مَبِيعَه يعني مُسْلَم فِيهِ وروسته ورکول کيږي ، نو د مُسْلَم فِيهِ د تسليمۍ نېټه او ځاى هم بايد وټاکل سي . 

ياران وايي : که د تسليمۍ ځاى معلوم نه کړل سي بيا هم سلم صحيح دى ، البته د تسليمۍ ځاى يې د سودا ځاى دى ، په کوم ځاى کي چي د سلم تړون وکړي په هماغه کلي او محله کي به رَبُّ السَّلَم مُسْلَم فِيهِ و مُسْلَم إِلَيْه ته تسليموي .
 
په سلم کي بايد راس المال د سودا په مجلس کي و  مُسْلَم إِلَيْه ته تسليم کړل سي .

 مُسْلَم إِلَيْه ته ناجايزه ده چي د راس المال د قبض کولو تر مخه په هغه کي تصرف وکړي . 

دغه ډول رَبُّ السَّلَم ته هم ناجايزه ده چي د مُسْلَم فِيهِ تر قبضولو دمخه په هغه کي تصرف وکړي يعني داسي نسي کولاى چي تر تسليمولو د مخه يې پر بل چا خرڅ کړي يا بل څوک د ځان سره پکښي شريک کړي .
 
 

 
ماخذ: فقه المبتدي، دریم ټوک- معاملات
مؤلف: مولوي محمد عمر خطابي

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته