تازه سرليکونه
د (فتوا زکات) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا: د مېرمني د زرو اختیار او زکات یې
 
  December 22, 2013
  0

 تعليم الاسلام دارالافتاء


د صادرې شميره : (۱۱۱۷)

نوم:  فریداحمد

سوال : زه د (۳۵۰۰۰۰) سره زر لرم د کوچنیانو مي دي د دې سرو زرو خرڅولو حق هم لرم نغدي پیسې نه لرم پر ما باندي زکات سته او که نه؟

 جواب : 

حامداً و مصلياً

د سرو زرو نصاب د وزن په حساب معلومیږي که وزن ئې اوه نیمي تولې تقریباً ۸۷ ګرامه یا تر دې زیات وي، او د سپینو زرو  د دوو پنځوس نیمې تولې وزن دی تقریباً ۶۱۲ ګرامه کیږي، او تر پور او د ژوندانه د نهائي ضروري اړتیا و څخه زاید وي بیا زکات پکښي لازمیږي.  د کال په اخیر کی ئې بازاري ارزښت او قیمت معلوم کړی، د ارزښت او قیمت دوه نیم فیصده زکات اداکړي.

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(١):  لیس فیما دون مائتی درهم صدقه ... فإذا كانت مائتين وحال عليها الحول ففيها خمسة دراهم.... ليس فيما دون عشرين مثقالا من الذهب صدقة فإذا كانت عشرين مثقالا ففيها نصف مثقال. .. الخ. الهدایة: ج۱، ص۱۷۶- ۱۷۷.
(۲):  آپ کی مسائل اور ان کا حل: ج۵، ص۸۰. 


جواب: مولوي عبدالغفار حسیني
الجواب صحيح: مولوي عبدالهادي اغا  و مولوي سید عبدالباري
تعلیم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته