تازه سرليکونه
د (نکاح) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د ظهار کفاره
 
  April 11, 2013
  0
وړاندي مو ولوستل چي په ظِهَار موقتي او لنډ مهاله حرمت راځي .

ظِهَارکونکى تر هغه مهاله د دې ښځي سره جماع او جماع ته هڅونکي کارونه نه سي کولای تر څو چي کفاره یې ادا کړې نه وي .

د ظِهَار کفاره په لومړي ګام کي د مریي آزادول دي که د مريي د آزادولو توان یې نه درلودى ، بیا دوې میاشتي یوه په بلي پسې روژه نیول کیږي ، که په منځ کي یې کوچنی اختر یا د لوی اختر ورځي راسي یا یوه روژه په کښي وخوري بیرته به روژې د سر څخه راګرځوي .

که د دوو میاشتو روژو نيولو توان یې نه درلودى مثلا بوډا وو یا په نه جوړېدونکي ناروغی اخته وو بیا به شپېته مسکینان یوه ورځ لږ تر لږه دوه وختونه په نس مړوي  یا به شپېتو مسکینانو ته هر مسکین ته د سرسایې په اندازه غنم ، وربشي او داسي نور څه ورکوي ، د دغو موادو په ارزښت نقدي پیسې هم ورکول کېدلای سي .

داسي هم کولای سي چي یو مسکین شپېته ورځي موړ کړي ، یا یوه مسکین ته هره ورځ د یوې یوې ورځي سرسایه په شپېتو ورځو کي ورکړي ، خو په یو ورځ یو ځايي د شپېتو ورځو فدیه یوه مسکین ته نه ورکول کیږي .

ماخذ: فقه المبتدي، دوهم ټوک- نکاح
مؤلف: مولوي محمد عمر خطابي
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته