تازه سرليکونه
د (فتوا بېلابېل مسائل) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا: ولي ځني کسان مذهب ته قائل نه دي؟
 
  March 3, 2013
  0

 تعليم الاسلام دارالافتاء


مسلسله شمېره : (١٤٣)

نوم: نثار احمد
       
سوال : په اوسني عصر کي مذهب تعقيبول څنګه کار دى ډېري موضوعګاني راسي خلګ وايي چي دا زموږ په مذهب کي نسته نو کله چي د قران او حديث راسي نو فقه مسله څنګه ده .
 
جواب :  

حامداً و مصلياً

 کوم کسان چي و مذاهب  اربعه وو (څلورو مذهبونو) ته ښه عقيده لري او داسي وايي چي امامانو رحمهم الله د قران او حديث تشريح موږ  ته کړې ده ، ناسخ او منسوخ يې راته معلوم کړي دي او د احاديثو قوي او ضعيف يې راته معلوم کړي دي  نو دغسي کسان زموږ څخه د مذهب د تعقيبولو پوښتنه نه کوي ځکه چي دا امامان رحمة الله علیهم په داسي زمانه کي وه چي هغه نبي کریم صلی الله علیه وسلم ته ډېره  نژدې وه او  رسول الله صلی الله علیه وسلم  و هغې زمانې ته د زمانو خیر  ويلي دي.

 او هغه کسان چي د خیر القرون امامان د قران او حديث مقابل بولي يا يې په قران او حديث باندي جاهل بولي (نعوذ بالله) او د نوي مذهبونو تابع دي نو  و دغسي کسانو ته د مذهب په اړه زموږ جواب او  وضاحت ګټه نه کوي، دوی ته د خپل مخترع حکم د عبادلة ثلاثه وو تر حکم ډېر معتبر دى .
 
جواب : مولوي عبدالهادي اغا 
الجواب صحيح : مولوي سيد عبدالباري
تعليم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته