تازه سرليکونه
د (فتوا بېلابېل مسائل) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا: د دفتر ملګري بد چلند راسره کوي
 
  January 23, 2013
  0

 تعلیم الاسلام دارالافتاء


مسلسله شمېره : (٤١٣)

نوم: رحيم الله

سوال : زما سره په دفتر كي ملګري سته او زه دهغه سره ښه ژوند كوم او دو ي زما سره بد ژوندکوي  زما هر ه ورځ شْيطانت كوي زموږ  مشر ته  ، زموږ مشر زما سره سم دي زه څه وكم ؟ 

جواب :
 
حامداً و مصلیاً

داسي اخلاق چي د یوه طرفه بد چلند او د بل طرف څخه عفوه او ښه چلند وي هم دا الله جل جلاله په خپل کتاب کي د هغو بنده ګانو په صفات کي بیان کړي دي چي وه الله جل جلاله ته ډیر نژدې بنده ګان دي (۱) .

 او نبي کریم صلی الله علیه وسلم و دغه نفر ته په قیامت کي د لوړو درجو زیری  ورکړی دی(۲).

 او ته و خپلو داسي اخلاقو ته دوام ورکړه آخر به دغه بد چلنده خلک ستادوستان ګرځي . (۳) (ددغه خبرو دلائل لاندي مطالعه کړئ).

جواب : مولوي عبدالهادي اغا  
الجواب صحیح : مولوي سید عبدالباري  
تعلیم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان
ــــــــــــــــــــــ
(۱): وَالْكَاظِمِينَ الْغَيْظَ وَالْعَافِينَ عَنِ النَّاسِ وَاللَّهُ يُحِبُّ الْمُحْسِنِينَ. سورة آل عمران، ایت ۱۳۴
 
(۲): عن أبي بن كعب رضي الله عنه : أن رسول الله صلى الله عليه و سلم قال : من سره أن يشرف له البنيان و ترفع له الدرجات فليعف عمن ظلمه و ليعظ من حرمه و يصل من قطعه معارف القران ، ج۲ ، ص۱۸۹ ، ( المستدرک علی صحیحین ) .
 
(۳):ادْفَعْ بِالَّتِي هِيَ أَحْسَنُ فَإِذَا الَّذِي بَيْنَكَ وَبَيْنَهُ عَدَاوَةٌ كَأَنَّهُ وَلِيٌّ حَمِيمٌ. سورة فصلت، معارف القران ، ج۲ ، ص۱۹۰ 
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته