تازه سرليکونه
د (فتوا اسلامي عقايد) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا: زه در ته ګرانه یم که رسول الله ص؟
 
  January 26, 2013
  0

 تعليم الاسلام  دارالافتاء


نوم: روح الله هلالي 

مسلسله شمېره : ( ٤٢٦)

د اوسېدو ځای: پښین بلوچستان      


سوال : یوښځې خپل میړه ته وویل چې زه درته ګرانه یم العیاذباالله که محمد(ص)؟ ميړه نه بلکې غویې وویل ښځې ته راته ګرانه یې.په دغه صورت کې به میړه څه کوې اوڅه پری سته /

جواب :

حامداً و مصلياً

ده مسلماني ښځي لپاره داسي پوښتنه نه وه په کار چي کړي يې واى او نه د مسلمان سړي لپاره داسي  جواب پکار وو خو اوس دا سوال او  جواب پيښ سوی دی نو په دې مسئله کي تفصيل دى:
 ګرانښت ته محبت ويل کیږي او محبت پر دوه قسمه دى:

۱: طبعي
۲: اختياري يا عقلي .

طبعي محبت دچا په اختيار کي نه دى د هر انسان په زړه کي د اولاد سره او د مور او پلار سره محبت الله جل جلاله  ايښي دى په دې قسم محبت سره مؤاخذه نسته  ، او محبت اختياري چي هغه تعظيم د امر د غير دى پر امر د نبى عليه الصلاة و السلام باندي (نسبت نورو ته به د نبي کریم صلی الله علیه وسلم محبت او تعظیم زیات کوي) دا قسم محبت د  ايمان د شروطو څخه دى .

جواب : مولوى عبدالهادي اغا 
الجواب صحیح : مولوى سيد عبدالباري 
تعليم الاسلام  دارالافتاء
کندهار  افغانستان
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۱): عَنْ أَنَسِ بْنِ مَالِكٍ ، قَالَ : قَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى الله عَليْهِ وسَلَّمَ : لاَ يُؤْمِنُ أَحَدُكُمْ حَتَّى أَكُونَ أَحَبَّ إِلَيْهِ مِنْ وَلَدِهِ وَوَالِدِهِ وَالنَّاسِ أَجْمَعِينَ. متفق علیه، مشکوَ باب الايمان .
 
(١) : وليس المراد الحب الطبعى لانه لا يدخل تحت الاختيار ولايکلف الله نفسا ولا وسعها بل المراد الحب العقطى الذى يوجب ايثار ما يقتضى رجحانه ويستدعي اختياره وان کل علمي خلاف الهوى. مرقاة شرح مشکوة، ج١ ،ص٧٣، کتاب الايمان 
 
(٢) : ومن علامة الحب المذكور أن يعرض على المرء أن لو خير بين فقد غرض من اغراضه أو فقد رؤية النبي صلى الله عليه و سلم أن لو كانت ممكنه فإن كان فقدها أن لو كانت ممكنة أشد عليه من فقد شيء من اغراضه فقد اتصف بالاحبية المذكورة ومن لا فلا. فتح الباري شرح البخاري ،ج١ ،٧٦ ، باب حب الرسول 
 
(٣): قال البيضاوي: المراد بالحب هنا الحب العقطى الذى هو ايثار ما يقتضى العقل السليم رجحانه وان کان على خلاف هوى النفس کالمريض  يعاف الدواء بطبعه فينفرعنه ويميل اليه بمقتضي عقله فيهوى تناوله. روضة المتقين للنوى، ج١ ، ص٤٠٧ ، باب فضل الحب في الله والحث عليه 
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته