تازه سرليکونه
د (فتوا اسلامي عقايد) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا: ایا نبي (ع) د الله د نور څخه دی؟
 
  June 9, 2013
  0

 تعليم الاسلام دارالافتاء


مسلسله شمېره : (۸۶۰)

نوم: نصرت الله 
                                                     
سوال : ایا دغه عقیده صحیح ده چي څوک ووایي حضرت محمد صلی الله علیه وسلم د  الله (ج) دنور څخه پیدا دی.دغه خبره کول د الله(ج) په پاک ذات کي شرک دئ او که نه ؟ 

 جواب : 

حامداً و مصلياً

دا حديث که ثابت هم سي مطلب ئې دا نه دی چي نبي کریم صلی الله علیه وسلم د الله تعالى د نور جزء دى، که څوک رسول الله صلی الله علیه وسلم د الله جل جلاله د ذات جزء و بولي دا مشرکانه عقيده ده، د ا دا ډول باطله عقيده ده لکه څه ډول چي ئې عيسويان د حضرت عيسى عليه السلام په هکله لري، بلکي نبى اکرم صلی الله علیه وسلم بشر دى، پلار ئې عبدالله  او نيکه ئې عبدالمطلب دى، لکه څه ډول چي نور عام انسانان الله تعالى (مِنْ نُطْفَةٍ أَمْشَاجٍ) يعني د مور او پلار د ګډي نطفې څخه را پيدا کړي دي، دغه ډول انبياء عليهم السلام هم الله جل جلاله د مور او پلار څخه پيدا کړي دي، ځکه يې نو د نسب نسبت پلار او نيکه ته کیږي، البته حضرت عيسى عليه السلام الله جل جلاله يوازي د مور څخه پيدا کړى دى او ادم عليه السلام ئې د خاورو څخه پيدا کړى دى. 


ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(١): خير الفتاوی : ج١ : ص١٣٨ . مکتبه امداديه ملتان .

الجواب : مولوي عبدالهادي اغا 
الجواب صحيح : مولوي سيد عبدالباري و مولوي عبدالغفار حسيني
تعليم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته