تازه سرليکونه
د (نکاح) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
رجعي طلاق
 
  January 24, 2013
  0
د رجعي طلاق او د بائن طلاق لفظونه مو دمخه ولوستل ، په لنډ ډول ویلای سو چي په صریحو الفاظو رجعي طلاق واقع کیږی او په کنايی الفاظو بائن طلاق واقع کیږي .

دلته د رجعي طلاق شمېر او هم د رجوع کولو د طریقې بیانوو ، د رجعي طلاق شمېر دوه دی .

که څوک خپلي ښځي ته په صریح لفظ یو طلاق ورکړي ، که دا یې لومړی طلاق وو او تر دې  وړاندي یې هيڅ کله ښځي ته طلاق نه وو ورکړی ، دا رجعي طلاق سو .

که مېړه يې د عدې تر پوره کېدلو  دمخه رجوع ورته وکړي نو هغه مخکنۍ نکاح یې تر منځ بیرته پر خپل حالت پاتیږي او نوې نکاح تړل نه غواړي .

د رجوع کولو څخه وروسته که دوهم ځل په صریحو الفاظو بل طلاق ورکړي ، دا هم رجعي طلاق دی ، په عده کي دننه یې مېړه رجوع ورته کولای سي ، خو په دوهم ځل طلاق ورکولو د دغي ښځي د رجعي طلاق شمېر بشپړ او پوره سو .

که د دوهم طلاق څخه وروسته په عده کي رجوع ورته وکړي ، یا تر عدې وروسته نکاح ورسره وتړي او دریم ځل بيا په صریحو الفاظو طلاق ورکړي ، په دريم طلاق ښځه يو مخ ځني بېليږي او بيا يې نه مېړه رجوع ورته کولای سي او نه بیا هيڅ کله نکاح ورسره نوې کولای سي .

که ښځي لره په لومړي ځل کي بائن طلاق ورکړي او تر هغه وروسته نکاح ورسره وتړي ، د نکاح وروسته دوهم ځل په صریحو لفظونو یو طلاق ورکړي دا هم رجعي طلاق دى ، خو وروستی رجعي طلاق يې دی ځکه ترمخه یې یو طلاق تېر سوى دی .

د دوهم طلاق څخه وروسته رجعي طلاق نسته یعني که دریم طلاق ورکړي د هغه څخه وروسته يې مېړه نه رجوع ورته کولای سي او نه نکاح ورسره تجديد او نوې کولای سي .

ماخذ: فقه المبتدي، دوهم ټوک- نکاح
مؤلف: مولوي محمد عمر خطابي
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته