تازه سرليکونه
د (فتوا حيض او نفاس) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا: ښځي ته د عرفات په ورځ حیض راتلل
 
  September 11, 2016
  0

 تعلیم الاسلام دارالافتاء 


نوم: صبور ګل  

سوال : كه چيرى ځوانه ښځه حج ته لاړه او هلته دى عرفات په ورځ حيض ورته و شو دا ښځه  به خپل حج څنګه ؟

جواب : 
حامداً و مصلياً
 
ښځه چي هر وخت حایضه سي، هغه که تر احرام وروسته وي اوکه تر عرفات وروسته نو دا ښځه د حج ټول افعال کولای سي خو بېله طواف څخه (۱). که چیري طواف زیارت وي نو ودي یې ځنډوي، هر وخت چي پاکه سوه بیا دي يې وکړي او که طواف رخصت وي نو هغه دي پرېږدي. بیا که چیري دا ښځه مجبوره کړل سوه چي د مکې څخه ولاړه سي  مخکي تر دې چي دا د حیض څخه پاکه سي  بیا دي دا غسل وکړي (۲) او تر نامه لاندي دي ښه په ټوکرانو پټ کړي، طواف زیارت دي وکړي خو وښ یا غویی به حلالوي.



جواب: مولوي عبدالهادي اغا  
الجواب صحیح: مولوي سيد عبدالباري
تعلیم الاسلام دارالافتاء 
کندهار افغانستان


ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۱):وإذا حاضت المرأة أو نفست فلا غسل عليها بعد الإحرام، وإنما يلزمها أن تشد الحفاظ الذي تضعه كل أنثى على محل الدم، لمنع تسربه للخارج. ثم تفعل سائر مناسك الحج إلا الطواف بالبيت. الفقه الاسلامي وادلته- ج ۳، ۱۶۲
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته