تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
ايا په همدې مسلماني؟
 
  October 22, 2015
  0

 بسم الله ا لر حمن الرحيم


آيا په همدې مسلماني؟

رالېږونکي: یوه خورکۍ

 ګرانه وروره او درنې خوري څه فکر کوی چي آيا دا ډول مسلماني به له ما او تا څخه ياسر ، سميه او عمار (رضي الله عنهم ) جوړ کړي؟ آيا پدې اسلام به د محمد بن قاسم او قتيبه تاريخ را ژوندي کړای شو؟ آيا په همدې با ورکولای شو چی د خبيب په څېر د دار کړۍ ته خاندو؟ آيا پدې ايمان د بلال، سلمان او صهيب (رضي الله عنهم) خاطرې او تجربې کولای شو؟ آيا عجيبه نده که مو ځوان د ختيځ او لوېديځ په فلسفو پوه شي خو د قرآن او سنتو له سپېڅلو سرچينو څخه ناخبره وي؟
 
که مو  زده کونکي د چنګېز او ناپېليون تاريخ ولولي خو د خاليد بن وليد (رضي الله عنه) او صلاح الدين ايوبی رحمة الله علیه د فتوحاتو په هکله معلومات و نه لري، که مو  ځوان د هندي فلم بازيګر د ځان لپاره بېلګه وټاکي خو د هدايت ستوري لکه: ابوبکر، عمر، عثمان او علي رضي الله عنهم ونه پېژنو.

 د حل لاره څه ده؟ کله چي مو د ټولني دا حال سي آيا اړينه نده چی په پوره بصيرت سره په خپل دين منګولي ټينګي کړو؟ 
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته