تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د غرونو پر څوکو (۱)
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  January 9, 2024
  0

مولوي عبدالرحیم راشد/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه


د غرونو پر څوکو
 په نېکیو کي یو له بل څخه وړاندي والی کول
(لومړۍ برخه/  سريزه) 


یادونه: درنو لوستونکو (د غرونو پر څوکو)  کتاب د سیمي د نوموتي لیکوال او ژباړن مولوي عبد الرحیم راشد اثر دئ، چي د خدای پالو، صادقو، رښتینو، پرهېزګارانو او ... په حال مو خبروي، د کتاب ارزښت ته په کتو د تعلیم الاسلام ویب پاڼه ئې خپروي، هیله ده دیني او علمي دنده مو په ماته سي. 

 

الحمد لله وحده والصلوة والسلام علی من لا نبي بعده!

اما بعد!
قدرمنو لوستونکو! ستاسو د علمي، دیني او ادبي تندي د خړوبولو، د دنیا او آخرت د نېکمرغیو د ترلاسه کولو له پاره موږ به د ښو خلکو له یوې داسي ډلي سره سفر ولرو، چي هغو کسانو د رب جل جلاله په اطاعت کي یو له بل سره مقابله وکړه او د نېکو کارونو د تر سره کولو پر لور یې ګړندي ګامونه واخیستل.


د هغو کسانو سره مو سفر دی، چي د خدای جل جلاله مغفرت او ښکلو جنتونو و تللو ته یې کوښښونه کول.


دا د یوې داسي ډلي کیسې دي، چي د غرونو له پورته کېدو څخه یې وېره نه وه، بلکي له خپلو غاړو څخه یې د غلامۍ توغ را کښته کړ او د الله جل جلاله د میني بیرغ یې پورته کړ.


دا هغه نارینه او ښځي دي، چي د غرونو سرته پورته سوي، هیڅ دنیوي خوند د دې خنډ واقع نه سو، چي دوی خپل پالونکي ته و نه رسېږي او هیڅ نفسي غوښتني او شهوت هم د دې مانع نه سول، چي دوی له خپل دین څخه په نورو شیانو مصروف کړي.


همدارنګه د دوی پالونکي هم له دوی سره مینه درلوده او ځان ته یې نژدې کړه او په لوړو مرتبو یې ونازول.


الله تعالی په خپل سپېڅلي کلام کي فرمایي: فَلَا تَعْلَمُ نَفْسٌ مَّآ أُخْفِىَ لَهُم مِّن قُرَّةِ أَعْيُنٍ جَزَآءً  ۢ بِمَا كَانُوا يَعْمَلُونَ(۱۷)أَفَمَن كَانَ مُؤْمِنًا كَمَن كَانَ فَاسِقًا ۚ  لَّا يَسْتَوُۥنَ.[سورة السجدة: ۱۷-۱۸]


ژباړه: نو د سترګو يخېدو كوم وسايل چي د هغو د عملونو په مكافات کي د هغو له پاره پټ کړل سوي دي، هيڅ ساه کښ په خبر نه دئ.


ښه نو، آيا دا کېداى سي: څوک چي مؤمن وي، هغه دي د هغه چا په څېر سي، چي فاسق وي؟ دغه دواړه نه سي برابرېدلای، بلکل دا هیڅکله نه سي برابرېدلای، ځکه هغه څوک چي ټوله ورځ په روژې نیولو او شپه په تهجد تېروي، له هغه کس سره چي ورځ د حیواناتو په رکم او شپه په سندرو او بانډارونو تېروي، هیڅکله دا دوه نه سي سره برابرېدلای.


همدارنګه الله جل جلاله فرمایي: أَمَّا الَّذِينَ ءَامَنُوا وَعَمِلُوا الصّٰلِحٰتِ فَلَهُمْ جَنّٰتُ الْمَأْوٰى نُزُلًۢا بِمَا كَانُوا يَعْمَلُونَ(۱۹) وَأَمَّا الَّذِينَ فَسَقُوا فَمَأْوٰىهُمُ النَّارُ ۖ كُلَّمَآ أَرَادُوٓا أَن يَخْرُجُوا مِنْهَآ أُعِيدُوا فِيهَا وَقِيلَ لَهُمْ ذُوقُوا عَذَابَ النَّارِ الَّذِى كُنتُم بِهِۦ تُكَذِّبُونَ.[سورة السجدة: ۱۹-۲۰]


ژباړه: كومو كسانو چي ايمان راوړى دی او غوره عملونه یې کړي دي، د هغو له پاره خو د مېلمستيا په ډول د خپلو عملونو په بدل كي جنتونه ورته هستوګنځي دي او كومو كسانو چي فسق غوره کړی دی، د هغو هستوګنځى دوږخ دی.


هر كله چي هغوى ورڅخه وتل وغواړي، بيرته به په کښي وغورځول سي او ورته وبه وويل سي، چي اوس د همغه اور د عذاب خوند وڅكئ، چي تاسي درواغ ګڼئ.


عزتمندو لوستونکو! که غواړئ چي د پرهېزګارانو په حال ځانونه خبر کړئ، نو زموږ سره پاتي سئ، چي د هغو بې وزلو څخه مو خبر کړو، چي دنیوي ژوند یې له کړاوونو څخه ډک، خو په بل اړخ کي یې خپل اخروي ژوند ګل او ګلزار کړی وو.


یاد کتابګوټی په ۲۵ برخو کي د کندهار اطلاعات او فرهنګ ریاست په یوې پخواني اخبار (طلوع افغان) کي نشر سوی دی، چي د ملګرو همدا خوښه وه، چي باید ټولي برخي یې راټولي او د کتاب په شکل چاپ سي.


موږ هم د دوی غوښتني ته لبیک ووایه او ټولي برخي مو را جمع او د کتاب په شکل مو ستاسو حضور ته وړاندي کړ.


په وروستیو کي یوه یادونه ضروري بولم، چي د یاد کتاب زیاته برخه د دوکتور محمد بن عبدالرحمن العریفي له کتاب (علی قمم الجبال) ژباړه ده، چي د یاد کتاب تر څنګ ما د نورو کتابونو څخه هم زیاتونه پکښې کړې ده.


هیله ده، چي یاد کتابګوټی ستاسو په ژوند کي د مثبت بدلون سبب وګرځي.


نور تاسو او کتاب سره پرېږدم


په درنښت
عبد الرحیم راشد

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته