تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
نوو فارغ التحصیل ځوانانو ته دي کاري زمینه
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  October 4, 2023
  0

لیکنه: بریالی فیضي/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه


نوو فارغ التحصیل ځوانانو ته دي کاري زمینې برابري سي

 
په دې وروستیو څو ورځو کي خوشبختانه د هیواد له ګوټ ګوټ څخه د بېلابیلو ولایتونو له پوهنتونونو څخه په زرګونه ځوانانو د فراغت سندونه ترلاسه کړل. دغه ټکه مسته ځوانان په بېلابیلو رشتو کي په خورا ښه ډول سره روزل سوي دي او ټولني ته وړاندي سول. 


دې ځوانانو کلونه خواري او ستړیاوي ګاللي دي، د همدې موخي له پاره چي یوه ورځ به د هیواد د آبادۍ په لاره کي خپله اغېزناکه ونډه ادا کوي.


اوس د دې وخت دئ، چي د دغه فارغ التحصیل ځوانانو له پاره د کاري زمینې غم وخوړل سي، ترڅو د دوی له انرژۍ څخه لکه څنګه چي ښايي هماغسي ګټه اخیستل سوې وي.


د افغانستان د ا.ا له پاره په کار ده، چي دغه چاره جدي ونیسي او پرې نه ږدي چي د هیواد دا ګلالي ځوانان ئې نا امیده او د وطن پرېښودلو ته اړ سي.


د پوهنتونونو یاد فراغین په بېلابیلو اسلامي، اجتماعي او طبیعي علومو کي په خورا لوړ معیار روزل سوي دي، افغانستان اوس لله الحمد داسي یوې مرحلې ته راوتلی دئ، چي امنیت د تیرو څلورو لسیزو په پرتله ښه دئ او د هیواد د پرمختګ له پاره د بل هر وخت په پرتله زمینه برابره ده، نو دا یو ښه فرصت دئ، چي د دغه ځوانانو پر مټ په بېلابیلو برخو کي پرمختګ رامنځته سي.


د هیواد پر ضعیف اقتصادي وضعیت سربېره پر دې ځوانانو خورا زیاته مالي بودجه مصرف سوې ده، نو د دې ځوانانو له پاره هم دا لازمي ده، چي د دې هیواد د جنګ ځپلو اوسېدونکو حق ادا کړي، خپله ټوله انرژي د خپل هیواد د پرمختګ له پاره وقف او وکاروي.


بدبختانه په دې وروستیو کي د ځینو مغرضو کړیو له لوري په افغانستان کي وضعیت خورا ترینګلی معرفي کیږي، د دې هیواد څخه د مسلکي، مستعدو او په کار پوه کسانو د ایستلو له پاره په خورا منظم ډول سره کار روان دئ. 


قصدا د ځینو نړۍوالو مغرضو رسنیو له لاري د افغانستان راتلونکی ګډوډ انځوریږي، ترڅو ځوانان مجبور سي، چي خپل هیواد پرېږدي او خارجي هیوادونو ته پناه یوسي، ترڅو بیا هلته د دوی د هیوادونو د بشري قوې تشه ډکه کړي.


له کومه راهیسي چي ا.ا واک ته رسېدلی، د هیواد د اقتصادي رشد له پاره ئې د هر ډول فرصت څخه استفاده کړې، په هیواد کي په اقتصادي برخه کي اوسنۍ رواني هڅي به ان شاءالله د اقتصاد له اړخه د یوه باثباته افغانستان زېری له ځان سره ولري.


افغانستان داسي یو هیواد دئ، چي په خورا زیاته پیمانه بشري قوه لري، دا هغه ځانګړنه ده، چي په خاص ډول اروپايي ممالک هم ځني بې برخي دي، د بشري قوې ترڅنګ دا هیواد له کرنیز، صنعتي، تجارتي او ټرانزیټي اړخه هم خورا زیات فرصتونه لري، چي په استفاده سره به ئې په نږدې راتلونکي کي افغانستان د پام وړ پرمختګ ولري.


نو په پایله باید ووایم، چي په لومړي قدم کي د ا.ا مسؤلیت دئ، چي باید ځوانانو ته د کاري زمینې په برابرولو سره ځوانان بهر ته له تګ څخه را وګرځوي، په دوهم قدم کي ځوانانو ته په کار ده، چي دا هیواد خپل کور وبولي او پوره پوره هڅه دي وکړي، چي خپله انرژي او استعداد د خپل هیواد په ګټه وکاروي.

 

www.taleemulislam.net

 

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته