تازه سرليکونه
د (نبوي سیرت) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
سیرت نبوي اسلامي لښکرد مکې مکرمې و طرف ته حرکت کوي
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  February 11, 2021
  0

سیرت نبوي (۲۵۴برخه)

لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه


(لومړۍ برخه )

اسلامي لښکرد مکې مکرمې و طرف ته حرکت کوي

د هجرت د اتم کال د روژې د مياشتي لس ورځي تيري سوي وې چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  د مدينې منورې څخه د مکې مکرمې پر طرف حرکت وکړی او پر مدينه منوره يې ابو ذر الغِفاري رضی الله عنه  آمر پرېښاوه، اسلامي لښکر ډير لږ لار  تللى ؤ وې ليدل چي د ها خوا يو لښکر را رهي دى، معلومات يې وکړی چي دغه څوک دي؟ هغه د بنو سُلَيم قبيله وه چي مسلمانان سوي دي او د مدينې منورې پر طرف ور رهي دي چي ټوله زر نفره او پر آسانو سپاره وه، يو نفر هم پياده پکښي نسته بلکه د اوښ سپور لا نه دى ور سره، زر نفره د آس سپاره دي چي په عربي کي (فارِس) ورته وايي او جمعه يې فُرسان ده، ټوله هم په زغرو او اسلحه پټ دي دغه لښکر راغلى او مسلمانان سوي دي، رسول الله صلی الله علیه وسلم  ډير په خوشاله سو ځکه د مسلمانانو ټول لښکر چي (7500) نفره دي زر نفره د آس سپاره نه لري او دغه نوي مسلمانان چي را  رهي دي زر نفره دي او ټول د آس سپاره دى نو خود رسول الله صلی الله علیه وسلم  ډير زيات په خوشاله سو، کوم وخت چي دوى را ورسېدل او د خپل اسلام اعلان يې وکړی عُیینه بن حِصن هغه د غطفان رئيس خو هم د مسلمانانو د لښکره سره ملګرى ؤ هغه خواشينى سو ځکه قَدر او عزت بنو سُلَيم ځني يو وړل، ده د ځان سره فکر کاوه که ما د غطفان څخه نفر را سره راوستلي واى دغه شرف او عزت به زما واى، نو يې په بې معنْی خبرو شروع وکړه وايي: دا هم فُرسان دي؟ دا خلک په جنګ نه پوهيږي، د بني سُلَيم مشر او رئيس پر را ږغ کړه ويل: که دي خوښه وي سره معلومه به يې کړو، تر دښمن د مخه به اول ستا سره جنګ وکو، سبحان الله! دا هم مسلمانان هغه نور هم مسلمانان! راغلي دي چي اسلام اعلان کي او اوس په خپل منځ کي سيالي او لويي سره کوي؟ 


څرنګه چي اصلاً دوى جديد الإسلامه وه هغه واقعي اسلام تر اوسه د دوى په زړو کي ځاى نه ؤ نيولى، زړونه يې تر اوسه هغه د جاهليت په مريضۍ اخته وه نو د دوى په منځ کي بد ويل سره شروع سوه، دا خبر و رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته ورسېدى، هغه صلی الله علیه وسلم  راغلى او دوى يې د بد ويلو څخه منعه کړه وې فرمايل: دغه خلک دي چپه خوله سي، مګر عُیینه بن حصن  بيا هم خواشينى دى چي دا څنګه کار پېښ سو؟ 


څه وخت وروسته بله قبيله را رهي ده او د مسلمانانو سره يو ځاى سوه، اوس نو د دغو قبيلو په يو ځاى کېدلو سره د مسلمانانو د لښکر شمېر او عدد لس زره نفره سو، خو عُیینه ډير خواشينى دى چي د ده قوم نسته او شرف يې د لاسه و وتى نو رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته ورغلى او ويل: يا رسولَ الله! والله موږ نه وو خبر چي ستا د جنګ دپاره د وتلو نيت دى قسم په الله که موږ خبر واى موږ به هم د لښکره سره راغلي واى، رسول الله صلی الله علیه وسلم   و فرمايل: صحي ده خير دي وي څه نه ده پېښه، مګر د عُیینه څخه شرف او عزت بل چا يو وړى، اوس نو عُیینه د مسلمانانو سره په مات زړه رهي دى چي بيا به د ده کارونه د حُنين يا د طائف په جنګ کي و وينو. 
رسول الله صلی الله علیه وسلم  خپل لښکر پر پنځه حصې تقسيم کړی، مقدمه، قلب، مؤخره، ميمنه او ميسره، چي د لښکر مقدمه دوه سوه نفره د آس سپاره وه او تر ټول لښکر د مخه رهي وه چي د لښکر دپاره يې معلومات، رهنمايي او لار ښوونه کول، د دغي مقدمې مشر او قومندان خالد بن وليد رضی الله عنه  ؤ. 


د مسلمانانو په لښکر کي بېله مشرانو څخه د اصحاب کرامو  بل څوک نه دي خبر چي د رسول الله صلی الله علیه وسلم  قصد او إراده دکوم ځاى ده، رسول الله صلی الله علیه وسلم  امر وکړی چي د هوازن پر طرف حرکت وکړی، اوس نو ټول لښکر وايي: چي موږ هوازن ته ځو، خير لښکر د هوازن پر طرف رهي دى څو نژدې و طائف ته ورسېدل. 


مسلمانانو به د معلوماتو او استخباراتو دپاره و مخ ته نفر لېږل هغو نفرو دا  حال معلوم کړى چي واقعًا هم هوازن ځانونه آماده کوي چي پر مسلمانانو حمله وکړي، خو په خپله د هوازن قبيلې بيا هم شا وخوا نفر لېږل چي د مسلمانانو د حال معلومات ولري.


د مسلمانانو د لښکر د مقدمې نفرو چي قومندان يې خالد بن وليد رضی الله عنه  ؤ د ليري يو نفر وليدى چي رهي دى، خالد رضی الله عنه  نفر پسي ولېږل چي ور سى دغه نفر راولى، نفر پسي رهي سوه هغه سړئ يې ونيوى او را يې وستى، خالد رضی الله عنه  په خپله تحقيقات او پوښتني ځني کوي ويل: سړيه دکوم ځاى يې؟ هغه ويل: د بني غِفار يم، حال دا چي سړئ د هوازن دى درواغ يې و ويل، ويل: د بني غِفار يم، خالد رضی الله عنه  ته بيا د بني غِفار ټول ښاخونه ور معلوم وه، نو ويل: په بني غِفار کي دکومه ښاخه يا پښې څخه يې؟

 

سړئ نور نه پوهېدى چي جواب ورکړي، خالد رضی الله عنه  ورته و ويل: د بني غِفار په کوم ځاى کي اوسېږې؟ سړئ بيا هم نه پوهيږي چي څه و وايي، خالد رضی الله عنه  توره پر پورته کړه ويل: درواغ خو دي معلوم سوه يا رشتيا و وايه يا دې وژنم دکوم ځاى يې؟ سړي ويل: د هوازن يم، خالد رضی الله عنه  چي د سړي پر سر يې توره نيولې وه ويل: د څه شي دپاره دلته راغلى وې؟ سړي ويل: د هوازن جاسوس يم و هغو ته مي خبرونه ور وړل. 


خالد رضی الله عنه دغه نفر و رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته ور وستى او ويل: يا رسولَ الله! د هوازن جاسوس مو نيولى دى اوس نو رسول الله صلی الله علیه وسلم  نور تحقيقات په خپله ځني کوي ويل هوازن څه کول؟ سړي ويل: ستا د جنګ دپاره يې ځانونه تيارول او آماده کول، رسول الله صلی الله علیه وسلم  و فرمايل: د دغه کار دپاره چا تشويق کړه؟ او د دې کار مشر څوک دى؟ سړي ويل مالک بن عوف.
دغه مالک بن عوف د حنين په غزاءکي مهم شخص او سړئ دى په ياد يې ولرى،


رسول الله صلی الله علیه وسلم  د دغه جنګ دپاره د دوى د آمادګۍ او ترتيباتو مفصل معلومات ځني کوي او بيا يې و فرمايل: چي سعد او هلال څه کول؟ چي دغه دوه نفره هم د هوازن د مشرانو څخه وه، جاسوس و ويل: هغو د مالک بن عوف غوښتنه نه کړه قبوله، رسول الله صلی الله علیه وسلم  امر وکړی چي دغه جاسوس بندي کړی، دلته چي مسلمانان په دغه حال خبر سوه چي د هوازن جاسوس يې نيولى دى او رسول الله صلی الله علیه وسلم  تحقيقات ځني وکړه او بيا يې بندي کړی د مسلمانانو ښه يقين سو چي زموږ جنګ د هوازن سره دى ځکه که د هوازن سره جنګ نه واى دغه جاسوس به يې ايله کړى واى، دغه جاسوس ته يې أمان هم ورکړی او بندي يې هم کړى نو يقينًا زموږ جنګ د هوازن سره دى.


مګر رسول الله صلی الله علیه وسلم  د دې دپاره د دغه جاسوس په بندي کولو امر وکړی چي دغه مسئله ښه نا معلومه سي چي د مسلمانانو جنګ د چا سره دى، کوم وخت چي د مسلمانانو لښکر د هوازن و طرف ته ښه ور نژدې سو رسول الله صلی الله علیه وسلم  امر وکړی چي مخ پر مکه مکرمه را وګرځی، اوس خلک په حيرت کي سوه چي د رسول الله صلی الله علیه وسلم  نظر ولي تغير وکړی؟ 
خلک نه پوهيږي چي زموږ د لښکر مقصد څه او کوم ځاى دى؟ دا د رسول الله صلی الله علیه وسلم  هغه کوښښ ؤ چي حال پټ وساتل سي او قریش په بې خبري کی پاته سي. 


مخ کي خو رسول الله صلی الله علیه وسلم  لښکر پر پنځو حصو وېشلى ؤ اوس چي مخ پر مکه مکرمه رهي سوه دلته يې بيا هره حصه و قبيلو ته و وېشل، د لښکر په هره حصه کي يې هغه خپله قبيله سره يو ځاى کړه، د دې تقسيم څخه بيا مقصد دا ؤ چي د هري قبيلې خلک يو د بله سره پېژني نو په جنګ کي يو د بل د شرمه څخه نه تښتي ځکه هره قبيله چي سره يو ځاى وي د شرم او بد نامۍ د بيري نه تښتي او که وتښتي و هغې قبيلې ته پېغور ورکول کيږي، دا نو د لښکر دوهم تقسيم ؤ، کوم وخت چي مکې مکرمې ته نژدې سوه رسول الله صلی الله علیه وسلم  بل درېیم تقسيم وکړی، هغه مقدمه چي دوه سوه نفره وه هغه يې زر نفره کړه چي ټول د آس سپاره او د بني سُلَيم قبيله وه، دا هغه قبیله وه چي د مدينې منورې پر لار زر نفره د آسانو سپاره د رسول الله صلی الله علیه وسلم  سره يو ځاى سوي وه دغه قبيله يې د لښکر مقدمه وګرځول او قومندان يې خالد بن وليد رضی الله عنه  ؤ. 


د لښکر د نورو حصو قومندانان زبير بن العوام، ابو عبيده عامر بن الجراح، سعد بن عباده (رضي الله عنه)وه چي د سعد بن عُباده رضی الله عنه  ډله مهاجرين او انصار وه، اوس د مسلمانانو لښکر و مکې مکرمې ته نژدې سو، خو د مکې مکرمې اوسېدونکي او قريش په هيڅ نه دي خبر حال دا چي د مسلمانانو د لښکر او د مکې مکرمې په منځ کي ډيره لږ لار پاته ده.


 په دغه وخت کي د مکې مکرمې څخه يو سړئ د خپلي کورنيه سره د هجرت په نيت را و وتى غواړي چي مدينې منورې ته مهاجر ولاړ سي او په هيڅ حال نه دى خبر چي د مسلمانانو لښکر دلته نژدې راغلى دى، دغه مهاجر عباس بن عبدالمطلب رضی الله عنه  د رسول الله صلی الله علیه وسلم  اکا ؤ، مسلمان سوى دى او په زړه کي يې اسلام ځاى نيولى دى اوس غواړي چي هجرت وکړي يو څه لار چي ولاړى که ګوري د مسلمانانو لښکر په مخه ورغلى، لښکر ته ور داخل سو او رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته ورغلى په شهادتينو يې اقرار وکړی، رسول الله صلی الله علیه وسلم  ډير زيات په خوشاله سو، عباس رضی الله عنه  هغه آخرنئ مهاجر دى پسله عباس رضی الله عنه  څخه بيا بل چا د مکې مکرمې څخه هجرت نه دى کړى ځکه د ده تر هجرت وروسته مکه مکر مه فتحه سوه او د مکې مکرمې تر فتحي وروسته بيا د مکې مکرمې څخه هجرت نسته، رسول الله صلی الله علیه وسلم  فرمايي: (لاَهِجرَةَ بَعدَ الفتح) يعني: د مکې مکرمې تر فتحي وروسته بيا د مکې مکرمې څخه هجرت نسته، ځكه مكه مكرمه هم د اسلام ښار سو، البته د نورو کفري ملکو څخه د اسلام و ملک ته د خپلو شرايطو سره برابر هجرت سته، اجر او ثواب هم لري، بلکه په ځینو حالاتو کي لازم دى.


نو عباس رضی الله عنه  هغه آخرنی نفر دى چي هجرت يې وکړی او د الله جل جلاله  إراده داسي وه چي دئ رضی الله عنه  هم د هجرت په صفت مکرم او مشرف کړي، بيا چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  څه نور هم مکې مکرمې ته نژدې سو د رسول الله صلی الله علیه وسلم  د اکا زوى ابوسفيان بن الحارث او د عمه زوى عبدالله بن ابي اُميه و لښکر ته ورغله خو رسول الله صلی الله علیه وسلم  د دوى څخه مخ واړاوه ځکه دغه دوو نفرو و رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته ډير آزار ورکړى ؤ او په اشعارو کي يې د ده صلی الله علیه وسلم  ډير ذم ويلى ؤ چي دغه بيا په خپله ډيره اوږده قصه ده.    


دحيات الصحابه د نشر سوي سلسلې په شپږمه فيته کي يې واورى.


رسول الله صلی الله علیه وسلم  نور هم د لښکره سره مخ پرمکه مکرمه رهي دى او دا خو درته معلومه ده چي مياشت د روژې ده نو د رسول الله صلی الله علیه وسلم  او د لښکر روژه هم ده څو و (کُديد) ته ورسېدل کديد يو اوبه وې چي د عسفان او قُديد په منځ کي وې، دلته رسول الله صلی الله علیه وسلم  او خلکو روژې ماتي کړې او د دغه ځاى څخه يې بيا حرکت وکړی څو د شپې يې په وادي فاطمه کي واړول چي هغه وخت (مر الظهران) ورته ويل کېده، دلته رسول الله صلی الله علیه وسلم  ټول لښکر امر کړی چي اورونه بل کړی، لس زره نفره لښکر دى او ټولو اورونه بل کړه چي تقريبًا لس زره ځايه اورونه بل سوه، په دغه شپه د پيره دارانو مشرتوب د حضرت عمر رضی الله عنه  پرغاړه ؤ. 
 (د مسلمانانو لښکر دلته پرېږده چي اورونه بلوي) 


عباس رضی الله عنه  چي د مسلمانانو په لښکرکي دى فکر وهي او د ځانه سره وايي: که دغه لښکر په زور او جنګ مکې مکرمې ته داخل سي ټول قريش تباه کيږي، د قريشو يو نفر هم ژوندئ نه پاته کيږي ځکه د قريشو شمېر اصلاً هم لږ دى، هـو! دوى د عربو اشراف او مشران وه خو عدد يې لږ ؤ اوکه اوس دغه لښکر په جنګ او وژنه مکې مکرمې ته ننوزي نو د قريشو قبيله ختميږي او څوک يې نه پاته کيږي، عباس رضی الله عنه  دا ښه وبلل چي د قريشو څخه وغواړي چي بېله جنګه تسليم سي او داسي كار و نه كړي چي دغه لښکر په زور او جنګ مکې مکرمې داخل سي. 


عباس رضی الله عنه  په دغه شپه د رسول الله صلی الله علیه وسلم  پر غاتره سپور سو او د لښکره څخه د مکې مکرمې پر طرف ور و وتى غواړي چي په دغه منطقه کي يو  څوک و ويني او ابوسفيان ته يې ور وليږي چي بيله جنګه تسليم سه په والله د دغه لښکر په مقابل کي هيڅ قوت او طاقت نه لرې، دا خو دلته حضرت عباس رضی الله عنه  د لښکره څخه ور و وتى. 


هلته په مکه مکرمه کي ابوسفيان او د قريشو نور مشران سره ناست دي خبري او مشورې سره کوي، هغه نور ورته وايي: يا اباسفيان! په دغه اوس ورځو کي د مدينې منورې د طرفه هيڅ حال نه لرو او څوک هم د هغه طرفه څخه نه راځي چي پوښتنه ځني وکو، خبرونه او معلومات قطعه دي او دا عجبه ده پخوا به همېشه د هغه ځايه څخه نفر راتله او حال به يې راوړى خو اوس بېخبره پاته يو او دا بېره سته چي مسلمانانو زموږ د حملې نيت کړى وي او زموږ په بېخبري کي حمله را باندي وکړي، نو ته مدينې منورې ته ولاړ سه او د محمّد صلی الله علیه وسلم  سره خبري وکه، خو ستا اصلي مقصد به دا وي چي هلته معلومات وکړه که محمّد صلی الله علیه وسلم   ته لوى او قوي لښکر را ټول سوى ؤ نو مکه ور تسليم که ځکه موږ نه غواړو چي مسلمانان په جنګ او زور مکې مکرمې ته را داخل سي،که بيا چيري کوچنئ او ضعيفه لښکر ورته را ټول سوى ؤ بيرته راسه او جنګ ور سره کوو.


سبحان الله! کافر قريش تر اوسه پر جنګ ټينګ دي او د جنګ خبري کوي.


ابوسفيان ته د نورو مشرانو د طرفه دغه وظيفه ورکول سوه مګر ابوسفيان غواړي چي د دغه سفره څخه ځان خلاص کي ځکه يو وار د مخه تللى ؤ او بې فايدې بيرته راغلى اوس نه غواړي چي بيا ولاړ سي، نو په دغه شپه د مکې مکرمې څخه را و وتى، حکيم بن حزام چي د قريشو بل مشر دى دا هم ور سره ملګرى دى د مدينې منورې پرلار ګوري چي ممکن د هغه طرفه څخه يو څوک راسي او دئ معلومات ځني وکړي چي په مدينه منوره کي څه حال ؤ؟ ابوسفيان د مدينې منورې پر لار يو څه نور هم مخ ته ولاړي چي ښايي يو څوک را رهي وي، که ګوري اورونه بل دي، دومره اورونه بل وه چي مځکه يې ټوله نيولې وه ځکه د مسلمانانو د هري خېمې و مخ ته اور بل ؤ، ده چي ورته وکتل پوه سو چي دا ډير لوى لښکر دى، خپل ملګري حکيم بن حزام ته يې و ويل:  دا څوک دي؟ دا د چا لښکر دى؟ په والله د دې لښکر د جنګ طاقت هيڅوک نه لري، واقعًا هم په هغه وختو او په جزيرة العرب کي لس زره نفريزه لښکر لوى لښکر ؤ، ابوسفيان د حکيم بن حزام سره د دغه  لښکر د ډېروالي په باره کي خبري کوي.


  په دغه وخت کي يو بل درېیم نفر هم د مکې مکرمې څخه را وتلى دى، چي هغه بُديل بن ورقاء د خزاعه د قبيلې مشر او رئيس ؤ، هغه خزاعه چي د بنو بکر قبيلې د قريشو په ملګرتيا درويشت نفره ور وژلي وه او هغه جنګ د حديبيې د صلحي د ماتېدلو او د مکې مکرمې د فتحي سبب وګرځېدى، دغه بُديل هم را وتلى دى، دئ بيا ولي را وتلى دى؟ ځکه دئ پوهېدى چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  د لښکره سره راځي نو دئ به همېشه په انتظار ؤ او تر مکې مکرمې دباندي به د معلوماتو دپاره ور وتى چي آيا د رسول الله صلی الله علیه وسلم  او مسلمانانو لښکر را رسېدلى دى که يا؟ 


نو بديل بن ورقاء د مسلمانانو د لښکر د راتګ د معلوماتو دپاره را وتلى دى، ابوسفيان او حکيم بن حزام را وتلي دي ګوري چي د مدينې منورې د طرفه څخه يو څوک راسي او دوى د حالاتو معلومات او پوښتني ځني وکړي او عباس بن عبدالمطلب رضی الله عنه  بيا د مسلمانانو د لښکره څخه را وتلى دى په يو چا پسي ګرځي چي و ابوسفيان ته يې ور وليږي چي بېله جنګه تسليم سه، دغه څلور نفره په دغه شپه کي تر مکې مکرمې دباندي راوتلي دي چي هر يو يې جلا جلا مقصد لري.


 اول بديل بن ورقاء د ابوسفيان سره مخامخ او يو ځاى سو، ابوسفيان پوښتنه ځني وکړه چي دا څوک دي؟ بُديل ويل نه يم خبر، بديل پوهيږي چي دا د مسلمانانو لښکر دى مګر ابوسفيان ته منکره سو غواړي چي قريش نه سي پوه او بېخبره پاته وي او د دې دپاره چي د ابوسفيان فکر واړوي ويل: ښايي دا خزاعه زما قبيله وي او ستا سره يې د جنګ إراده وي ځکه تاسي د دوى نفر ور و وژل، ابوسفيان هوښيار ؤ ويل: يا بُديل! خزاعه تر دغه لږ دي، خزاعه دومره لښکر نه لري، بُديل رضی الله عنه  و ويل: ښايي هوازن وي، ابوسفيان ويل: يا! هوازن هم نه دي هغه هم دومره لښکر نه لري، دوى په دغه خبرو کي وه چي عباس رضی الله عنه  د دوى خبري واورېدې.  


عباس رضی الله عنه  وايي: زه د رسول الله صلی الله علیه وسلم  پر غاتره سپور وم چي د ابوسفيان خبري مي واورېدې چي ويل: ما هيڅکله دومره اورونه او دومره لښکر نه دى ليدلى او بديل ورته ويل: دا خزاعه دي ستا د جنګ دپاره راغلي دي، ابوسفيان ويل: خزاعه تر دې لږ دي، عباس رضی الله عنه  وايي: ما د ابوسفيان آواز وپېژندى نو مي ورته و ويل: يا ابا حنظله! هغه ويل: څوک يې؟ ابا الفضل يې؟ ما ويل هو، ويل دا څه خبر دى او دا څوک دي؟ عباس رضی الله عنه  ويل: دا رسول الله صلی الله علیه وسلم  دى ټول عرب يې ستا د جنګ دپاره را وستلي دي تسليم سه! که مکې مکرمې ته په زور داخل سو والله دا به د ابد دپاره د قريشو هلاک وي، قريش نېست او نا بود کيږي، رشتيا هم ابوسفيان چي دا حال او لښکر وليدى پوه سو چي هيڅ مي په وسه نه ده پوره.


ابوسفيان ويل: اوس حل او چاره څه ده ستا په فکر او نظر زه بايد څه وکم؟ عباس رضی الله عنه  ورته و ويل: په والله که د مسلمانانو لاس ته ورغلې سر دي در پرې کوي نو زما سره پر دغه غاتره سپور سه چي و رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته دي ور ولم او د هغه څخه ستا دپاره امان وغواړم او مکه بيله جنګه ور تسليم که چي مسلمانان مکې مکرمې ته بېله جنګه داخل سي او څوک و نه وژل سي، ابوسفيان چي بيري اخستى ؤ ويل: اوس زما سر د دوى په کار دى او دوى د جنګ دپاره راغلي دي که ما و ويني وژني مي زه څنګه در سره ولاړ سم؟ ابوسفيان بيريږي وايي: اوس خو صلحه پاى ته ورسېده او دا  لښکر د جنګ دپاره راغلى دى که زه هلته ورسم او هر چا وليدم وژني مي، 
خو عباس رضی الله عنه  ورته و ويل: ته مه بېرېږه زه امان درکوم زما سره راځه. 


ابوسفيان يې د رسول الله صلی الله علیه وسلم  پر غاتره یا قچره تر شا ور سره سپورکړی او د مسلمانانو د لښکر پر طرف ور رهي سوه غواړي چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته ورسي او هغه دوه نفره (يعني: بديل بن ورقاء او حکيم بن حزام) و مکې مکرمې ته ولاړل، اوس عباس رضی الله عنه  او ابوسفيان لښکر ته را ورسېدل، لکه مخ کي چي مو درته ويلي وه د لښکر د پيره دارانو او امنيت مشر او قومندان حضرت عمرفاروق رضی الله عنه  ؤ، کوم وخت چي عباس رضی الله عنه  او ابوسفيان لښکر ته را ورسېدل هر پيره دار چي به دوی وليدل و به يې ويل: 


د رسول الله صلی الله علیه وسلم  اکا او د رسول الله صلی الله علیه وسلم  پر غاتره! پرې يې ږدى اجازه ورکړی، د شا و نفر ته نه ګوري او نه ورته متوجه کيږي چي دغه بل نفر څوک دی، څو و عمر بن الخطاب رضی الله عنه  ته ور ورسېدل هغه ويل: دا څوک دي او ورته را ولاړسو، کوم وخت چي يې ابوسفيان وليدى په لوړ آواز يې و ويل:

 

ابوسفيان د الله دښمن؟ الله لره دي حمد وي چي بېله عهده او امانه يې په لاس را کړې، يعني: اوس صلحه نسته او ته په لاس راغلې، عمر رضی الله عنه  توره پورته کړه غواړي چي ابوسفيان و وژني، مګر عباس رضی الله عنه  پر ږغ کړه ويل: يا عمر! دئ زما په جِوارکي دى، حضرت عمر رضی الله عنه  و ويل: دا دکفارو مشر دى ده لره جوار نسته، حضرت عباس رضی الله عنه  بيا و ويل: دئ زما په جوارکي دى، عمر رضی الله عنه  غواړي چي وې وژني مګر عباس رضی الله عنه  جوار ورکړى دى نه پوهيږي چي اوس څه وکړي، نو حضرت عمر رضی الله عنه  د رسول الله صلی الله علیه وسلم  د خېمې پر طرف په چابکي ور رهي سو او ځغلي، دلته عباس رضی الله عنه  پوه سو:

 

که عمر رضی الله عنه  و رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته ورغلى او د ابوسفيان د وژلو اجازه يې ځني واخستل نو يې وژني، ځکه ورته و به وايي: يا رسولَ الله! ابوسفيان مو ونيوى د وژلو اجازه يې راکوې؟ او که ورغلى ښايي اجازه هم ځني واخلي، عباس رضی الله عنه  وايي: ما هم د رسول الله صلی الله علیه وسلم  د خېمې و طرف ته غاتره ور چابکه کړه، هغه يو پر پښو ورځغلي او بل بيا غاتره پسي ځغلوي، مګر عمر رضی الله عنه  اول د رسول الله صلی الله علیه وسلم  و خېمې ته ور ننوتى او ويل: يا رسولَ الله! الله جل جلاله  ابوسفيان بېله عهده او ذمې په لاس را کړی، عباس رضی الله عنه  وايي زه هم د غاتري څخه ور وغورځېدم او خېمې ته ورننوتم او ما ويل: يا رسولَ الله! ما جوار ورکړى دى، عباس رضی الله عنه  وايي: ما د رسول الله صلی الله علیه وسلم  تر زنه لاس ورلاندي کړی (لکه څوک چي و چا ته زارۍ کوي) او ورته و مي ويل: نن شپه به د ابوسفيان سره بېله ما څخه بل څوک خبري نه کوي. 


ان شاءالله نور بیا....

 

ماخذ: د سرورِ کائنات صلی الله علیه وسلم ژوند

 

www.taleemulislam.net

 

سرته