تازه سرليکونه
د (نبوي سیرت) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
سیرت نبوي و عِيص ته د زيد بن الحارثه (رض) سريه
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  December 7, 2020
  0


سیرت نبوي (۲۰۶برخه)

 

لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

پنځم: و عِيص ته د زيد بن الحارثه  رضی الله عنه  سريه

 

د هجرت د شپږم کال د جمادي الاول په مياشت کي رسول الله صلی الله علیه وسلم  يوه (170) نفريزه ډله جوړه کړه چي د دغي ټولۍ مشر او قومندان زيد بن الحارثه رضی الله عنه  ؤ او دغه ټولۍ يې د عِيص پر طرف و لېږل چي هلته د قريشو پر يوه قافله حمله وکړي، چي دغه حملې ته حملةُ العِيص ويل کيږي، عِيص د يوه ځاى نوم دى چي د مدينې منورې په شمال غرب کي او د مدينې منورې څخه څلور منزله ليري واقع دى او يوه غرنۍ منطقه ده چي دغه غرونه ډېر غارونه او ډيري وُني لري، مقصد داسي ځاى دى چي د دغو غارو او وُنو په سبب که څوک وغواړي چي دلته پټ سي ښه پټېدلاى سي، عِيص به بيا هم په يوه بله خوندوره قصه کي درته ذکر سي.

 

نو رسول الله صلی الله علیه وسلم  يوه ډله چي (170) نفره وه او ټوله هم سپاره وه د زيد بن الحارثه رضی الله عنه  په مشرۍ دغه د عيص و منطقې ته ولېږل چي د قريشو د يوې  قافلې مخه ونيسي، ځکه د مسلمانانو اصلي او اساسي دښمنان قريش دي او د دغي قافلې مشر ابوالعاص د رسول الله صلی الله علیه وسلم  زوم او د زينب رضی الله عنها  مېړه ؤ چي تر اوسه پر هغه خپل شـرک پاته ؤ، د ابوالعاص سره د زينب رضی الله عنها  واده تر بعثت د مخه د خديجې  رضی الله عنها  په غوښتنه او خواهش سره سوى ؤ. 


كله چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  په نبوت سره مبعوث کړه سو خديجې رضی الله عنها  او د دې ټولو لوڼو ايمان را وړى او مسلماناني سوې خو ابوالعاص پر هغه خپل شرک پاته سو او د بدر په غزاءکي د مسلمانانو سره د جنګ دپاره دکفارو په لښکرکي را و وتى او بيا د بدر په بنديانو کي ونيول سو، څرنګه چي بنديان په فديه خلاصېدل نو زينب رضی الله عنها  چي په مکه مکرمه کي وه د خپل مېړه د خلاصولو دپاره لږ مال او د خپلي مور خديجې رضی الله عنها  هغه امېل چي و دې ته يې د دې د واده په مناسبت ورکړى ؤ ور ولېږل، د دغه امېل په ليدلو سره د رسول الله صلی الله علیه وسلم  خديجه رضی الله عنها  ور په ياد سوه نو ابوالعاص يې بېله فديې ايله کړی، ابوالعاص هم د دغي نېکۍ په مقابل کي زينب رضی الله عنها  ته د هجرت اجازه ورکړه چي خپل پلار ته ولاړه سي او دا هم مدينې منورې ته په هجرت راغله.


( دغه قصه مي د بدر په غزاءکي په تفصيل سره  بيان کړې ده)


اوس چي زينب  رضی الله عنها  په مدينه منوره کي د خپل پلار صلی الله علیه وسلم  سره ژوند کوي هلته زيد بن الحارثه رضی الله عنه  په دغه عيص کي چي ډېر غارونه او وُني پکښې وې کمين ونيوى، کوم وخت چي د قريشو قافله را ورسېده زيد رضی الله عنه  حمله پر وکړه او ټوله قافله يې په غنيمت واخستل، هر څه چي پکښې وه: مالونه، اوښان او ټول هغه کسان چي په دغه قافله کي وه هغه يې هم بنديان ونيول بېله ابوالعاص څخه چي هغه په تېښته ځان خلاص کړی او مخ پر مدينه منوره رهي سو، خير قافله او د هغې سره نيول سوي بنديان مدينې منورې ته راوستل سوه او د پخواني عادت سره سم ټول بنديان د مسجد د دروازې سره وتړل سوه، ابوالعاص هم په دغه شپه په پټه د زينب رضی الله عنها  چي د ده ښځه ده کورته ورغلى، دروازه يې وټکول، د ها خوا ورته و ويل سوه: څوک يې؟   ده ويل:

 

ابوالعاص، ښځه ده د خپل خاوند په را تګ سره ډېره خوشاله سوه د دې دا خيال سو چي سړئ مسلمان سوى دى او راغلى خو ابوالعاص قصه ورته وکړه او د دې څخه يې و غوښتل چي ما ته جِوار او امان راکه او د رسول الله صلی الله علیه وسلم  څخه و غواړه چي د قافلې مالونه بيرته ما ته راکړي، کوم وخت چي خلک د سهار د لمانځه دپاره سره را ټول  سوه او رسول الله صلی الله علیه وسلم  د لمانځه اول تکبير و وايه، مسلمانانو هم په لمانځه شروع وکړه په دغه وخت کي د يوې ښځي ږغ واورېدل سو چي ويې ويل:  وابوالعاص ته مي جِوار ورکړى دى، دا ښځه څوک وه؟ د رسول الله صلی الله علیه وسلم  لور زينب رضی الله عنها  وه چي خپل خاوند ابوالعاص ته يې جِوار او امان ورکړى. 


اوس خو رسول الله صلی الله علیه وسلم  په لمانځه مشغوله ؤ جواب يې نه سواى ور کولاى،كله چي د لمانځه څخه فارغه سو مسلمانانو ته يې وکتل او ويل:  تاسي هم هغه واورېدل کوم چي ما واورېدل؟ مسلمانانو ويل:

 

هـو يا رسولَ الله! رسول الله صلی الله علیه وسلم  و فرمايل: والله نه په خبروم نه چا راته ويلي وه دا کار زما په بې خبرتيا کي پېښ سو او اوس خبره ستاسي په اختيار كي ده هر قسم  چي مو خوښه وي هغسي وکړی، اختيار يې و هغو مسلمانانو ته پرې ښووى چي قافلې ته وتلي وه، هغو ويل: يا رسولَ الله! إکرام يې کوو، عزت يې کوو، ټول بنديان ايله کوو او مالونه يې هم بيرته ورکوو، نو يې ابوالعاص د زينب رضی الله عنها  د عزت او جِوار په سبب پرېښاوه او د ده خپل شخصي مالونه يې ورکړه، څرنګه چي د ابوالعاص سره په قافله کي نور امانت مالونه هم ور سره وه هغه يې هم د رسول الله صلی الله علیه وسلم د خېښۍ او قرابت په سبب ور پرېښوول، اوس چي د ابوالعاص د عزت په سبب د قافلې ټول بنديان  پرېښوول سوه، مالونه ورکول سوه، ابوالعاص چي دغه ښه معامله او نيکي وليدل د مسلمانانو لمونځ يې وليدى قرآن مجيد يې واورېدى دا ټولو تاثير پر وکړی مګر مسلمان نه سو، نو خپل مالونه او امانتونه يې ور سره واخستل او مکې مکرمې ته ولاړى هلته يې امانت مالونه و خپلو مالکانو او خاوندانو ته ور کړه، هر نفر ته يې هغه خپل شئ پوره ور ورساوه او بيا يې ټول هغه خلک سره را ټول کړه چي د ده سره يې مالونه وه او ځني وې پوښتل چي آيا ما خپلي غاړي خلاصي کړې؟ د چا خو به شئ نه وي را سره پاته؟ هغو ويل:

 

هـو مالونه مو پوره را ورسېدل الله دي خير درکړي، رشتيا هم أمين، صادقه او با وفاء سړئ يې، ابوالعاص و ويل: مګر زه شاهدي آداءکوم (لا اله الا الله وان محمّداً رسول الله) او ویل ما نه غوښتل چي خپل ايمان او اسلام په مدينه کي ښکاره کړم ځکه بيا به تاسي ويلاى چي زموږ مالونه يې يو وړل او د دغو مالو په سبب مسلمان سو نو ما دا بهتره وليدل چي ستاسي امانتونه درکړم او بيا د خپل اسلام اظهار وکم، بيا نو ابوالعاص مدينې منورې ته په هجرت ولاړى او رسول الله صلی الله علیه وسلم  هم زينب رضی الله عنها  چي د ابوالعاص ښځه وه په هغه اوله نکاح ور سره کړه ځکه تر دغه وخته هغه آيات شريف نه ؤ نازل سوى چي د مسلمانو ښځو نکاح يې د کفارو سره حرامول. 


بيا هم دغه جزايي حملې پر هغو قبيلو شروع وې چي د خندق په غزاء کي يې اشتراک کړى ؤ، څرنګه چي دغه حملې کوچنۍ کوچنۍ حملې وې او کوم خاص واقعات نه دي پکښي پېښ سوي نو ذکر کولو ته يې ضرورت نه وينم.

 

ان شاءالله نور بیا....

 

ماخذ: د سرورِ کائنات صلی الله علیه وسلم ژوند

 

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته