تازه سرليکونه
د (شعر او ادب) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
شعر: د ځان تعمير ورانول
 
  January 30, 2012
  0

شاعر: محمد طاهر ناتوان 

چي د ځان تعمیر څوک نه کړي په خپل لاس وران

د وسواس په زور به يې څنګه کړي وسواس وران

جولا غلې وي په غېږ کي د خپل غولي
خو شوخ مچ ور باندي کړي خپل تن و رأس وران

بې ګانه د بل پر بڼ باندي ناج نه کا
هم دا خپل يې کړي د نورو په تماس وران

بيده غله کاروان هیڅ نه شي لوټولای
هر سالار يې په ندا کړي د خپل کاس وران

د تقوا جيش دی لازم پر ښار د علم
څو يې نفس نه کړي د مهر په شاباس وران

د اخلاص پر اور که شعر پوخ کړې ناتوانه
بيا بې نه کړي د رياء ناولی بړاس وران

چي د ځان تعمیر څوک نه کړي په خپل لاس وران
د وسواس په زور به يې څنګه کړي وسواس وران
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته