تازه سرليکونه
د (فتوا طلاق) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا: ایا په وسوسو طلاق واقع کیږي که یا؟
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  June 20, 2023
  0

تعليم الاسلام دارالافتاء

 
د صادرې شميره : (۱۲۱۱)
نوم:  راز محمد
 
د اوسېدو ځاى:(هلمند افغانستان)
 
سوال : که چیري یو څوک په زړه کي وسوسې کوي او یا په زړه کي د طلاق اراده ورته پیدا سي هغه هم د کلما طلاق او یا هم په زړه کي د شرکي الفاظو  د ویلو اراده ورته پیدا سي خو دی هغه ونه وايي مازي په زړه کي اراده پیدا سي تر خوله ئې را ونه باسي او بیا ملا ته ولاړ سي د هغه څخه پوښتنه وکړي د طلاق په باره کي په دې سره خو به طلاق نه واقع کیږي؟
 
 جواب : حامداً و مصلياً
 
دا شیطاني وسوسې دي په دې طلاق نه واقع کیږي، او نه هم څوک په ګنهګاره کیږي، دغه ډول که څوک په زړه کي د طلاق ورکولو اراده وکړي بیا هم طلاق نه واقع کیږي، طلاق هغه وخت واقع کیږي چي څوک په خوله یاپه لیکلي ډول د طلاق په الفاظو خپلي ښځي لره طلاق وکړي.
 
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(١): عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ ، رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ ، قَالَ : قَالَ النَّبِيُّ صلى الله عليه وسلم إِنَّ اللَّهَ تَجَاوَزَ لِي عَنْ أُمَّتِي مَا وَسْوَسَتْ بِهِ صُدُورُهَا مَا لَمْ تَعْمَلْ ، أَوْ تَكَلَّم. متفق علیه. مشکوة المصابیح: ج۱، ص۱۸، باب فی الوسوسة، الفصل الاول، مکتبه عمریه.
 
(۲):وشرعا ( رفع قيد النكاح في الحال ) بالبائن ( أو المآل ) بالرجعي ( بلفظ مخصوص ) هو ما اشتمل على الطلاق... وركنه اللفظ المخصوص...الخ. الدرالمختار مع ردالمحتار: ج۲، ص۴۴۹، کتاب الطلاق، مکتبه رشیدیة.
 
(۳): فقد أفاد أن ركنه شرعا اللفظ الدال على إزالة حل المحلية. البحرالرائق: ج۳، ص۲۳۵، کتاب الطلاق، مکتبة رشیدیة.
 
(۴): وشرعاً: حل قيد النكاح، أو حل عقْد النكاح بلفظ الطلاق ونحوه. أو رفع قيد النكاح في الحال أو المآل بلفظ مخصوص..... واللفظ المخصوص: هو الصريح كلفظ الطلاق، والكناية كلفظ البائن والحرام والإطلاق ونحوها. ويقوم مقام اللفظ: الكتابة والإشارة المفهمة. الفقه الاسلامي وادلته: ج۷، ص۳۵۶، طبع دارالفکر، بیروت.
 
(۵): والطلاق في عرف الفقهاء هو : رفع قيد النكاح في الحال أو المآل بلفظ مخصوص أو ما يقوم مقام. الموسوعة الفقهیة الکویتیة: ج۲۹، ص۵.
(۶): فتاوي دارالعلوم دیوبند: ج۹، ص۳۶.
 
 
جواب: مولوي عبدالغفار حسیني
الجواب صحيح: مولوي عبدالهادي اغا ومولوي سید عبدالباري
تعليم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان
-----------
ویب پاڼه: www.taleemulislam-radio.com
اړیکي: ۹۳۷۰۶۶۶۰۰۸۲+
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته