تازه سرليکونه
د (ستاسو ليکني) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
هغه هيلي، چي د خوښۍ مخه مو نیسي
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  March 15, 2023
  0

هغه هيلي، چي د خوښۍ مخه نیسي

 

لیکنه: محمدنبي سلطاني/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه 


کله – کله موږ تمه لرو چي نور زموږ لپاره یو څه وکړي، له موږ سره یو ځانګړی چلند وکړي او موږ په هر څه کي ښه وبولي، ومو ستایي، مننه راڅه وکړی او... په ځینو مواردو کي دا تمه سمه ده، مګر په ډیرو مواردو کي موږ غیر معقول توقعات لرو او د هغو په پوره کولو کي پاته راتلل زموږ د مایوسۍ او نا امیدۍ لامل کیږي او له نورو سره زموږ پر اړیکو منفي اغیزه کوي. موږ باید پوه سو چي موږ نه سو کولای هرڅه کنټرول کړو او له نورو څخه تمه ولرو چي زموږ د هیلو سره سم چلند وکړي، ومو ستایي، مننه راڅخه وکړي او هره کړنه مو ښه وبولي. د غوره اړیکو لرلو لپاره موږ باید هغه څه زده کړو چي د ژوندانه د ښه والي او غوره توب لپاره اړین دي. د لیکني په لاندي برخه کي موږ ځیني یادوني له تاسي سره شریکوو، چي په مټ يې تاسي کولای سی پرته له تمي، هيلي، او غوښتني غوره او ښه شخص واوسئ.


1. د نورو څخه تمه مه کوئ چي ستاسي سره موافق سي


که تاسي هغه ډول کس یاست چي تمه لري نور يې هر کار وستايي، مننه ورڅخه وکړي او په هر څه کي ورسره موافق و اوسي چی دوی ئې وایي، تاسي غلط یاست. ډیری خلک خپل فکرونه او نظرونه لري، موږ نه سو کولای دوی په خپل ښه او بد کي له ځان سره موافق کړو؛ خو کولای سو چي د معلوماتو، څېړنو او حقایقو په وړاندي کولو سره د نورو د قانع کولو هڅه وکړو، مګر دا فکر باید ونه کړو چي دوی دي موږ وستايي، زموږ هيلي دي تر سره کړي  او په هرڅه کي دي راسره موافق سي.


2. دا تمه مه کوئ چي بېځایه خلک ارزښت درکړي 


دا تمه مه کوئ چي نور خلک بېځایه ارزښت درکړي، ومو ستايي، په احترام درته ودرېږي او د یو ارزښتناک شخص په څیر چلند درسره وکړي. که تاسي د خپل ژوند د بدلولو ځواک او اراده لرئ؛ نو د خپل ځان ستاینه په خپله وکړی او خپل ځواک او وړتیاوي وګورئ؛ ستاسي ارزښت په خپل ځان کي دئ. نور خلک په خپل ژوند کي بوخت دي او فکر کوي چي د دوی شاوخوا نړۍ کي هرڅوک ورته اړتیاوي او غوښتني لري. دوی په احساساتي یا ذهني توګه چمتو نه دي چي زموږ ارزښت تایید کړي. هغه څه چي دوی موږ ته وايي یا ئې زموږ په اړه کوي د دوی د خپلو هیلو انعکاس دئ او موږ باید دوی د خپلو هیلو سره مغشوش نه کړو.


3.  ته چي د ځان درناوی نه کوئ؛ نو له نورو څخه ئې هم تمه مه کوه


درناوی زموږ له دننه څخه پیل کیږي؛ نو که غواړئ چي یو باعزته انسان واوسئ؛ نو لومړی باید خپل ځان ته احترام ولرئ. دا پدې مانا ده چي په داسي طریقه ژوند وکړئ چي ستاسي ځان ته درناوی څرګندوي. ایا تاسي د معززو خلکو سره هغه ډول خبري کوئ لکه څنګه چي تاسي له ځان سره خبري کوئ؟ تاسي د خپل ځان سره څنګه چلند کوئ دا به معلومه کړي چي نور ستاسي سره څنګه چلند کوي.


4. که خپله هدف نه سې مشخصولای د نور څخه يې هم غوښتنه مه کوه 


که تاسي غواړئ په ژوند کي مستند اوسئ او د خپل داخلي استعداد پر اساس خپله لاره ومومئ، نو تاسي باید دا تمه ونه کړئ چي نور به تاسي ته ووایي چي تاسي څه غواړئ. هیله باید لومړی ستاسي په ذهن او فکر کي وي. 


5. که ځوک نه غواړي، چي ستاسو ملګرتیا وکړي، تاسي يې هم مه مجبوره وئ  


ځیني خلک ستاسي په ژوند کي راځي او پاته کیږي، مګر ډیری خلک ستاسي ژوند ته راځي او ځي. اجازه ورکړئ هغه څوک چي نور نه غواړي ستاسي سره وي له تاسي څخه جلا سي او تاسي پریږدي. هغه څوک چي تاسي سره پاتېږي هغه څوک دي چي په ښه او بد ورځو کي ستاسي تر څنګ وي او ستاسي په ژوند کي مهم او ارزښتناک دي. حتی کله نا کله ستاسي په خوا کي هیڅوک شتون نلري او تاسي باید پر خپلو پښو ودریږئ، چي البته کومه خوندوره تجربه نه ده، مګر دا تاسي ته د ثبات او ځواک درس درکوي. 


6. دا تمه مه کوئ چي نور ستاسي په فکر پوه سي


کله چي تاسي نه سئ کولای خپل فکرونه بیان کړئ، تاسي باید د نورو څخه تمه ونه کړئ چي ستاسي په څېر فکر وکړي. په خپلو افکارو پوهېدل د نورو نظرونو ته د پام کولو په پرتله خورا مهم دي. لومړی د هغه څه په اړه چي تاسي فکر کوئ، احساس کوئ او غواړئ له ځان سره صادق اوسئ. بیا تاسي کولای سئ دا فکرونه، احساسات او غوښتنې نورو ته ورسوئ.


7. تاسي چي پخپله ستونزو ته د حل لاره پیدا نکړئ؛ له نورو څخه يې هم تمه مه کوئ 


دا سمه ده چي تاسي نه پوهیږئ چي څنګه ستونزه حل کړئ؛ مګر په اړه خو ئې فکر کولای سئ، تاسي چي کوم غلط کارکوي هغه پر نورو  تور لګول دي چي زما د ستونزي د حل کولو توان نه لري یا زما ستونزه نه حالوي. کله چي موږ نور ملامت کړو او له دوی څخه زموږ د ستونزو حل کولو تمه وکړو، موږ نور نه سو کولای خپلو وړتیاو ته وده ورکړو. کله چي موږ له نورو څخه تمه لرو چي زموږ ستونزي حل کړي، موږ خپل واک او اختیار دوی ته وسپارو.


۸. چي تاسي ځان ته ارزښت نه ورکوئ، نو د نورو څخه هم تمه مه کوئ 


کله چي تاسي خپل ځان ته ارزښت نه ورکوئ او د خپل ځان دفاع نه کوئ، نو تاسي خپل ځان ته ډیر سپکاوی کوئ او نورو ته دا پیغام رسوئ چي تاسي حتی د ځان لپاره ارزښتناکه نه یاست. نو د خپل ځان سره د یو ارزښتناک شخص په څیر چلند وکړئ ترڅو نور هم ستاسي سره ورته چلند وکړي.


۹. چي تاسي ځان نه سئ بخښلای؛ د نورو څخه هم تمه مه کوئ 


که تاسي د نورو په تمه یاست چي تاسي ته بخښنه وکړي، مګر تاسي تراوسه خپل ځان نه وي بخښلی؛ نو پوه سئ چي دا بخښنه به هیڅکله هغه څه نه وي لکه څنګه چي تاسي تمه لرئ او تاسي ته به د داخلي اطمینان احساس درکړي. بخښنه زده کړئ له ځانه یې پیل کړئ تر څو نور تاسي وبخښي او تاسي نور په اسانۍ وبخښئ.


10. د نورو څخه د ستایني تمه مه کوئ


هیڅکله د نورو د ستایني لپاره کار مه کوئ. تل هغه څه وکړئ چي تاسي یې غواړئ او هغه څه چي تاسي ئې فکر کوئ چي سم دي.
 نور ممکن ستاسي ستاینه وکړي یا نه؛ خو  تاسي د دوی پر ستاینه تکیه مه کوئ، که تاسي ښه کارونه د دې لپاره کوئ، چي  نور مو ستاینه وکړي او ستاسي د کار په ارزښت پوه سي، نو د مایوسۍ او نا امیدۍ لپاره چمتو اوسئ.


کله چي تاسي د ځان د اطمینان لپاره یو څه کوئ، دا تاسي ته ښه احساس، ذهن او فکر  درکوي. هرکله چي تاسي پر سم لور ګام پورته کوئ، پر منفي احساساتو او فکر بریالي کیږئ، دا مهمه نده چي نور څوک ستاسي په اړه څه وايي؛ بلکي مهمه دا ده چي تاسي د خپل ځان په اړه څه فکر کوئ. له ځان سره خبري وکړئ او هڅونکي او ځواکمني کلمې وکاروئ. دا به تاسي ته فکری او ذهني طاقت او قوت درکړي .


11. د نورو څخه تمه مه کوئ چي تاسي وهڅوي


هیڅوک نه سي کولای تاسي هر وخت خوشحاله کړي. کله نا کله تاسي په بد مزاج او خپګان کې یاست، یو ملګری کولای سي تاسي ته ښه احساس درکړي؛ مګر دا نه سي کولای تاسي د ژوند په خوند پوه کړي. تاسي هغه څوک یاست چي د ځان لپاره موخي وټاکئ او د ترلاسه کولو لپاره یې هڅه وکړئ؛ نو د نورو څخه تمه مه کوئ چي دا ستاسي لپاره وکړي، په خپل ځان کي انګیزه او جذبه پیدا کړئ او خپل ذهن له ځان پرته په بل څه کي مه مشغولوئ.


12. دا تمه مه کوئ چي نور تاسي په بشپړ ډول درک کړي


نه ستا په شان څوک لوی سوی، نه ستا پر ځای راغلی او نه ستا په څېر اوسېدلي. هغه تجربې چي د ژوند په اړه ستاسي اوسني لید ته بڼه ورکوي په بشپړه توګه د هر بل انسان له تجربو څخه چي په مځکه کي ژوند کوي توپیر لري. نو تمه مه کوئ چي څوک به تاسي په بشپړ ډول درک کړي.  


13. له نورو څخه دا تمه مه کوئ چي تاسي خوشحاله کړي 


نور کولای سي د یو څه وخت لپاره زموږ خوښۍ روښانه کړي، مګر که موږ د هغه رڼا لیدلو ته لیواله نه یو چي زموږ په ورځني ژوند کي روښانه کیږي، نور نه سي کولای موږ هغه وویني. خوښي زموږ په ژوند کي د ښو شیانو د لیدلو څخه راځي، که هغه لوی وي یا کوچني.


14. د نورو څخه تمه مه کوئ چي ستاسي ستونزو ته د حل لار پیداکړي


موږ ټول ستونزي لرو. نور کولای سي زموږ سره د ممکنه حلونو په موندلو کي مرسته وکړي. مګر که موږ د دې ستونزو لامل سو، ډیری وختونه یوازي موږ کولای سو هغه څه حل کړو چي موږ رامنځته کړي. ایا هغه څه چي نورو یې وړاندیز کړی دئ ستاسي لپاره مناسب دي؟ معمولا د نورو مشوره د مطلوبي پایلي لامل نه کیږي. یوازي هغه خلک چي د قربانۍ ذهنیت لري له نورو څخه تمه لري چي مرسته ورسره وکړي؛ مګر هغه خلک چي ګټونکی ذهنیت لري له نورو څه تمه نه کوي، کار ته ځي او هر چیري چي اړتیا وي بدلون او سمون رامنځ ته کوي.

 

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته