تازه سرليکونه
د (حکايات) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د یو عرب حريص
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  December 14, 2021
  0

تعلیم الاسلام ویب پاڼه


مفتی محمد تقي عثماني حفظه الله په خپل کتاب (تراشې) کې ليکي:


په عربو کې اشعب نومي يو شخص (متوفی ۱۵۴هــ) د خپل حرص له امله ډېر زیات مشهوره  وو، تر دې چي لقب يې طامع يعني حریص مشهور سوی وو:  او د حرص په اړه بیخي يو متل ګرځېدلي وو.

 هر کله به چې د کوم شخص په اړه ویل کېدل چي هغه ډېر حریص دی نو وايي چي: هغه د خپل وخت اشعب دي. یا پلانکی خو له اشعب نه هم ور تير دی. په عربي ژبه کې مې دا جملې ډېري اورېدلې وي. خو د خطیب رح په کتاب (د بغداد تاریخ) کي د هغه يو څو کيسې راغلي چي د طبیعت د تازه کېدو لپاره يي دلته راوړو:


الف -: اصمعي رح وايي چي يوه ورځ کوچنیان  په اشعب پسې سول او ځوراوه يي، اشعب يې پر وړاندې بې وسه سو، نو کوچنیانو ته یي وویل: (هله، لاړ سئ، سالم بن عبدالله خرماوې وېشي.) کوچنیانو چي  دا واورېدل نو د حضرت سالم رح د کور لور ته يې ور منډې کړې. اشعب  چي دا وليدل نو په خپله يي د ماشومانو تر شا منډه پیل کړه چي څوک خبر دي ؛ کېدای سي دا خبره رښتيا وي او سالم رح به په رښتیا هم خرما وې وېشي.


ب-: ضحاک وایي چي حریص اشعب د يو څو خلکو تر څنګ تېر سو چي د سودا د خرڅولو کڅوړي يي جوړولي. اشعب ورته وویل: لږ لویي لويي يي جوړې کړئ! هغوی وپوښتل چي: هغه ولې ؟
اشعب ورته وویل : کېدای سي چې کوم څوک په همدې کڅوړو کي زما لپاره کومه ډالۍ راوړي!


ج-: اشعب بیا په خپله وايي چي: کله به مي چي په کومه جنازه کي ګډون وکړ او هلته به مي دوه سړي په خپلو کې په خبرو ولیدل، نو تل به مې همدا احساسوله چي کېدای سي مړي به زما لپاره کوم وصیت کړی وي او دوی به په هماغه اړه خبرې کوي.


ماخذ : یو دنیاخبرې 


www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته