تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
په خلکو کې نفرت خپرول او دهغه معکوس نتیجه
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  November 17, 2021
  0

 په خلکو کې نفرت خپرول او دهغه معکوس نتیجه


تعلیم الاسلام ویب پاڼه 


یو وخت چې کله قریشو ولیدل چې بني هاشم او بني عبد المطلب له رسول الله (صلی الله عليه وسلم) سره دي او بل لوري ته د حج موسم را نژدې ده، په دې موقع رسول الله (صلی الله عليه وسلم) سرگرم تبلیغ کاوه او د پیغمبر (صلی الله عليه وسلم) د حق كلام له مقناطیسی کشش څخه ټول واقف وه له دې امله يې اندېښنه وه چې اوس به د هغه مذهب د ټولی نړۍ اطرافو ته خپرېږي، نو ټول را ټول سول دا فيصله يې وکړه چې د مکې په ټولو لارو باید خپل نفر مؤظف کړي تر څو چې کوم خلک چې د نړۍ له گوټ گوټ څخه مکې ته راځي هغوی ته د همالته لرې خبره کوي چې دلته يو ساحر دي چې پخپلو خبرو سره پلار زوی او ښځې او خاوند او ټولو خپلوانو ترمنځ تفرقه اچوي تاسو به هغه ته نژدې نه ورځئ، لیکن


چراغی که ایزد بر افروزد
کسی که تف زند ریشش بسوزد


کومه ډيوه چې الله تعالی بله کړي څوک یی چې پوف کوي ږیره یې سوځي . د خدای قدرت وه د هغوی د عمل دا طریقه د رسول الله (صلی الله عليه وسلم) د تبلیغ کار وکړ که هغوی دا کار نه کولای نو ممکن وه چې ډېرو خلکو به د رسول الله (صلی الله عليه وسلم) یادونه نه وه تر غوږه سوې، مگر د هغوی دې هلو ځلو هغوی ټول د رسول الله (صلی الله عليه وسلم)د لیدلو مینه وال کړل.


ماخذ : قصص الانبیاء  قصص القرآن 


www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته