تازه سرليکونه
د (احکام) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
خدای تعالی اوریدونکی او لیدونکی دی:
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  July 8, 2021
  0

خدای تعالی اوریدونکی او لیدونکی دی:


تعلیم الاسلام ویب پاڼه


خدای تعالی ځانته سميع او بصیرویلی، دسمیع او بصیر معنا ده ؛اورېدونکی او کتونکی .


دخدای تعالی د کتنې او اورېدنې مطلب دادی، چې هغه په ټولواورېدنو او لیدلو خبر دی لکه څنګه ، چې ددنیا په ټولو موجوداتو خبردی او ټول دهغه په وړاندې حاضردي.


البته د انسانانو او حیوانانو د لیدلواو اورېدلو  وسیله سترګې او غوږونه دي؛ خو داچې الله تعالی اورېدونکی او کتونکی دی، مطلب دانه دی، چې هغه سترګې او غوږونه لري ؛بلکې مطلب دادي چي خدای تعالی په  ټولوليد نواو اورېدو نو خبر دی او ټول دهغه په وړاندي حاضر دي او هیڅ څیز ترې پټ  نه دی او څرګنده ده ، چې په اورېد نویالید نودهغه خبرتیا او پوهه سترګو او غوږوته اړه نه لري .


 یودیني عالم وائي:
 داچې خدای تعالی لیدونکی او کتونکی دی : نو مطلب دانه دی ، چې هغه زموږ په شان غوږونه اوسترګې لرې ؛ بلکې هغه ئې بې له غوږ و  اوري اوبې له سترګو يي ګوري .


اوس کېدای سي څوک دا پوښتنه وکړي ، چې په کوم دليل کتونکی او اورېدونکی دی؟


ددې پوښتنې ځواب ډېر اسان دی :کله  چې موږ پوه سو، چې خدای تعالی بې پایه علم لري او له هر څه خبردی؛ نوددې ټولې پوهې او علم لازمه داده ، چې هغه له ټولواورېد نواو لیدنو هم خبردی.


دې ته په پام سره ددغودواړو صفتونو( سمیع او بصیر ) دثابتولولپاره بېل دلیل ته اړتیانه لرو، پردې سربېره، چې مخکې مو وویل دنړۍ خالق باید د ټولوکمالونو خاوند اوله نیمګړتیاوو او عیبونوپاک وي.


 د اورېدلو او لیدلوصفت په هغه معنا، چې و موويل په خپله یوډول کمال دی او ددې كمال نه لرل نقص او نیمګړتیاده .


ماخذ: رب زما


www.taleemulislam.net

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته