تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
ولي ښځي د لوېدیځ اجنډا ته لبیك وایي؟!
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  April 13, 2021
  0

ولي ښځي د لوېدیځ اجنډا ته لبیك وایي؟!


لیکنه : ف. همت/تعلیم الاسلام ویب پاڼه


اسلام هغه دین دی، چي ښځي ته یې ژوند ورکړی دی، ښځه یې د انسان په توګه نړۍ ته ور وپېژندله، د لوی عزت خاونده یې وګرځوله، په الهي کتاب(قرانکریم)کي د ښځي په اړه یو مکمل سورت  په نامه د سورت النسآء نازل سوی دی. اسلام د ښځي په وړاندي هر  ډول تاوتریخوالۍ منع کړی دی، لکه چي رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: په تاسو کي تر  ټولو غوره کس هغه دی، چي له خپلو بیبیانو سره ښه ګوزاره کوي، مګر متأسفانه زموږ  په ټولنه کي ښځه د ناوړه دودونو قرباني ګرځېدلې ده، د لور په زېږېدنه کي خواشیني ښکاره کول، په بدوکي د نجلۍ ورکړه، د انجلۍ واده په داسي بندو شرایطو کي ترسره کېدل چي حتا انجلۍ دخپل ژوند له ملګري خبره نه وي او داسي نوري بدي پیښي ترسترګو کیږي، چي دا هرڅه د اسلام په نامه تر سره کیږي، چي څه د خلګو ناسم پوهاوی وي او څه  بیا د اسلام په اړه د لوېدیځ مډیا له غرضه ډک ناسم تبلغیات .


اوس هم زموږ په ټولنه کي ښځي پخپلو کورونو کي د تهدید،فشار او ګوزارونو لاندي ژوند کوي.


داغسي ژوند بیاهم په لوېدیځه مډیاکي پر اسلامي قیوداتو او تنګیو تعبیریږي،په داسي حال کي چي اسلام پرمخ دښځی وهل لاهم منع ګرځولي دي.


زموږ په ټولنه کي ښځي د میراث له حقه عملاً محرومي دي،هغه خویندی چي له ورونو خپل حق غواړي ورونه ورسره ترمرګه خپلوي شکوي.
اصلاً زموږ دټولني مزاج داسي جوړ سوی دی،چي لورګانی او خویندي باید خپل حق ونه غواړي.


مېرمني په داسي حال کي له تعلیمه محرومي دي چي اسلام ورته داحق ورکړی دی،چي داسلامي شرایطو او دستوراتو تر چترلاندي تعلیم وکړي.


د رسول الله صلی الله علیه وسلم په زمانه کي د دینی زده کړو خو داحال وو چي،ددیني زده کړو پخاطرد ښځو له پاره حضرت محمدصلی الله علیه وسلم د اونۍ یوه ورځ ځانګړې کړې وه .


ام المؤمین عایشة صدیقه (رضی الله عنها)هغه ښځه ده چي دحدیثو زیاته پانګه یي را انتقال کړې ده.


لوېدیځ ته مطلوبه ښځه


اوس نو چي کله په پورته یاد منظرکي لوېدیځ مسلمانو ښځو ته دهغوی دبد وضیعت په بدل کی لبرال دیموکراسي او اجنډا او فیمینزم لوېدیځه مفکوره وړاندي کړي،نو آیاهغوی به یې په منلو کي کوم ځنډ وکړي؟


کله چي زموږ ښځي دکلتور په بدیو کي بدي حصار دي او موږ ورته اسلامي حل نه ورکوو نو ګناه دچاه ده؟


هغه ښځي چي له دغه حصارڅخه د وتلو په خاطر یو انفجاري حالت لري،اوپه اسلام کي له خپلو حقوقو خبر هم نه وي او داسي انګیري چي ګڼي دا هرڅه پرموږ د اسلامي اصولو له مخي کیږي،نو آیا هغوی به د لوېدیځ اجنډا ته لبیک ونه وایې؟


له بله پلوه هغه ښځي چي دسمي کورنۍ په اسلامي محور کي ژوند کوي،پوره پور خپل اسلامي حقوق ترلاسه کوي، داسي ښځي خپل مسؤلیت پېژندونکي او دخپل اسلامي ژوند څخه راضي ښکاري .


او هیڅ وخت د لوېدیځ اجنډا ته لبیک ویلو ته زړه نه ښه کوي او په هغو جالونو آګاه وي چي لوېدیځ یې ورته غوړوي.


ماخذ : ښځه، رواج او اسلام


www.taleemulislam.net

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته