تازه سرليکونه
د (نبوي سیرت) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
رسول الله ص د مکې مکرمې څخه د حنين و طرف ته
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  March 10, 2021
  0

رسول الله صلی الله علیه وسلم د مکې مکرمې څخه د حنين و طرف ته حرکت کوي


لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه


لومړي برخه

 

د هجرت د اتم کال د شوال په شپږمه ورځ چي د شنبې ورځ وه رسول الله صلی الله علیه وسلم  د مکې مکرمې څخه د طائف پر طرف حرکت وکړی چي دغه ورځ و مکې مکرمې ته د رسول الله صلی الله علیه وسلم  د داخلېدلو نولسمه ورځ وه، په دغه غزاء کي د رسول الله صلی الله علیه وسلم  سره دوولس زره نفره مسلمانان ملګري وه چي لس زره نفره يې هغه لښکر ؤ چي د مکې مکرمې د فتحي دپاره ور سره را وتلى ؤ او دوه زره نفره د اهل مکې څخه ورسره ملګري سوه او د دغه لښکر اکثره نفر نوي مسلمانان وه، حتّْی د مکې مکرمې په نفرو کي ځيني مسلمانان وه او ځيني يې تر اوسه پر هغه خپل شرک پاته وه مګر د را وتلو سبب يې هغه پخوانۍ دښمني وه چي د هوازن او اهل مکې په منځ کي وه، د جاهليت د وختو څخه دغه دښمني موجوده وه،

 

د هغو کسانو څخه چي مشرکان وه او جنګ ته را و وتل يو هم صفوان بن اميه ؤ هغه چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  څلور مياشتي امان ورکړى ؤ، کوم وخت چي د مسلمانانو لښکر را و وتى رسول الله صلی الله علیه وسلم  وليدل چي په لښکر کي د ډيرو نفرو سره اسلحه نسته ځکه نه يې درلودل او رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته و ويل سوه چي د صفوان سره اسلحه سته، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم  و صفوان بن اميه ته چي د اسلحې تاجر ؤ او په دغه ورځ مشرک ؤ رجوع وکړه، ويل: يا صفوان! اسلحه راکه، صفوان و ويل:

 

يا محمّد!  صلی الله علیه وسلم په غصب او زور يې غواړې؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم  و فرمايل: يا په عاريت يې غواړم (کار ځني اخلو او بيرته يې در کوو) او دا ضمانت هم در کوم چي بيرته به پوره درکول کيږي، صفوان و ويل: هـو درکوم يې، دغه اسلحه يې هم د قوم پرستۍ په سبب ورکړه چي په عربي کي (حَمِيه) ورته ويل کيږي، نو صفوان و رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته سل زغري او د سلو نفرو دپاره نوره ضروري اسلحه په عاريت ور کړه.


 اوس نو دې خبري ته راغلو چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  د دغه مشرک څخه مرسته وغوښتل، آيا د مسلمانانو يوه امام يا خليفه لره دا جائزه او روا ده چي د مشرک يا  کافره څخه مرسته و غواړي؟ هغه علماء چي د مشرک او کافر څخه مرسته اخستل جائز بولي د هغو دليل د رسول الله صلی الله علیه وسلم  دغه عمل او کار دى او هغه علماء چي د کفارو څخه مرسته اخستل جائز او روا نه بولي هغه بيا وايي: دغه مرسته د يوه مشرک فرد څخه وه، نه د يوه کافر دولت څخه يا د يوې کافري ډلي څخه خو د دغي مسئلې حکم به ان شاء الله تعالْی د قصې تر بيانولو وروسته مفصل درته بيان سي. 


او دا چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  د صفوان څخه اسلحه په عاريت واخستل نه په زور په دې کي موږ ته د رسول الله صلی الله علیه وسلم  عظمت او رحمت را معلوميږي ځکه مسلمانانو مکه مکرمه فتحه کړه کولاى يې سواى چي د اهل مکې ټول مال او دولت په زور واخلي مګر دا د رسول اکرم صلی الله علیه وسلم  رحمت او شفقت ؤ چي ټول مالونه يې ور پرېښوول حتّْی اسلحه يې هم نه ځني واخستل او کوم وخت چي يې اسلحې ته ضرورت پيدا سو بيا يې هم د اسلحې د خاوند په اجازه ځني واخستل چي دغه کار د اسلام رحمت، عظمت او کرم ثابتوي. 

رسول الله صلی الله علیه وسلم  و ليدل چي د لښکر ډير نفر خواړه او د ضرورت نور سامان نه لري نو يې د اهل مکې څخه په قرض او پور مالونه  واخستل او د لښکر د غريبو خلکو سره يې مرسته په وکړه، رسول الله صلی الله علیه وسلم  چي د مکې مکرمې څخه را وتى عُتاب بن اُسيد رضی الله عنه  يې پر مکه مکرمه حاکم او والي پرېښاوه چي د رسول الله صلی الله علیه وسلم  په غياب کي مکه مکرمه اداره کړي، عُتاب رضی الله عنه  د هغو کسانو څخه ؤ چي نوي مسلمانان سوي وه مګر څرنګه چي  رسول الله صلی الله علیه وسلم  په ده کي صدق او اخلاص وليدى او بل دئ قوي ځوان او د مکې مکرمې د اشرافو څخه ؤ، د مکې مکرمې د إداره کولو قدرت يې  درلودى نو يې دئ د دغه کار دپاره وټاکى.


 عُتاب بن اُسيد رضی الله عنه  د رِدت په وخت کي (چي دا بيا د رسول الله صلی الله علیه وسلم  تر رحلت وروسته د ابوبکر الصِدِّیق رضی الله عنه  د خلافت په وختو کي پېښ سو) کوم وخت چي نوري شا وخوا قبيلې د اسلامه څخه مرتدي سوې، بيا هم دئ  پر اسلام ثابت او قائم پاته سو، کوم وخت چي نوري قبيلې مرتدي سوې او اهل مکې هم غوښته چي مرتد سي نو سهيل بن عمرو رضی الله عنه  په بيانيو او خطبو اسلام ته را بلل او عُتاب بن اُسيد رضی الله عنه  په خپل همت او ثبات پر اسلام ثابت پاته کړه، د دغه عُتاب د اسلام يا مسلمانېدلو فقط څو ورځي کېدلې چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  پر مکه مکرمه والي مقرره کړى. 


رسول الله صلی الله علیه وسلم  چي د طائف و طرف ته حرکت وکړی ده صلی الله علیه وسلم  هم د معلوماتو دپاره خلک لېږل او د دښمن د حالاتو څخه نه ؤ بېخبره، حال ورته راغلى چي د هوازن لښکر را وتلى دى او حنين ته را رسېدلى دى او د جنګ ميدان يې هم خوښ کړى دى، رسول الله صلی الله علیه وسلم  هم دا مقرره کړه چي په حُنين کي به د دوى سره جنګ او مقابله کوي، مسلمانانو ته د دښمن  حالات او اخبار معلوم سوه دا جنګ په بې خبري کي نه دى پېښ سوى، که څه هم په اول کي مسلمانان بېخبره وه خو رسول الله صلی الله علیه وسلم  دا کشف کړه چي د کفارو لښکر د طائف څخه را وتلى دى. 


د دغې ورځي په سهار کي چي مسلمانانو د مکې مکرمې څخه حرکت وکړی دوی دوولس زره نفره دي او د اول وار دپاره د مسلمانانو دومره لوى لښکر جوړيږي نو د ځينو خلکو په زړوکي إعجاب، لويي او غرور پيدا سوه چي والله دوولس زره نفره يو هيڅوک مو نه سي ماتولاى حتّْی ابوبکر الصِدِّیق رضی الله عنه  و رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته و ويل: 

 


يا رسولَ الله! لاَنُغلَب مِن قِلّة. یا رسولَ الله! د لښکر د لږ والي په سبب نه مغلوبه کيږو، يعني: اوس زموږ مسلمانانو شمېر دومره نه دى چي د لږ والي په سبب دي ماته وخورو، که مو شکست خوړى د هغه به بل سبب وي، نو د دغه ډير والي غرور په لښکر کي نشرېدى، ځيني ضعيف النفسه مسلمانان هغه چي نوي اسلام ته داخل سوي وه 


د دغه ډير والي تر تاثير لاندي راغله توکل او اعتماد يې پر دغه شمېر او عدد سو چي موږ ډير يو، دغه د لښکر پر ډير والي د مسلمانانو اعتماد! الله جل جلاله  د سورة التوبه په (٢٥) نمبر آيات کي بيانوي او فرمايي: 

 

لَقَدْ نَصَرَكُمُ اللَّهُ فِي مَوَاطِنَ كَثِيرَةٍ وَيَوْمَ حُنَيْنٍ إِذْ أَعْجَبَتْكُمْ كَثْرَتُكُمْ فَلَمْ تُغْنِ عَنكُمْ شَيْئًا وَضَاقَتْ عَلَيْكُمُ الْأَرْضُ بِمَا رَحُبَتْ ثُمَّ وَلَّيْتُم مُّدْبِرِينَ﴿التوبة﴾

 

يعني: خامخا الله جل جلاله  ستاسي سره په ډيرو ځايو کي مرسته کړې ده خصوصاً د حنين په ورځ کي، کله چي ستاسي ډير والي تاسي په تعجب کي واچولاست نو هغه ډير والي ستاسي څخه هيڅ شئ ايسته نه کړی،

 

يعني: د دښمن حملې يې نه درڅخه وګرځولې او پر تاسي باندي مځکه تنګه سوه سره د دې چي مځکه ډيره پراخه ده بيامو دښمن ته په داسي حال کي شا ور وګرځول چي تښتېدلاست. 


الله جل جلاله  په دغه آيات شريف کي و هغه غرور او اعجاب ته اشاره وکړه چي د ډير والي په سبب د خلکو و زړو ته ور داخل سوى ؤ. 
اوس نو د مسلمانانو لښکر د مکې مکرمې څخه د طائف پر طرف رهي دى په لار کي پر داسي عربو ورغله چي د يوې وُني سره يې عبادت کاوه بلکه د دغي وُني عبادت يې کاوه چي دغي وُني ته يې ذاتِ أنواط ويل، عربو به پر دغه ونه د تبرک دپاره لاسونه تېرول، رښکياني او ټکران به يې په ځړول په اخترو کي به يې هلته مېلې کولې، خپلي اسلحې به يې پرځړولې، د دغي وُني سره به يې حيوانات حلالول، د دغي وُني سره به د عبادت په نيت ناست وه نو د ذاتِ أنواط نوم هم په دغه سبب پر ايښوول سوى ؤ چي دغه رښکۍ او ټکران په ځړېدل. 


په لښکرکي هغه کسان چي اوس يې تازه ايمان را وړى ؤ او د هغه بت پرستۍ شوق يې لا تر اوسه په دماغ کي ؤ  رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته و ويل: يا رسولَ الله! موږ ته هم دغسي يو ذات أنواط را جوړکه لکه دوى چي يې لري، مسلمانانو هم دغسي ونه غوښته لکه د مشرکانو چي د تبرک دپاره ځانونه پوري مُږي او رښکياني په وځړوي رسول الله صلی الله علیه وسلم  په ډير قهر سره و فرمايل: الله اکبر! په والله تاسي داسي خبره وکړه لکه د موسْى عليه السلام  قوم چي و موسْى عليه السلام  ته و ويل:


وَجَاوَزْنَا بِبَنِي إِسْرَائِيلَ الْبَحْرَ فَأَتَوْا عَلَىٰ قَوْمٍ يَعْكُفُونَ عَلَىٰ أَصْنَامٍ لَّهُمْ قَالُوا يَا مُوسَى اجْعَل لَّنَا إِلَٰهًا كَمَا لَهُمْ آلِهَةٌ قَالَ إِنَّكُمْ قَوْمٌ تَجْهَلُونَ ﴿الأعراف: ١٣٨﴾

يعني: موږ ته هم داسي إلْه او معبود را جوړکه لکه مشرکان چي قسم قسم آلهه او خدایان  لري؟ موسْی عليه السلام  ورته و ویل: تاسي یو جاهل قوم یاست.


په وُنو او ډبرو پوري ځانونه مښل او د هغو څخه د نفعي او ضرر اميد درلودل حتّْی وُني او ډبري مشرف او مبارک بلل دا د مشرکانو کارونه دي، وُني او ډبري نه نفعه او نه ضرر رسولاى سي، رسول الله صلی الله علیه وسلم  و دغو خلکو ته و فرمايل: تاسي څنګه زما څخه دغسي شيان غواړى؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم  دغه کسان امر کړه چي پر دغه خبره توبه وباسي او د الله جل جلاله  څخه بخښنه وغواړى، هغو هم توبه وايستل او د الله جل جلاله  څخه يې عفوه او مغفرت وغوښتل. 


د مسلمانانو لښکر د حنين پر طرف ور رهي دى لکه د مخه چي مو درته و ويل: رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته خبر راغلى ؤ چي د هوازن لښکر په حنين کي دی نو مسلمانان هم د چارشنبې په شپه چي د شوال د مياشتي لس ورځي  تيري سوي وې و حنين ته ورسېدل، مسلمانانو د حنين تر شېلې د مخه خپلي خېمې و درولې، اوس نو د هوازن لښکر د حنين د شېلې پر هغه بله غاړه دی او مسلمانان تر شېلې دباندي د مکې مکرمې و طرف ته دي. 


کوم وخت چي مسلمانانو خيمې و درولې رسول الله صلی الله علیه وسلم  يو د اصحاب کرامو څخه امر کړى چي ته به د آسه سره يوې لوړي غونډۍ ته وخېژې او پر هغه آس به سپور يې د هوازن معلومات به کوې حرکتونه او کمينونه يې ټول تر نظر باسه او د شپې په آخرکي به د معلوماتو سره راسې، بېله لمانځه او انساني ضرورته به د خپل ځاى څخه نه ښورې، سړئ هم پر آس سپور سو او يوې لوړي غونډۍ ته وختى د شپې تر آخره هلته ولاړ ؤ، حتّْی د آسه څخه هم نه سو کښته او د شپې په آخرکي رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته ورغلى، رسول الله صلی الله علیه وسلم  پوښتنه ځني وکړه چي يو شئ دي وليدى؟ سړي ويل:

 

يا کوم خاص يا د یادولو وړ شئ مي نه و ليدى، د کفارو لښکر پر هغه خپل حال ؤ زه و فلاني او  فلاني غره ته وختلم مګر هوازن مي و ليدل چي ښځي، حيوانات او پُسونه يې ټول را وستلي دي، رسول الله صلی الله علیه وسلم  تبسم وکړی او وې فرمايل: ان شاء الله سبا دغه ټول مالونه د مسلمانانو دپاره غنيمتونه دي. 


مګر په دغه وخت کي و مالک بن عوف ته دُرَید بن الصُمّه ځيني لار ښووني کړي وې او مالک بن عوف عملي کړي وې، سره د دې چي دُرَید په سترګو نه ليدل خو د عقل او تجربې څخه يې کار اخستى چي د هغو لار ښوونو څخه يې يوه دا وه: ويل: دغه اضافه اوښان چي مو را وستلي دي (کفارو خو خپل ټول اوښان را وستلي وه چي ټول بېکاره او د دوى تر ضرورت زيات وه) نو دُرَید و ويل:

 

ښځي او کوچنيان ټول پر دغه زايدو اوښانو سپاره کړی او د لښکر تر شا يې و دروى ځکه په دې کارکي دوې فايدې سته يو دا چي که مو ماته وخوړل دوى کولاى سي چي د اوښانو سره وتښتي او بله فايده يې دا ده چي څوک د ليري ورته ګوري هغه ته دا نه معلوميږي چي دا نارينه دي که ښځي، نو لښکر تر هغه خپل واقعي شمېر څو چنده زيات معلوميږي ځکه اوښان دي او خلک پر سپاره دي، مالک بن عوف هم ښځي او کوچنيان پر اوښانو سپاره کړه، واقعًا هم دومره لښکر ځني جوړ سو چي آخر يې نه معلومېدى، حتّْی ځينو مسلمانانو به ويل چي د کفارو د لښکر شمېر اتيا زره دى که څه هم په حقيقت کي د هوازن ټول لښکر د شلو زرو نفرو په شا وخواکي ؤ. 


(د دغه لښکر په شمېر کي اختلاف سته، څوک يې دوولس زره نفره بولي) که څه هم شل زره يا دوولس زره نفره لښکر ډير لوى لښکر دى، خو د كفارو په دغه کار سره د دوى شمېر تر اصلي حساب څو واره زيات معلومېدى.


او بل هغه کار چي دُرَید کړى ؤ هغه دا ؤ: څرنګه چي د هوازن لښکر تر مسلمانانو د مخه و دغي منطقې ته راغلى ؤ، نو مالک بن عوف د دُرَید په مشوره او لارښوونه په دغه شپه د خپل لښکر ډير نفر د حنين د شېلې په لارو، تنګيو، فرعي شېلو او نورو ډيرو پټو ځايو کي د کمين دپاره کښېنولي وه او دا امر يې ورته کړى ؤ:کوم وخت چي مسلمانان دغي شېلې ته را کښته سي اول د غشو باران پر جوړ کړى او بيا په يوه وار ټوله يوه حمله پر وکړی، اوس د هوازن د لښکر ډيره حصه د شپې د حنين په شېله کي په خپلو کمينو کي سره ځاى پر ځاى سوه او د مسلمانانو د لښکر د راتګ انتظار باسي. 


د مسلمانانو د لښکر لوى مشکل دا ؤ چي د حنين د شېلې څخه ډير لوړ وه او شېله ډيره کښته وه نو و شېلې ته د لښکر کښته کېدل ډير سخت او مشکل وه، ځکه لار داسي کښته ده لکه ښويندوکى، لږ  کښته نه وه بلکه شېله داسي کښته ده چي نفر بايد په ځغستا ور کښته سي ځان نه سي تکيه کولاى، د دغې شپې په آخر کي رسول الله صلی الله علیه وسلم  خپل لښکر و ټوليانو ته و وېشی او بيرغونه يې ور و وېشل، اوله ټولۍ د بني سُليم قبيله ده هغه زر نفره د آس سپاره چي د مسلمانانو د لښکر مقدمه وه او د رسول الله صلی الله علیه وسلم   سره د مکې مکرمې تر فتحي د مخه د مدينې منورې په لار کي ملګري سوه، د دې ټولۍ قومندان خالد بن وليد رضی الله عنه  ؤ. 


د شپې په آخرکي و شېلې ته د کښته کېدلو آمادګي ونيول سوه او د سپېدو تر چاودلو وروسته د واديِ حُنين پر طرف حرکت شروع سو، دلته مالک بن عوف خپل لښکر ته اوامر صادروي ويل توري را وباسى، توري را وايستل سوې، ويل پوښونه يې مات کړی ځکه بيا رجوع نسته او په يوه وار به حمله او هجوم پر ور وړى، مالک ويل: نه غواړم چي جنګ څو ورځي دوام وکړي،  بلکه په يوه ورځ به جنګ پاى ته رسيږي، د هوازن لښکر د تورو پوښونه مات کړه توري يې په لاسو کي دي د حملې دپاره تيار او آماده ولاړ دي. 


د رسول الله صلی الله علیه وسلم  د معلومات خلک د هوازن د لښکر په ټولو حالاتو خبر وه او هر څه يې سنجولي وه فقط په دغه کمينو نه وه خبر او د هغو دپاره يې هيڅ فکر نه ؤکړى.


 دلته د هغه لوړي څخه و واديِ حنين ته د مسلمانانو را کښته کېدل شروع سوه، اول هغه څوک چي را کښته سوه! خالد بن وليد رضی الله عنه  دى او بني سُليم ور سره دي، کوم وخت چي دغه اوله ټولۍ ور کښته سوه او دوهمي ټولۍ په کښته کېدلو شروع وکړه د کمينو د طرفه اول د غشو باران پر شروع سو چي په دغو غشو يې ډير مسلمانان زخميان او زوبل کړه او بيا د دښمن ډلو يو ځايي شديده حمله شروع کړه، څرنګه چي و شېلې ته کښته کېدل ډير سخت وه ځکه يو دم کښته وه يواځي يو نفر چي به کښته کېدى خپل ځان يې نه سواى تکيه کولاى هغه د مخ نفر به يې پوري واهه، نو په بني سُليم کي د کښته کېدلو په سبب بد حال پېښ ؤ، د دغه بده حاله سره سره د کمينو د طرفه حملې پر شروع سوې، د دوى خيال ؤ چي د دښمن لښکر مو مخ ته دى هلته به ورځو جنګ او مقابله به ور سره کوو، خو هغه ناڅاپه د دواړو طرفو څخه د کمين نفرو حملې شروع کړې، په خپله پر خالد رضی الله عنه  وهل او وارونه شروع سوه .


د خالد رضی الله عنه  بدن ټک ټک او زخمي سو د ډيرو زخمو په سبب ولوېدى غځار سو، کفارو د بني سُليم پر خلکو وهل او وارونه شروع کړه. 


د بني سُليم خلک خو نوي مسلمانان سوي وه په تېښته يې شروع وکړه مګر چيري وتښتي؟ و راسته طرف ته کمين دى، و چپه طرف ته کمين دى، مخ ته يې د دښمن لښکر دى د تيښتي دپاره بله لار نسته بېله دې څخه چي پر شا ولاړ سي، نو يې د شا پر طرف مخ ونيوى، د هغه طرفه بيا د مسلمانانو هغه نور لښکر را کښته کيږي، هغه کسان چي راکښته کیږي خپل ځانونه نه سي تکيه کولاى او بني سُليم غواړي چي ور وخيژي، هغه چا چي دا حال ليدلى دى هغه وايي: خلک يو د بل پر اوږو سره سپاره او پراته وه، دلته په دغه شېله کي د هوازن د لښکر د طرفه پر مسلمانانو قتل او وژنه شروع سوه، د مسلمانانو هغه نور لښکر چي پسي را رهي دى هغه يې نه ويني او نه دي خبر چي په شېله کي څه پېښه ده، هغو خپل پر مخ تګ ته دوام ور کړى دى غواړي چي ور کښته سي او دلته بد حال جوړ دى، د کښته خلک غواړي چي لوړ وخيژي او د لوړي خلک غواړي چي ور کښته سي، پسله ډېره وخته څخه هغه نور لښکر هم په دې حال خبر سو چي په شېله کي کمين دي او خلک وژل کيږي هغو په تېښته شروع وکړه.


هلته مالک بن عوف خپل ټول لښکر تقريباً شل زره نفره امرکړه چي په يوه وار حمله او وهل شروع کړی او دلته مسلمانان په دغه بد حال مبتلاء دي، د مسلمانانو په لښکر  کي عمومي تېښته شروع سوه او هري خوا ته ځغلي، ځينو يې په ځغستا مکې مکرمې ته ځان و رساوه او ټول لښکر وتښتېدى، رسول الله صلی الله علیه وسلم  نارې وهي غواړي چي دغه مات سوى لښکر را وګرځوي خو څوک نه  دريږي.
 رسول الله صلی الله علیه وسلم  يواځي پر ميدان پاته سو، هغه صحابۀ کرام چي ثابت پاته دي او نه تښتي هغه هم يو يو او جلا جلا دي، شل زره نفره په دغه بد حالت کي پر را ګرځېدلي دي، خلک ځغلي او رسول الله صلی الله علیه وسلم  نارې وهي إلَىّ عِبَادَ الله، خو يو هم تر شا نه ګوري، ډير بد شکست او ماته وه، ابوسفيان چي په دغه وخت کي نوى مسلمان سوى ؤ هغه و ويل:

 

د دغه مات سوو خلکو مخ به بل شئ نه را وګرځوي بيله د جدې درياب، يعني: تر هغه ځايه پوري به ځغلي، جِبله يا کِنده بن جُنيد چي منافق ؤ هغه ناري کړه: نن ورځ يې سحر باطل سو، دلته نو د الله جل جلاله  د طرفه هغه لوى امتحان شروع سو، د مسلمانانو د ايمان امتحان په دغسي ځايو کي اخستل کيږي.


 په دغه وخت کي يو د هغو کفارو څخه چي په ظاهره مسلمان سوى دى او نوم يې شيبه بن عثمان بن ابي طلحه دى ”عثمان بن ابې طلحه“ د دغه شيبه پلار د هغو کسانو څخه ؤ چي د اُحُد په ورځ يې د کفارو بيرغ پورته کاوه او د مسلمانانو د طرفه و وژل سو، دغه شيبه د هغه عثمان زوى دى او د مسلمانانو د لښکر سره را وتلى دى غواړي چي په مناسب وخت کي رسول الله صلی الله علیه وسلم  و وژني او د خپل پلار بدله او انتقام په نن ورځ کي واخلي، په دغه بد حالت کي رسول الله صلی الله علیه وسلم  يواځي ولاړ دى او يواځي جنګ کوي، هيڅوک نه دي ور سره او نارې وهي: إلَىّ عِبَادَ الله! 


شيبه چي يو خنجر ور سره دى د خپل مقصد د پوره کولو دپاره د رسول الله صلی الله علیه وسلم  و طرف ته ورغلى، رسول الله صلی الله علیه وسلم  شيبه وليدى ويل: يا شيبه! څه خبر دى؟ شيبه ويل: يا رسولَ الله! غواړم چي ستا څخه دفاع  وکم، رسول الله صلی الله علیه وسلم  ويل: دلته راسه، شيبه ورغلى او رسول الله صلی الله علیه وسلم  د شيبه پر ځيګر خپل مبارک لاس کښېښاوه او ويل: د الله څخه بخښنه وغواړه، شيبه ويل: استغفر الله، شيبه وايي: رسول الله صلی الله علیه وسلم  چي فقط لاس را څخه پورته کړی دئ صلی الله علیه وسلم  تر ټولو خلکو راته ګران او محبوب وګرځېدى، شيبه دلته ودرېدى او د رسول الله صلی الله علیه وسلم  څخه يې دفاع کول، اصلاً دئ د رسول الله صلی الله علیه وسلم  د وژلو دپاره راغلى ؤ، مګر سبحان الله! اوس د رسول الله صلی الله علیه وسلم  څخه دفاع کوي. 


رسول الله صلی الله علیه وسلم  بيا هم نارې وهي إلَىّ عِبَا دَ الله! د ده صلی الله علیه وسلم  آواز هغو اصحاب کرامو چي شا وخوا په ميدانِ جنګ کي موجود وه لکه ابوبکر الصِدِّیق، عمر فاروق او څو نورو مهاجرينو رضوان الله عليهم واورېدى، هغه هم راغله پر رسول الله صلی الله علیه وسلم  را وګرځېدل مګر د اصحاب کرامو شمېر ډير لږ ؤ، د شلو زرو نفرو په مقابل کي څه کولاى سي؟ 

 

په دغه ځاى کي د رسول الله صلی الله علیه وسلم  سره لږ مهاجرين او د ده صلی الله علیه وسلم  اهل بيت ور سره وه چي ټوله دوولس يا نولس نفره وه او په بل روايت کي وايي اتيا نفره وه، په دغه ځاى کي د رسول الله صلی الله علیه وسلم   هغه شجاعت او دلاوري ښکاره سوه چي مثل يې نه ليدل کيږي، خپله غاتره يې د کفارو پر طرف ور ځغلول او ويل يې:« أنَا النّبيّ لاَ کذِب، اَنَا ابن عبدالمطلب»  په دغه وخت کي ابوسفيان بن الحارث رضی الله عنه  د رسول الله صلی الله علیه وسلم  د غاتري رکاب نېولى ؤ او عباس رضی الله عنه  يې قيضه نيولې وه چي چابکه ولاړه نه سي، په دغه وخت کي رسول الله صلی الله علیه وسلم  د خپله ربه څخه د نصرت غوښتنه وکړه او وې فرمايل: اللّهم أنزِل نصرکَ، الْهي ستا نصرت را نازل کړه. 


ان شاءالله نور بیا....

 

ماخذ: د سرورِ کائنات صلی الله علیه وسلم ژوند

 

www.taleemulislam.net

سرته