تازه سرليکونه
د (ځانګړي خپروني) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د ږیري خرول (لومړي برخه)
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  March 9, 2021
  0

د ږیري خرول


لیکنه : مولوي عنایت الله علمي صاحب /تعلیم الاسلام ویب پاڼه


یو بل چا بیا د ږیري په باره کي په یوه مسجد کي و یوې ټولني ته احکام بیانول او په هغه جمله کي یې و ویل: دا چي رسول الله(صلی الله عليه وسلم) ږیره پرې اېښې وه اصلاً دا دیني مسئله نه وه، بلکه په هغه وخت کي د ټولو خلقو عادت او اصطلاح د ږیري درلودل وه، دﺉ وايي: نو ږیره کوم دیني حیثیت نه لري، او نه په شرعي احکامو کی داخله ده، که یې پرېږدې که یې خروې ستا اختیار دي.


خو دغه واعظ او مفتي بېچاره ته هغه صحي احادیث چي امام بخاري او امام مسلم روایت کړي دي نه وه ور معلوم.


نو زه مجبوره یم چي اوس به د ږیري په باره کي څه لیکم او وایم:


امام بخاري، امام مسلم او نور د احادیثو امامان د عبد الله بن عمر(رضي الله عنه) څخه روایت کوي چي رسول الله(صلی الله عليه وسلم) وفرمایل: 


« خَالِفُوا الْمُشْرِكِينَ ، وَفِّرُوا اللِّحَى ، وَأَحْفُوا الشَّوَارِبَ » [رواه البخاري و مسلم]


یعني: د مشرکانو سره مخالفت کوی، ږیري لویوی او برېتونه کوچني کوي.


بیاهم امام بخاري او امام مسلم د عبدالله بن عمر(رضي الله عنه) څخه روایت کوي چي رسول الله(صلی الله عليه وسلم) و فرمایل:


« أحفُوا الشَّوارب و أعفوا اللِّحی» [رواه البخاري ومسلم]


یعني: برېتونه کوچني کوی او ږیري لویوی.


خو په یوه روایت کي راغلي دي:


« انْهَكُوا الشَّوَارِبَ ، وَأَعْفُوا اللِّحَى » 


یعني: برېتونه کوچني کوی او ږیري لویوی.


امام مسلم د ابوهریره(رضي الله عنه) څخه روایت کوي چي رسول الله(صلی الله عليه وسلم) و فرمایل:

 


« جُزُّوا الشَّوَارِبَ وَأَرْخُوا اللِّحَى خَالِفُوا الْمَجُوسَ ».


یعني: برېتونه کوچني کوی او ږیري ایله کوی او په دغه کار سره د مجوسیانو مخالفت کوی.


ځکه مجوسیانو ږیري کوچنۍ کولې او برېتونه یې لویول.


همدارنګه په هغه حدیث شریف کي چي بزار یې په صحي سند سره د ابوهریره(رضي الله عنه) څخه روایتوي وايي: اهل الشرک یا مشرکان برېتونه لویوي او ږیري کوچنۍ کوي نو تاسي د هغو سره مخالفت کوی ږیري پرېږدی او برېتونه کوچني کوی.


ابن تیمیه رحمته الله علیه وايي: د ږیري خرول حرام دي.


امام قُرطُبي رحمته الله علیه وايي: د ږیري خرول، کښل او غچي کول نه دي روا.


حتّْی ابن حزم وايي: چي د علماوو په اجماع سره د برېتو کوچني کول او د ږیري پرېښوول یا لویول فرض دي او دلیل یې هم په هغه حدیث شریف سره ویلی دی چي عبدالله بن عمر(رضي الله عنه) یې د رسول الله(صلی الله عليه وسلم) څخه روایتوي چي فرمايي:


« خَالِفُوا الْمُشْرِكِينَ ، وَفِّرُوا اللِّحَى ، وَأَحْفُوا الشَّوَارِبَ » [رواه البخاري و مسلم]


یعني: د مشرکانو سره مخالفت کوی، ږیري لویوی او برېتونه کوچنی کوی.


او بیا هم په هغه حدیث شریف سره دلیل وايي چي امام ترمذي یې د زید بن أرقم(رضي الله عنه) څخه روایتوي چي رسول الله(صلی الله عليه وسلم) فرمايي:


« مَنْ لَمْ يَأْخُذْ مِنْ شَارِبِهِ فَلَيْسَ مِنَّا ». [رواه الترمذي] 


یعني: هر هغه څوک چي برېتونه نه کوچني کوي زموږ څخه نه دي.


اوس دي ولیدل چي رسول الله(صلی الله عليه وسلم) خلق د ږیري په پرېښوولو او د برېتو په کوچني کولو سره امر کړي دي، او یواځي دا نه چي ږیره پرېښوول د رسول الله(صلی الله عليه وسلم) شدید امر دي، بلکه رسول الله(صلی الله عليه وسلم) فرمايي: زما رب زه امر کړی یم چي ږیره پرېږدم او برېتونه کوچني کړم، دغه جمله یې چیري او کله و فرمایل؟ 


کله چي د کسرْی په امر، د یمن حاکم (باذان) د یمن څخه دوه نفره مدینې منورې ته ولېږل چي ولاړ سی محمد(صلی الله عليه وسلم) د ځان سره راولی او بیا به یې موږ وکسرْی ته ولېږو، [دغه قصه مي په سیرة النبي(صلی الله عليه وسلم) کي په تفصیل سره بیان کړې ده]هغو دوو نفرو ږیري خرولي وې او لوی لوی برېتونه یې درلودل، رسول الله(صلی الله عليه وسلم) ورته و ویل: تاسي ولي ږیري خرولي او برېتونه لوی کړي دي؟ هغو و ویل: زموږ رب یعني: کسرْی موږ په دغه سره امر کړي یو، خو رسول الله(صلی الله عليه وسلم) ور ته و ویل: زما رب بیا زه امر کړی یم چي ږیره پرېږدم او برېتونه کوچني کم، نو د ږیري پرېښوول یواځي د رسول الله(صلی الله عليه وسلم) امر نه دی بلکه اصلاً دا د الله (جل جلاله) امر دي.


الله(جل جلاله) نارینه په ږیرو سره ښایسته کړي دي، داسي یو روایت سته چي وايي د ملایکو د تسبیحاتو څخه یوه تسبیح داسي ده چي وايي:


( سُبحانَ مَن زَيَّنَ الرِّجالَ بِاللِّحی) 


پاکي دي هغه ذات لره وي یا هغه څوک چي نارینه یې په ږیرو سره ښایسته کړي دي له هره عیبه څخه پاک دي.


په تمهید نومي کتاب کي وايي: د ږیري خرول حرام دي او دغه کار بېله هغو کسانو څخه چي د ښځو سره ځانونه مشابه کوي بل څوک نه کوي. 


(او هغه کسان چي ځانونه د ښځو سره مشابه کوي و هغو ته مخنَّث ویل کیږي)


نو ږیره د نارینه دپاره ښایست دي او د نارینه د خلقت پوره والي دي او الله(جل جلاله) په ږیره سره د ښځي او نارینه فرق او تمیز کړي دي، نو د اولو راشنه کېدلو په وخت کي د ږیري کښل د ښځو سره مشابهت او د ډیرو لویو منکراتو څخه دي، بیا یې خرول، غچي کول یا په ځینو دواوو سره ایسته کول د شدیدو منکراتو، د ښکاره ګنهو، د رسول الله(صلی الله عليه وسلم) د امر مخالفت او د هغه کار کول دي چي په شرعه کي د هغه څخه منعه سوې ده.


امام ابوشامهرحمته الله علیه په خپل عصر او زمانه کي ویل: داسي یو قوم پیدا سوی دی چي ږیري خروي، خو دغه د دوی کار تر هغه ډیر بد دي چي مجوسیانو کاوه، ځکه مجوسیانو ږیري غچي کولې او دوی یې خروي.


نو دا چي ابوشامه رحمته الله علیه په هغه وخت او خپله زمانه کي دغه ویل، نو نن ورځ به یې څه ویلای چي تقریباً ډیر مسلمانان په دغه کار اخته او مبتلاء دي؟ دوی لره څه پېښه ده او پر کومه لار رهي دي؟ الله دي هدایت ورته وکړي.


الله(جل جلاله) ټول مسلمانان د رسول الله(صلی الله عليه وسلم) په متابعت امر کړي دي او فرمايي:


لَّقَدْ كَانَ لَكُمْ فِي رَسُولِ اللَّهِ أُسْوَةٌ حَسَنَةٌ لِّمَن كَانَ يَرْجُو اللَّهَ وَالْيَوْمَ الْآخِرَ وَذَكَرَ اللَّهَ كَثِيرًا ﴿الأحزاب: ٢١﴾


يعني: هغه خلک چي د الله(جل جلاله) د رضاء او لقاء اميدوار دي او د آخرت د ثواب اميد لري او په کثرت سره د الله(جل جلاله) په ذکر او ياد مشغول دي، د هغو دپاره د رسول الله(صلی الله عليه وسلم) مبارک ذات ډيره ښه اُسوه او نمونه ده، هغه مبارک ذات ښه قائد او پېشوا دى، ښه لار ښوونکى او رهنما دى، دغه کسان بايد په عباداتو او معاملاتو، په افعالو او اقوالو، په خوړلو او څښلو، اغوستلو او قیافه جوړولو، حرکاتو او سکناتو، جُود او سخا، صبر او تحمل، بلکه په هر حرکت په ناسته او ولاړه کي، د دغه جامع الصفات ذات محمّد مصطفْی رسول الله(صلی الله عليه وسلم) پر طريقه تګ او حرکت وکړي او په ټول حيات کي د ده(صلی الله عليه وسلم) متابعت وکړي او د ده(صلی الله عليه وسلم) دين او لار ښووني په ښه ډول سره زده او عملي کړي. 


مګر دغه کسان دغه د ږیري په خرولو سره د رسول الله(صلی الله عليه وسلم) مخالفت کوي د مجوسیانو او کافرانو متابعت کوي، الله(جل جلاله) ټول مسلمانان د رسول الله(صلی الله عليه وسلم) په امر منلو او اطاعت کولو امر کړي دي او په قرآن مجید کي یې دوولس ځایه فرمايلي دي:


أَطِيعُوا اللَّهَ وَأَطِيعُوا الرَّسُولَ 

 

یعني: د الله(جل جلاله) او رسول الله(صلی الله عليه وسلم) اطاعت او فرمان برداري کوي.


حال دا چي رسول الله(صلی الله عليه وسلم) په مختلفو احادیثو کي په دغه مختلفو الفاظو:


(أعفوا اللِّحی، أوفوا اللِّحی، أرخوا اللِّحی، وفِّروا اللِّحی) 


موږ ټول مسلمانان امر کړي یو چي ږیري پرېږدی، مګر هغه کسان چي ږیري خريي د رسول الله(صلی الله عليه وسلم) د امر مخالفت کوي او خپلي ږیري خروي.


بیا هم رسول الله(صلی الله عليه وسلم) موږ مسلمانان د برېتو په کوچني کولو امر کړي یو خو بد بختانه ځیني کسان خپل برېتونه اوږدوي او لویوي، نو ځيني مسلمانان د رسول الله(صلی الله عليه وسلم) د اوامرو پر عکس عمل کوي، ځکه رسول الله(صلی الله عليه وسلم) فرمايي: برېتونه کوچني کړی او ږیري لوی کړی یا پرېږدی، خو دوی ږیري خروي او برېتونه لویوي، نو د دې کار معنْی دا سوه چي دوی و رسول الله(صلی الله عليه وسلم) ته وايي: موږ ستا د امر پر ضد کار کوو، ږیري خروو او برېتونه لویوو، چي دا نو په ښکاره سره د الله(جل جلاله) او رسول الله(صلی الله عليه وسلم) نافرماني ده. 


هغه کسان چي ږیري خروي دوي هغه شي د خپله ځانه څخه لیري کوي چي په هغه سره الله(جل جلاله) اشرف المخلوقات ابن آدم ښایسته کړی دی، الله(جل جلاله) فرمايي:


أَفَمَن زُيِّنَ لَهُ سُوءُ عَمَلِهِ فَرَآهُ حَسَنًا فَإِنَّ اللَّهَ يُضِلُّ مَن يَشَاءُ وَيَهْدِي مَن يَشَاءُ فَلَا تَذْهَبْ نَفْسُكَ عَلَيْهِمْ حَسَرَاتٍ إِنَّ اللَّهَ عَلِيمٌ بِمَا يَصْنَعُونَ ﴿فاطر: ٨﴾ 


یعني: آیا هغه څوک چي ده ته د ده بد عمل ښایسته کړه سوی وي نو دﺉ دغه خپل بد عمل ښایسته ویني، نو بېشکه چي الله هر هغه څوک ګمراه کوي چي اراده یې و فرمايي، او هغه چا ته چي اراده یې و فرمايي سمه او صافه لار ښيي.
د ږیري پرېښوول د ابراهیم خلیل الله(صلی الله عليه وسلم) د هغه مسلکه څخه دي چي د هغه څخه بېله هغه کسانو چي بد بخته وي بل څوک مخ نه اړوي.

 

ماخذ :درسول الله (صلی الله عليه وسلم)مقام اودرجه 


www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته