تازه سرليکونه
د (صحابه کرام) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
معرکة الجسر یا د پُل جنګ
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  March 9, 2021
  0

معرکة الجسر یا د پُل جنګ


لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه


ابو عبيد په منطقه کي ور دمخه سو بيرته حيره ته ورغلي او هلته يې د نهرِ فُرات تر شا خېمې و درولې، د فارسيانو لښکر راغلي د فُرات پر هغه بله غاړه يې واړول، اوس نو فُرات دومره لويه واله ده لکه يو لوى رود يا درياب، چي د دوو لښکرو په منځ کي واقع او فاصل دي، فارسيانو په دغه منطقه کي پر فُرات يو پُل جوړ کړي، نو په دغه سبب زموږ په اسلامي تاريخ کي د دغه جنګ نوم (مَعرکةُ الجِسر) دى، يعني د پُل جنګ.  
اوس نو فارسيانو و ابوعبيد ته حال ور و لېږي، چي تاسي د ولې پر يوه طرف ياست او موږ يې پر بل طرف، جنګ داسي نه سي کېدلاى يا تاسي را واوړي او موږ تر هغو امان در کوو جنګ نه در سره کوو څو ټول لښکر مو نه وي را اوښتي، يا تاسي امان راکي تر څو چي زموږ ټول لښکر تر فُرات در اوړي، دلته نو ابوعبيد(رضي الله عنه)  د اصحاب کرامو او د لښکر د عسکري مشرانو سره مشورې شروع کړې چي موږ ور واوړو او که دوى ته د را اوښتلو اجازه ورکو؟ د اصحابِ کرامو او عسکري پوهانو نظر داؤ چي فارسيانو ته اجازه ورکه چي دوی را واوړي، ځکه د دوى په را اوښتلو کي زموږ دوې فايدې دي، 


اول: دا چي د دوى په را اوښتلو کي د غدر او خيانت امکان نسته چي حمله دي را باندي وکي او که موږ ور اوړو ښايي خيانت را سره وکي او حمله را باندي وکي. 


دوهمه او مهمه فايده دا ده: که موږ ور واوړو نو موږ د کفارو د لښکر او ولې په منځ کي محاصره سوو چي دا ډير لوى خطر دي. 


مګر سبحان الله! ابوعبيد پر دغه ټينګار کاوه چي موږ ور اوړو، ځکه چي فارسيان و نه وايي چي موږ بېرېدونکي يو، خلکو ورته ويل: دا د بيري او غيرت موضوع نه ده دا کار د مسلمانانو دپاره لوى خطر دى، خو ابو عبيد چي د لښکر قومندان دى او په دمخنیو جنګو کي یې کامیابي هم په نصیب سوې ده پر خپله خبره ټينګ دى او ويل موږ بايد و فارسیانو ته خپل قوت او شجاعت ور ښکاره کو او دوى بايد پوه سي چي موږ هیڅکله نه بېريږو، د ابوعبيد د ډير ټينګار په سبب هغه نور مشران هم د ده و رأيي ته تسليم سوه، سره د دې چي هغه په دغه کار راضي نه وه مګر تر پُله ور واوښته، او فارسيانو هم پر هغه خپل قول او وعده وفاء وکړه، تر هغو يې جنګ نه کاوه تر څو د مسلمانانو ټول لښکر ور واوښتى، بيانو د مسلمانانو او فارسيانو په منځ کي هغه لوى او عظيم جنګ شروع سو، چي (معرکة الجسر العظيمه) ور ته ويل کيږي،

 

فارسيانو د اوله څخه هغه خپل جِدي او واقعي جنګ په خپل ټول قدرت سره شروع کړى، هغه جنګ چي فيصله کونکى جنګ ؤ، د فارسيانو هغه قوي او تجربه کاره قواوي ټولي موجودي وې، چي د دغو قواوو په جمله کي د فيلانو قوه يا کنډک هم موجود ؤ، چي دغه فيلان د جنګ دپاره روزل سوي وه، هغه داسي چي پر فيلانو سر بېره کجاوې تړل سوي وې او د کجاوو تناوُنه د فيلانو پر نسو تړل سوي وه، په هغه کجاوو کي فارسي عسکر ناست وه چي اوږدې اسلحې ور سره وې، اوس نو په خپله فيلان هم جنګ کوي، خلک په پښو يا لغتو او په شُنډک وهي او هغو لوړو سپرو عسکرو هم مسلمانان په نېزو او اوږدو اسلحو وهل، او بل هغه شئ چي د مسلمانانو د لښکر د انتظام د خرابېدلو سبب وګرځېدی هغه دا ؤ: کوم وخت چي د مسلمانانو آسانو او اوښانو د اول وار دپاره فيلان وليده و تورېدل، هر فيل چي به د جنګ میدان ته داخلېدی د هغه پر شا و خوا د مسلمانانو آسانو او اوښانو ټولو ځني ځغستل او تورېدل، چي دا د مسلمانانو دپاره ډير لوى تکليف ؤ. 


دلته نو ابوعبيده ناري کړه: څوک ځان قرباني کوي؟ چیري دي هغه فدائيان چيري دي؟ چي دغه د فيلانو پر نسو تړلي تناوُنه پرې کي او هغه کجاوې د فيلانو څخه را ولويږي او زه اول هغه څوک يم چي د دغه کار دپاره ورځم. 


ابوعبيد د خلکو د دلاورى دپاره په خپله ور و وتى، خلک يې پر جوش او احساساتو راوستل، د مسلمانانو څخه ډيري ډلي د دغي قربانۍ دپاره آماده سوې او ابوعبيد(رضي الله عنه)  اول هغه شجاع قومندان ؤ چي په خپله ميدان ته ور و وتى او د خپلو ملګرو څخه يوه ډله ور سره وه چي پر فيلانو يې حمله وکړه او وې کولاى سواى چي د فيلانو څخه و هغه لوى فيل ته ځان ور و رسوي، د فيل د نس څخه يې هغه تناوُنه پرې کړه کوم چي کجاوه په تړل سوې وه، کجاوه لاندي پر مځکه ولوېده، مګر څرنګه چي فيل د جنګ د پاره تربيه سوى ؤ دښمن يې پېژندى، فيل چي ابوعبيد وليدى په لغته يې و واهه، ابوعبيد غځار سو او فيل سربېره پر ودرېدى، ابوعبيد(رضي الله عنه)  يې شهيد کړى، نو ابوعبيد(رضي الله عنه)  د مسلمانانو د لښکر قومندان د دغه جنګي فيل په واسطه شهيد کړل سو. 


( انا لله وانا اليه راجعون) 


اوس که خلک خبر سي چي قومندان و وژل سو په لښکر کي بې نظمي پېښيږي، مګر د ابوعبيد د اکا زوى چي هغه هم د بني ثقيف د قبیلې څخه ؤ او د مسلمانانو بيرغ ور سره ؤ او شا و خوا نور د بنو ثقيف د قبیلې خلک پر را ګرځېدلي وه چي د ده او د بيرغ ساتنه يې کول، دغه خلک د ابوعبيد و حال ته متوجه سوه چي هغه و وژل سو، نو ډير ژر يې د ابوعبيد جسد واخستى او د دې دپاره یې تر پُله يې واړاوه چي په لښکر کي پې نظمي نه سي پېښه، خو فارسيان بيا و دغه خلاء ته چي د بيرغ پر شا و خوا پېښه سوه متوجه سوه، وې ليده چي د بيرغ د ساتني دپاره د بیرغ پر شا و خوا څوک نسته، نو يې د بيرغ پر اخستونکي حمله وکړه او هغه يې هم شهيد کړى، د بنو ثقيف درېيم نفر بيرغ پورته کړى، هغه هم شهيد کړل سو، څلورم نفر بيرغ پورته کړى هغه هم شهيد کړل سو، 


دا د بنو ثقيف همت او شجاعت ؤ چي په دغه جنګ کي ښکاره کېدى، د بنو ثقيف اووه نفره پهلوانان يو په بل پسي په دغه جنګ کي شهيدان سوه او د مسلمانانو بيرغ ولوېدى.


مُثنْی بن الحارثه(رضي الله عنه)  چي په دغه جنګ کي قومندان نه بلکه د یوه فرد په صفت وظیفه درلودل بيرغ یې پورته کړى او امر يې وکى چي پر شا ولاړ سى او بيرته تر پله در واوړى، په دغه وخت کي عبدالله الثقفي چي د ابوعبيد د اقرباوو څخه ؤ او احساسات يې پارېدلي وه په ځان نه پوهېدى، د مسلمانانو جنګ يې یوازي د ثقيف جنګ باله، ده وليده چي د ثقيف پهلوانان څنګه قرباني ورکوي او څنګه وژل کيږي، خو بالمقابل ويني چي په مسلمانانو کي تزلزل پيدا سو او شا ته ځي، نو و بېرېدى چي لښکر پر شا ولاړ نه سي او و نه تښتي نو يې څه وکړه؟

 

دغه عبدالله الثقفي په خپل فکر او بېله اجازې يو ډیر خطرناکه کار او تصرف وکړى، هغه دا چي پله ته ورغلي او پل يې پرې کړي. 


مسلمانان غواړي چي شا ته ولاړ سي خو ناڅاپه مُثنْی(رضي الله عنه)  وليده چي پُل پرې سوي دي، ويل دا کار چا کړي دي؟ خلکو ويل: عبدالله، په وروسته کي بيا پسله جنګه مُثنْی(رضي الله عنه)  و دغه عبدالله ته ډير سخت وهل ورکړه او ويل ولي دي دغه کار کاوه؟ عبدالله ويل و بېرېدم چي لښکر و نه تښتي، مُثنْی(رضي الله عنه)  و ويل: بېله اجازې دغسي خطر ناکه کار کوې؟ په هر صورت الله(جل جلاله)  دا مقدره کړې وه چي دغسي به پېښيږي، اوس چي په جنګ کي مسلمانان پر شا ولاړه وې ليده چي پُل پرې سوى دى او واقعاً هم مسلمانان د ولې او فارسيانو په منځ کي محاصره سوه او پر مسلمانانو قتل او وژنه شروع سوه.


دلته نو د مسلمانانو فداکارۍ او قربانۍ، شهامت او پهلوانۍ ښکاره سوې، مُثنْی(رضي الله عنه)  امر وکی چي پل بيرته و تړى، خو د داسي پله جوړول او تړل چي لښکر پر تېريږي آسانه کار نه دى، د پله جوړول وخت نيسي او وخت يې هم ونيوى، هلته د مسلمانانو په لښکر کي بې ثُباتي او بې نظمي پېښه ده او دلته پُل نسته، خلک په واله کي لويږي يا ځانونه ور اچوي او د فارسيانو لښکر پر مخ را رهي دى قتل او وژنه کوي، په دغه لوى جنګ کي چي (معرکة الجسر) ورته ويل کيږي د مسلمانانو څخه څلور زره نفره شهيدان سوه، حال دا چي د ټول لښکر شمېر يا عدد يې شپږ زره نفره ؤ، د لښکر دوه ثُلثه يا و وژل سوه يا په اوبو کي غرق سوه، دا ټوله د دغه احساساتي نفر د رأيي او نظر په سبب دغه تلفات پېښ سوه. 


نو په هر ځاى او هر وخت کي احساسات ښه نه دي، ځيني وختونه احساسات خاصتاً هغه احساسات چي په چوکاټ او قانون کي نه وي او هغه احساسات چي بېله مشورې او بېله اجازې څخه وي، په نتيجه کي ډير لوى تاوانونه په وجود راوړي، لکه د جسر په جنګ او معرکه کي چي پېښ سوه. 


په دغه وخت کي هغه پاته مسلمانانو وکولاى سواى چي پُل وتړي او هغه پاته لښکر تر پله واوښتى او د مرګه خلاص سوه، په دغه جنګ کي مُثنْی(رضي الله عنه)  هم زخمي سو او په دغه زخمي حال کي يې نور هم جنګ کاوه، سُلَيم بن قيس(رضي الله عنه)  چي د اصحاب کرامو او د لښکر د قومندانانو څخه ؤ هغه هم زخمي سو، او دئ هغه څوک دى چي لښکر يې پر دغه پله تېراوه، مګر مُثنْی(رضي الله عنه)  هغه آخري نفر ؤ چي تر پله واوښتى، تر هغو يې جنګ او دفاع کول چي د مسلمانانو څخه يو نفر هم نه سو پاته، ټول مسلمانان تر پله واوښته بيا نو دئ هم ور واوښتى، او هلته يې د مسلمانانو له طرفه پُل د دې دپاره پرې کړى چي فارسيان پسي ور وا نوړي، او فارسيان پر پرې سوي پله نه سي ور اوښتلاى.


اوس بيا کفارو نفر او سامان برابر کړه چي تر ولې ور واوړي او هلته د مسلمانانو له طرفه پرې سوى پُل بيرته و تړي، هلته بيا مُثنْی(رضي الله عنه)  په دعاء شروع وکړه، الله(جل جلاله)  ته دعاء کوي، دلته کفار دغي لويي ولې ته ور ولوېده غواړي چي په اوبازي سره د مسلمانانو طرف ته ورسي او پُل و تړي، او که يې دا کار وکى هغه پاته مسلمانان ټول وژل کيږي، نو مُثنْی(رضي الله عنه)  دعاء کوي او دعاء، چي الله(جل جلاله)  مسلمانان د دغه عامي وژني څخه خلاص کړي (سبحان الله!) په دغه وخت کي د فارسيانو د پايتخت څخه خبر را رسيږي چي د فارس د حکومت په منځ کي بيرته ډير شديد اختلاف پيدا سوى دى او د فيروزان په نامه يو سړئ را پورته سوى دى.

 

چي و رُستم ته يې انقلاب کړى دى او فارسيان پر دوو حصو و وېشل سوه چي نيم يې د فيروزان پر طرف دي او نيم يې د رُستم پر طرف ولاړ دي، دغه خبر هغه وخت را ورسېدى چي دلته د مسلمانانو او فارسيانو جنګ پاى ته ورسېدى، نو د فارسيانو قومندان خپل لښکر امر کړى چي بيرته د فارس د پايتخت پر طرف درځى، چي هلته په دغه خطرناکه حالت کي د رُستم پر طرف و دريږي، نو که اوس دغه واقعه نه واى پېښه سوې د مسلمانانو لښکر ټول وژل کېدى، خو د دغه خبر په را رسېدلو سره د فارسيانو لښکر ولاړى، او الله(جل جلاله)  هغه پاته دوه زره مسلمانان ځني خلاص کړه.


اوس د مسلمانانو دغه پاته لښکر وايي: موږ شرميږو بيرته نه سي تلاى، وايي د خلکو سره به څنګه مخامخ کيږو؟ موږ ولي او څنګه شکست و خوړى؟ دا اول شکست ؤ چي مسلمانانو ته ور پېښيږي، په ټولو اسلامي فتوحاتو کي اول لښکر دى چي ماتيږي، دا خبر و امير المؤمنين عُمر فاروق(رضي الله عنه)  ته و رسېدى چي دغه پاته لښکر شرميږي، د خپل شکست د خبر تر نشرېدلو وروسته د خلکو سره نه سي مخامخ کېدلاى، حضرت عُمر(رضي الله عنه)  نفر ولېږى چي په خلکو کي دغه ږغ وکي، جار و وهي، اعلان وکي، او و وايي:


{ اللّْهم اِنّ کلَ مسلمٍ مِنّي في دمي} 


يعني: هر مسلمان زما څخه دى، او د دغه لښکر خلکو خپل ژوند په خطر کي واچاوه، او بيا عُمر(رضي الله عنه)  و ویل: الله دي پر ابوعبيد ورحميږي، که يې ماته حاجت درلودلاى زه د هغه کومکي وم، يعني ولي تر پله ور واوښتى او ولي زما په طرف کي نه پاته کېدى، ځکه هر وخت چي يې زما څخه کومک غوښتلى وای ما ور استولاى سواى. 


معرکة الجسر په داسي ډول چي پر مسلمانانو ډيره لويه ضربه وه پاى ته ورسېده، تر اوسه پوري ټول جنګونه پرله پسې فتوحات وه، اولاً خالد بن وليد(رضي الله عنه)  هغه چي پر مخ رهي ؤ او هيڅ قوت يې مخ ته نه سواى درېدلاى، او بيا د مُثنْی(رضي الله عنه)  فتوحات، او بيا په شروع او ابتداء کي په خپله د ابوعبيد کاميابي، او بيا په آخر کي دغه ضربه پر مسلمانانو وارده سوه چي په منطقه کي يې د مسلمانانو قدر او درجه ور و ښورول، د مسلمانانو جنګي قدرت يې متزلزل ښکاره کړي.


ان شاءالله نور بیا....


ماخذ: خلفاء راشدین


www.taleemulislam.net

 

سرته