تازه سرليکونه
د (حکايات) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د خیانت کوونکي عبرت ناکه انجام
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  February 24, 2021
  0

د خیانت کوونکي عبرت ناکه انجام


لیکنه : محمد شفیق /تعلیم الاسلام ویب پاڼه


۱: د ابن جریر رحمة الله علیه په حدیث کي دي چې رسول الله صل الله علیه وسلم فرمايي : زه په تاسو کي هغه کس پیژنم چي چیغي وهونکی بزه به يې راپورته کړي ، د قیامت په ورځ به راشي او زما نوم به اخلي او ماته به آوازونه راکوي ، زه به ورته ووایم چې زه د خدای په خوا کې ستا هیڅ په کار نشم درتلای ، ما خو در رسولي وو . 


۲: هغه هم پیژنم چې اوښ به يې راپورته کړی وي او رابه شي او وايي به چې ای محمده ! صل الله علیه وسلم ، ای محمده ! صل الله علیه وسلم زه به ورته وایم : زه ستا لپاره له خدای سره د هیڅ مالک نه یم ما خو تبلیغ کړی و .


۳: زه هغه هم پیژنم چې هم دا ‌‌ډول آس به يي راپورته کړی وي او رابه شي او آس به ششنی کوي ، هغه به هم ماته اواز راکوي ، زه به ورته ووایم چې ما خو درسولی و ، نن زه په هیڅ کار نشم درتلای .

 

۴: هغه کس هم پیژنم له څرمنو سره به حاضر شي او وايي به یا محمده ! صل الله علیه وسلم ، یا محمده ! صل الله علیه وسلم زه به ورته وایم ، زه له خدای سره هیڅ نفع اختیار نه لرم ، ما خو تاته ویلي و . 


[ تفسیر ابن کثیر ، ج۱ ، ص۴۷۳ ] 


ماخذ : پاشلي ملغلري 


www.taleemulislam.net 

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته