تازه سرليکونه
د (حکايات) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
ښځه هم باید وپوهول شي
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  November 24, 2020
  0

ښځه هم باید وپوهول شي

 

لیکنه: بصير يوسفزي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه


ثابته خبره ده چي پرښځه باندي دومره زدكړه فرض ده چي په ديني چاروكښي دا ورسره لاس اوګريوان وي خوله بده مرغه زموږپه ټولنه كښي داسي څه ترسترګو كيږي چي پايلي يې بدي دي اوويلاي سوچي د شرعي اصولو ځاى رواج نيولى دى د بېلګي په ډول به څوشيان په نښه كړو:


لومړى دا چي ځيني ښځي د اولاد په منعه كښي تر حمل نيولو وروسته اولاد ضائع كوي چي د مذهبي او طبي نقصانونو لامل ګرځي.(فتوا)


بل دا چي زياتي ښځي داحتلام ( شيطان خطايستني ) بې خبره دي اوحال داچي لكه څرنګه چي نارينه ته احتلام پېښيږي ښځي ته هم پېښيږي ځكه دام سلمي رضي الله عنها څخه روايت دى:


وعن ام سلمة (رضي الله عنها ) قالت قالت ام سليم يارسول الله ان الله لايستحي من الحق فهل علي المرءة من الغسل اذا احتلمت قال نعم اذا راْت الماء فغطت ام سلمة وجه ها فقالت اوتحتلم امرءة قال نعم تربت يمينك فبم يشبه ها ولدها.


ژباړه :دحضرت ام سلمې رضي الله عنها څخه روايت دى دې ويلي دي چي ام سليم وويل:يارسول ! بېشكه الله د حق څخه حيا نه کوي ايا پرښځه باندي غسل سته چي احتلام ورته پېښ سي؟ رسول الله وفرمايل : وروسته که يې اوبه وليدلى ام سلمې مخ پټ کړاوويي ويل : ايا احتلام ښځي ته هم پېښيږي ؟ رسول الله وفرمايل:وو راسته لاس دي په خاوروسه په څشي سره دخپل اولاد سره ورته والي پيداکوې.
همداډول فقهاؤكرامو دغه ټكي په ښكاره ډول ښودلى دى اوددې موضوع په اړه ليكي.


ويشترط عندالحنفيه في المني الموجب للغسل انزاله علي وجه الدفق والشهوة من الرجل والمرءة حالة النوم واليقظة


ژباړه : شرط كړل سوي دي دحنفي علماؤ په آند په مني كښي چي غسل واجبوي راوتل دمنيوپه ډولدغورځيدو او خوندسره دنارينه څخه وي اوكه دښځي څخه وي دخوب په حالت كښي وي اوكه دويښي په حالت کي وي.


متاسفانه ډيري ښځي ددې كيفيت څخه بې خبري دي احتلام ورته پيښ سوي وي مګردانه پوهيږي اونه د غسل شرعي فرضيت ورته معلوم وي په نتيجه كښي د شرعي عباداتودقبوليت څخه بې برخي وي ځكه دجنابت په حالت كښي يې اداكوي. العياذباالله


او بل دا چي ځيني ښځي د نوو كلچرونو په تعقيب ځانونه ښكلي كوي لكه ورځي كښل ،سرونه لنډول، نازك پوړني پرسركول اويا په باب سوو غاړو سره سيني لوڅول دا ټول هغه توكي دي چي په شريعت،كښي ناجائزكړل سوى دي ځكه ښځي ته دمېړه څخه پرته نورټوله نارينه ځيني محرمات اوځيني غير محرمات دي هغه چي غيرمحرمات دي دهغوي څخه دښځي ټول غړي پوټول فرض دي اوهغه چي محرمات دي هغوي ته د ښځي فقط هغه غړي ليدل جائزدي چه عورت نوي او حال دا چي د ښځي ټول بدن عورت دى (البته په لمانځه کي د مخ او لاسو لڅول ضروري دي)...  نو ښځو ته لازمه ده چي دخپلومحرم غړو د شرعي ستر فكر  وكړي.


او بل دا چي د ځوانو ښځو تګ و بازارو ته ورځ تر بلي مخ په وده دى سره ددې چي د ټولو فحشاوو او ناوړ كارو بنسټ همدا كار دى او دغه سخت منعه دی ځكه فقهاوو كرامو د ښځو تګ ومسجد ته د جماعت لپاره هم منعه كړى دى نو د بازار لپاره به چيري اجازه وي ځکه فقهآء کرام فرمائي :


ويكره لهن حضورالجماعة ولاباْس للعجوزان تخرج في الفجروالمغرب والعشاء وقالا لايخرجن في الصلاة كلها


ژباړه :وجماعت ته د ښځو حاضريدل مكروه دي او د سپين سرو لپاره د سهار، ماښام او ماخستن جماعت ته تلل پروا نکوي . او يارانو ويلي دي چي د ټولو لمنځو لپاره دي نه وزي حاصل دا چي د سخت ضرورت څخه پرته د ښځي وتل ممنوع دي.


طریقه:هره ورځ دي د یوه پښتو اسلامي کتاب څخه په کور کي ښځي ته درس وویل سي لکه بهشتي زېور او داسي نور...

 

www.taleemulislam.net

 

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته