تازه سرليکونه
د (نبوي سیرت) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
سیرت نبوي د عُمان پاچا ته ليک
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  January 24, 2021
  0

سیرت نبوي (۲۴۶برخه)

 

لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

د عُمان  پاچا ته ليک

دغه رنګه رسول الله صلی الله علیه وسلم  د عمان و پاچا ته د عمرو بن العاص رضی الله عنه  په لاس ليک ولېږى، د عُمان دوه پاچهان وه چي دواړه وروڼه وه، يو جَيفَر او بل عبد نومېدى چي د جُلندي زامن وه، دواړه وروڼه په شراکت د عُمان پاچهان او رئيسان وه.

 
هغه ليک چي د عمان پاچهانو ته و لېږل سو داسي ليکل سوى ؤ: 


«بسم الله الرّحمْن الرّحيم، من محمّد بن عبدِالله الْى جيفر و عبد ابنَى الجُلندي، سلامٌ علْى من إتّبَعَ الهُدْى، امّا بعد: فَإنّي أدعو کُما بدِعاية الإسلام، أسلِما تَسلَما، فَإنّي رسولُ الله  الْى النّاس کآۤفةً لِاَنذِر مَن کان حيّاً و يَحِقّ القولُ علْى الکافرين ٠ فَإنّکُما إن أقررتُما بالإسلامِ وَلّيتُکُما، وإن اَبَيتُما أن تَقَرّا بالإسلامِ فَإن مُلکَـکُما زائلٌ، وَ خيلٌ تَحِلّ بِساحَتِکُما، وَتَظهرُ نَبوّتي على مُلکِـکُما».


يعني: زه تاسي دواړه و اسلام ته را بولم مسلمانان سى چي سالم پاته سى، زه و ټولو خلکو ته رسول الله يم چي ژوندي انسانان د الله جل جلاله  څخه وبېروم او پرکافرانو به د عذاب قول حق او صادقه سي، که تاسي په اسلام سره اقرار وکړی تاسي به پرخپله پاچهي پرېږدم او که مو د اسلام څخه انکار وکړی ستاسي پاچهي زائلېدونکې ده، آسان به ستاسي مځکه تر پښو لاندي کي او زما نبوت به ستاسي پر ملک ښکاره او غالبه سي. 


لکه څرنګه چي د مخه مو درته و ويل: رسول الله صلی الله علیه وسلم  د دغه ليک د رسولو دپاره عمرو بن العاص رضی الله عنه  اختيارکړى، اوس نو د مدينې منورې څخه تر عُمان پوري ډيره زياته لار ده خاصتًا چي په لار کي هغه رُبع خالي هم سته چي وچ دښت دى نو عمرو بن العاص رضی الله عنه  مستقيم عُمان ته نه ولاړى، اول إحساء ته ولاړى چي بحرين دى او بيا د هغه ځايه څخه پر خليج ور رهي سو څو عُمان ته ورسېدى، نورو قاصدانو چي به د رسول الله صلی الله علیه وسلم  ليک واخستى مستقيم به و هغه پاچا ته ورغله، مګر عمرو بن العاص رضی الله عنه  چي ډير هوښيار او ذکي سړئ ؤ داسي يې و نه کړه، بلکه څو ورځي يې په عُمان کي تيري کړې او پاچا ته نه ورغلى، د دغو دوو پاچهانو د حالاتو او خويو پوښتنه کوي، د طبيعت او اخلاقو پوښتنه يې کوي چي څه شي يې خوښ څه شي يې ناخوښ دي؟

 

د څه شي څخه بېريږي او په څه شي خوشاله کيږي؟ څو په پوره تفصيل سره يې د دوى معلومات ځان ته حاصل کړه او دا يې هم و سنجول چي په کومه طريقه سره به دوى و اسلام ته دعوتوم، دا معلومات يې هم وکړه چي په دوى دوو  وروڼو کي کوم يو حليم او نرم دى چي ژر نه په قهر کيږي، په نتيجه کي دا ور معلومه سوه چي کشر ورور چي عبد نوميږي تر جيفر پوست او حليم سړئ دى، نو يې د عبد د ملاقات غوښتنه وکړه، اوس به قصه په خپله و عمرو بن العاص رضی الله عنه  ته پرېږدو. 


عمرو رضی الله عنه  وايي: د مدينې منورې څخه و وتم څو و عُمان ته ورسېدم هلته مي د عبد د ملاقات إراده وکړه ځکه په دوى دوو وروڼو کي دئ حليم او د پاسته طبيعت خاوند ؤ، و عبد ته ورغلم او ورته و مي ويل: زه تا او ستا ورور ته د رسول الله صلی الله علیه وسلم  له طرفه قاصد يم، عبد ويل: زما ورور په عمر تر ما ډير او په پاچهي کي تر ما د مخه دى، زه به دي و هغه ته ورولم چي دغه ستا را وړى ليک و وايي او بيا يې را ته و ويل: ته موږ و څه شي ته دعوتوى؟

 

ما ويل زما دعوت: و الله وحده لا شريکَ لَهُ ته دى، بېله الله به بل د هر شي عبادت پرېږدى او دا شاهدي به آداءکوى چي محمّد صلی الله علیه وسلم  د الله بنده او رسول دى، عبد ويل: يا عمرو! ته د خپل قوم د يوه سردار زوى يې ستا پلار څه وکړه؟ موږ د  هغه متابعت کوو، ما ويل: هغه مړ  سو او  پر محمّد صلی الله علیه وسلم  يې ايمان نه راوړى او زما دا خوښه وه چي کشکي مسلمان سوى واى او د محمّد صلی الله علیه وسلم  تصديق يې کړى واى او زه هم تر ډيره وخته د ده پر رأيه وم څو الله جل جلاله  و اسلام ته هدايت کړم، عبد ويل: دکومه وخته څخه دي د محمّد صلی الله علیه وسلم  متابعت اختيار کړى دى؟ 


ما ويل: د دغه نژدې وختو څخه، عبد ويل: څنګه او چيري مسلمان سوې؟ ما ويل: د نجاشي سره او د نجاشي د اسلام قصه مي ورته وکړه چي هغه هم مسلمان سوى دى، عبد ويل: نو د هغه قوم څه ور سره وکړه او د ده پاچهي څنګه سوه؟ ما ويل: هغو قبول کړی او د ده متابعت يې وکړی، عبد ويل: رُهبان او اساقفه هم د نجاشي متابعت وکړی؟ ما ويل: هـو، عبد ويل:

 

يا عمرو! پر خپلو خبرو دي پام کوه په سړي کي بل داسي بد او رسوا کونکى خوى نسته لکه درواغ، ما ويل: نه ما درواغ ويلي دي او نه زموږ په دين کي درواغ حلال دى، بيا عبد و ويل: زما په خيال چي هرقل د نجاشي په اسلام نه دى خبر سوى، ما ويل: يا! بلکه هرقل د نجاشي په اسلام خبر سو، عبد ويل: ته څه پوه او خبر سوې چي هرقل د نجاشي په اسلام خبر سو؟

 

ما ويل: نجاشي و هرقل ته دکاله يو څه مال ورکاوه خو کوم وخت چي نجاشي مسلمان سو او د محمّد صلی الله علیه وسلم  تصديق يې وکړی نو يې و ويل: يا والله! که هرقل د کاله يو درهِم را څخه و غواړي هم به يې ورنه کړم، و هرقل ته دغه د نجاشي خبره ورسېده او د هرقل ورور نِياق و هرقل ته و ويل: آيا ته هغه ستا مريئ پرېږدې چي و تا ته اوس هغه کلنئ مصرف نه درکوي؟ او بېله ستا د دينه څخه يې بل نوى دين اختيارکړى دى؟ هرقل ورته و ويل: يو سړئ ؤ يو دين يې خوښ سو او هغه يې د ځان دپاره اختيارکړی نو زه څه په وکم؟ او په والله که زه پر خپله پاچهي نه بېرېدلاى ما به هم داسي کړي واى لکه ده چي وکړه.

 

عبد ويل:پام دي سته چي ته څه وايې؟ ما ويل: په والله رشتيا وايم، عبد ويل: ښه دا راته و وايه چي محمّد صلی الله علیه وسلم  خلک په څه شي امرکوي او د څه شي څخه يې منعه کوي؟ ما ويل: د الله جل جلاله  په اِطاعت يې امر کوي او د هغه د معصيت او نافرمانۍ څخه يې منعه کوي، په نېکي او صلـۀ رحمي يې امرکوي، د ظلم او تجاوز، د زنا او شرابو، د بتانو او د صليب د عبادت څخه يې منعه کوي، عبد و ويل:

 

دغه د ده دعوت څومره ښه دعوت دى که زما ورور زما سره موافقه وکړي موږ به دواړه و ده  ته ور سو پر ده به ايمان راوړو او تصديق به يې وکړو، مګر زما ورور پر خپله پاچهي بېريږي وايي پاچهي به مي د لاسه ووزي او زه به دغسي پاته سم، ما ورته و ويل: که دي ورور اسلام قبول کړی رسول الله صلی الله علیه وسلم  يې پرخپل قوم پاچا پرېږدي چي د اغنياوو څخه به زکات او صدقه اخلي او پر فقيرانو به يې ويشي، عبد ويل: داخو ډير ښه کار دى مګر صدقه څه شي ده؟ ما په مالو کي د اسلام په هغه فرض سوي زکات خبرکړی تر څو چي د اوښانو و زکات ته را ورسېدم، عبد ويل: يا عمرو! آيا زموږ څخه هغه حيوانات هم اخستل کيږي چي دښتي وُني خوري او اوبه چښي؟ ما ويل: هـو، ده ويل: والله زه فکر نه کوم چي زموږ قوم دي د دغه کار اطاعت وکړي. 


عمرو رضی الله عنه  وايي: زه څو ورځي دالته ورته پاته سوم او عبد زما ټولي خبري و خپل ورور ته ورسولې څو د ده ورور جَيفر يوه ورځ زه ور وغوښتم او زه هم ورغلم، په دروازه کي دروازه وانانو تر اوږو ونيولم ويل: چيري ځې؟ جيفر ويل: پرې يې ږدى، هغو پرېښوولم زه د ده و مجلس ته ورغلم غواړم چي کښينم حاضر باشانو و ناستي ته نه پرېښوولم، ما جيفر ته وکتل، ده ويل: خپل حاجت دي و وايه، ما هغه د رسول الله صلی الله علیه وسلم  مهر سوى ليک ورکړی، جيفر يې مهر خلاص کړی او ليک يې تر آخره و وايه، بيا يې ليک و خپل ورور عبد ته ورکړی هغه هم ليک و وايه، مګر ما وليدل چي ورور يې ترده نرم او پوست ؤ، نو جیفر پوښتنه را څخه وکړه چي قريشو څه وکړه؟

 

ما ويل: د محمّد صلی الله علیه وسلم  متابعت يې وکړی، يا دا چي دغه دين يې خوښ ؤ په خپله يې اختيار کړی يا د توري په زور تابع سوه، ده ويل: د محمّد صلی الله علیه وسلم  سره نور څوک ملګري دي؟ ما ويل: هغه خلک چي اسلام يې خوښ سو او تر نورو اديانو يې ښه وباله، اسلام يې په خپلو عقلو سره و پېژندى، سره د هغه هدايته چي الله جل جلاله  دوى پوه کړه چي دوى په ضلالت او ګمراهي کي وه، يعني: الله جل جلاله  دغه توفيق ورکړی چي حق او باطل يې سره و پېژندل او د حق متابعت يې وکړى، او ما ته په دغه منطقه کي بېله تا څخه بل څوک نه دى را معلوم چي پر خپل دين دي پاته وي او که ته نن ورځ مسلمان نه سې او د محمّد صلی الله علیه وسلم  متابعت و نه کړې ستا مځکه به د مسلمانانو د آسانو تر پښو لاندي سي او ستا کښتونه به ټول نېست او نابود سي نو مسلمان سه چي سالم پاته سې او رسول الله صلی الله علیه وسلم  به دي پرخپل قوم آمر پرېږدي ستا منطقې ته به نه انسانان او نه آسان راځي (يعني: لښکر به نه درته راځي) جيفر و ويل: نن ورځ مهلت راکه او سبا راسه. 


د ده څخه ولاړم او بيا د ده ورور عبد ته ورغلم، عبد راته و ويل: يا عمرو! زه ګمان کوم چي ورور به مي مسلمان سي که پر پاچهي و نه بېرېدى، خير دغه ورځ تېره سوه او سبا و جيفر ته ورغلم خو دروازه وانانو اجازه را نه کړه چي ورسم، بېرته د ده ورور عبد ته ورغلم او ورته ومي ويل: زه يې ستا ورور ته نه ور پرې ښوولم، عبد و جيفر ته ور وستم او جيفر را ته و ويل: ما په هغه شي کي فکر وکړی چي تا ور ته دعوت کړم ستا د دعوت معنْی دا سوه چي زه تر ټولو عربو ضعيفه يم که مي و دغه سړي ته (مقصد يې رسول الله صلی الله علیه وسلم  ؤ) که مي و دغه سړي ته ټول هغه شيان ورکړه چي زه يې مالک يم نو د ده آسان دلته نه راځي مګر هو! دا دي هم درته معلومه وي: که د ده لښکر دلته راغلى داسي جنګ او مقابله به و ويني چي د هغه نورو جنګو په مثل به نه وي چي ده کړي دي، ما ويل: ما خپله وظیفه پای ته ورسول او زه سبا د دې ځاىه څخه ځم، کوم وخت چي يې زما د تللو يقين سو نو هغه ورور يې چي عبد نومېدى د ده سره ګوښه سو او ورته ويې ويل: موږ بايد د هغو کسانو څخه نه سو چي د محمّد صلی الله علیه وسلم  مقابله يې کړې ده او هر چا ته چي يې قاصد ور لېږلى دى هغو يې دعوت قبول کړى دى. 


کوم وخت چي سهار سو ما ته يې نفر را ولېږى او دواړو وروڼو اسلام قبول کړی او د رسول الله صلی الله علیه وسلم  تصديق يې وکړی، ما ته يې هلته د اسلامي احکامو په عملي کولو کي اختيار راکړى او د هغه چا په مقابل کي چي زما مخالفت به يې کاوه دوى زما ښه کومکيان وه. 


د دغي قصې څخه دا معلوميږي چي دغه ليک د نورو پاچهانو تر رسالو ډير وروسته لېږل سوى دى او ښايي د دغه ليک لېږل د مکې مکرمې تر فتحي وروسته وه. 


اوس نو د دغو رسالو په لېږلو سره رسول الله صلی الله علیه وسلم  خپل دعوت د مځکي و ډیرو پاچهانو ته ورساوه چي چا ايمان راوړى او چا انکار وکړی، په هر حال د کافرانو فکر په دغه موضوع مشغوله سو او دوى د رسول الله صلی الله علیه وسلم  د نامه او دينه سره آشنا او باخبره سوه.


 دا د رسول الله صلی الله علیه وسلم  د رسالو او ليکونو په باره کي معلومات وه چي د هغو په نتيجه کي دا را معلومه سوه چي د جزيرة العرب د شا وخوا پاچهان څنګه و اسلام ته داخل سوه. 


ان شاءالله نور بیا....

 

ماخذ: د سرورِ کائنات صلی الله علیه وسلم ژوند.

 

www.taleemulislam.net

سرته