تازه سرليکونه
د (نبوي سیرت) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
سیرت نبوي د رسول الله(ص) د وژل کېدلوآوازه
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  November 18, 2020
  0

 

سیرت نبوي (۱۷۷برخه)

 

لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

د رسول الله  صلی الله علیه وسلم د وژل کېدلوآوازه او د جنګ پر حالاتو يې تاثير

 

د دغه نارې او اعلان څو دقيقې نه وې تيري سوي چي د رسول الله صلی الله علیه وسلم  د وژل کېدلو خبر په مشرکانو او مسلمانانو کي نشر سو، دا نو هغه نازک حالت ؤ چي هغه محاصره سوو مسلمانانو کوم چي د رسول الله صلی الله علیه وسلم  سره نه وه موجود بالکل حواس بايلول، معنويات يې ضعيفه سوه د دوى په صفو کي اضطراب او ګد وډي پېښه سوه، مګر بيا هم دغه نارې او اعلان تر يوې  اندازې د مشرکانو هجوم او حملې لږ او کمي کړې، ځکه دوى دا فکر کاوه چي موږ د خپل مقصد په حاصلولو کي کاميابه سوو، نو دکفارو ډير نفر د هغه وژل سوو مسلمانانو د پزو او غوږو په پرې کولو مـشغول سوه، مګر رسول الله صلی الله علیه وسلم  بيا هم د هغه خپلو لږو اصحابو په ملګرتيا و جنګ ته دوام ورکړی او مسلمانان يې د هغه اضطراب د حالته څخه و ايستل.

 

 هغه داسي: کوم وخت چي مُصعب بن عمير رضی الله عنه  شهيد کړه سو رسول الله صلی الله علیه وسلم  د مسلمانانو بيرغ و علي بن ابي طالب رضی الله عنه  ته ورکړی، علي رضی الله عنه  ډېر شديد جنګ کاوه،


او هغه نور د رسول الله صلی الله علیه وسلم  سره پاته اصحاب کرامو هم داسي نادره او بې مثله قهرمانۍ ښکاره کړې چي هم يې جنګ کاوه هم دفاع، په دغه حالت کي رسول الله صلی الله علیه وسلم  وکولاى سواى چي د هغه محاصره سوي لښکر و طرف ته ور سي، هلته چي ور نژدې سو اول هغه څوک چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  يې و پېژندى هغه کعب بن مالک رضی الله عنه  ؤ نو يې په لوړ آواز سره ناري کړه: يا معشر المسلمين! زېرى درکوم رسول الله صلی الله علیه وسلم  دغه دى، رسول الله صلی الله علیه وسلم  اشاره ورته وکړه چي چپ سه.

 

 دا د دې دپاره چي مشرکان د ده صلی الله علیه وسلم  په ځاى نه سي خبر، مګر بيا هم دغه ږغد مسلمانانو تر غوږو پوري ورسېدى او و رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته يې د رجوع کولو هڅه کول څو د اصحاب کرامو څخه دېرش نفره د رسول الله صلی الله علیه وسلم  پر شا و خوا جمعه او سره يو ځاى سوه، پسله دغه يو ځاى کېدلو څخه رسول الله صلی الله علیه وسلم د اُحُد د غره و يوې لوړي ته منظم پر شا تلل شروع کړه، رسول الله صلی الله علیه وسلم  د مشرکانو د هجوم او حملو په منځ کي کرار کرار  د غره پر طرف ځي، مسلمانان هم جنګ کوي هم دفاع هم د غره و طرف ته پر شا ځي، مشرکانو خپل هجوم او حملې شديدي کړې نه غواړي چي مسلمانان غره ته ځني وخېژي خو د اسلام د قهرمانانو په مقابل کي ضعيفه سوه، په دغه وخت کي د مشرکانو د سپرو څخه يو نفر چي نوم يې عثمان بن عبدالله بن المغېره ؤ و رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته ور د مخه سو او ويل يې: که دئ ژوندئ پاته سي زه بايد و وژل سم، رسول الله صلی الله علیه وسلم  د ده د مقابلې دپاره ځان آماده کړی مګر الْهي کارونه دي د عثمان آس و يوې کندي يا غار ته ولوېدى، په دغه وخت کي حارث بن الصُمه رضی الله عنه  پر پښه په توره و واهه او پښه يې ور پرې کړه، بيا يې بله حمله پر وکړه او عثمان يې و وژى، د هغه اسلحه يې واخستل او بيرته د رسول الله صلی الله علیه وسلم  ملګرى سو، په دغه وخت کي د مشرکانو يو بل سپور چي عبدالله بن جابر نومېدى پر حارث بن الصُمه رضی الله عنه  حمله وکړه پر اوږه يې په توره و واهه او حارث يې زخمي کړى، تر داسي اندازې زخمي سو چي مسلمانانو ور سره واخستى.

 

 مګر د مسلمانانو یوه بل جنګي پهلوان او قهرمان ابودُجانه رضی الله عنه  هغه د سره دسمال خاوند پر عبدالله بن جابر حمله وکړه د توري داسي وارى يې پر وکړی چي د جابر سر د هغه واري سره په هوا سو.

 

د دغه ترخه جنګ په منځ کي پر مسلمانانو د خوب هښمه یا پرېشاني راغله، ټول په يوه وار داسي سوه لکه بيده چي سي، الله جل جلاله  هم په قرآن مجيد کي دغه د خوب و پرېشانۍ یا هښمي ته اشاره کوي او د سورة آل عمران په (154) نمبر آيات کي فرمايي:

 

﴿ ثُمَّ أَنزَلَ عَلَيْكُم مِّن بَعْدِ الْغَمِّ أَمَنَةً نُّعَاسًا يَغْشَىطَائِفَةً مِّنكُمْ ﴾.

 

يعني: بيا الله جل جلاله  پسله دغه غمه پر تاسي بېغمي نازله کړه (د خوب پرېشاني) چي ستاسي څخه يې يوه ډله لاندي کړه (دغه چي خوب پر راغلی دا هغه کسان وه چي په حقه سره مومنان وه) ابو طلحه رضی الله عنه  وايي: زه د هغو کسانو څخه وم چي د اُحُد په ورځ د اعصابو د آرامېدلو دپاره د خوب پرېشاني پر ورغله حتّْی څو واره مي توره د لاسه څخه و لوېدل، دا به و لوېده ما به را پورته کړه دا به ولوېده ما به را پورته کړه.

 

په دغسي همت او شجاعت سره دغه د مسلمانانو ډله په منظم انسحاب يا پر شا تللو د غره و يوې لوړي ته و ختل او اوس چي د مسلمانانو بيرغ  د علي رضی الله عنه  څخه دى او نور مسلمانان خپل بيرغ ويني چي د غره پر دغه حصه ولاړ دى نو پاته لښکر هم په کراره کراره سره دغه د امان ځاى ته ځان ورساوه او د رسول الله صلی الله علیه وسلم  سره په غره کي يو ځاى سوه، د خالد بن وليد  د جنګ پوهي د رسول الله صلی الله علیه وسلم  د پوهۍ او عبقريت په مقابل کي ناکامه سوه ځکه خالد بن وليد نه په خپل مقصد کي کاميابه سو چي د مسلمانانو لښکر ته شکست ورکړي او نه يې لاس ته شئ ورغلى.

 

 

ان شاءالله نور بیا....

 

ماخذ: د سرورِ کائنات صلی الله علیه وسلم ژوند

 

www.taleemulislam.net

سرته